Add new comment

Construction work on Kandahar City bypass road launched

کندهار (پژواک، ٣ زمرى ٩٤): د کندهار ښار اړوند د باى پاس سړک چې شاوخوا درې کيلومتره دى، د رغولو چارې پيل شوې دي.
دغه سړک د کندهار ښار له دويمې دوه لارې تر هندو څلورلارې پورې غځېږي چې د کندهار- کابل، کندهار- هرات او کندهار- سپين بولدک ترانزيټي لارې سره نښلوي.
د وږي په ٣مه د دغه سړک د رغونې د چارو د پيل په مراسمو کې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، ښاروال قاضي محمد عمر عمر، د ولايتي شورا غړو او نورو چارواکو ګډون کړى و.
د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سړک ٣ کيلومتره اوږدوالى او ١٠ متره بر لري او پر جوړېدو يې ٤ ميليونه ډالر لګښت راځي چې د کندهار ښاروالۍ له بوديجې ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، دغه مهم سړک به په ښه کيفيت او څرنګوالي د ٦ مياشتو په موده کې ورغول شي.
نوموړي دغه راز خبر ورکړ چې د ښار اړوند ٢٠ زره کيلومتره مربع هغه سړکونه به هم ترميم او ورغوي چې خام او يا ويجاړ شوي دي.
د کندهار والي ډاکتر همايون عزيزي باى پاس سړک د يوه مهم سړک په توګه ياد کړ او ويې ويل پر دغه سړک لوى باروړونکي موټر تګ راتګ کوي چې خلکو يې له ډېره وخته د جوړولو غوښتنه کوله.
هغه له کندهار ښاروالۍ وغوښتل چې د دغه سړک د رغونې چارې په معياري توګه تر سره کړي او ژر ويجاړ نه شي.
د کندهار د ولايتي شورا مرستيال حاجي عبدالقيوم هم پر کيفيت ټينګار وکړ او ويې ويل چې هغوى به وخت په وخت د دغه سړک د رغونې له چارو کتنه او نظارت کوي.
د کندهار ښار اوسېدونکي د باى پاس سړک د رغونې د چارو په پيل کېدو خوښي ښيي او وايي د دغه سړک خرابوالي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي و.
عبدالواسع هڅيال چې د باى پاس سړک په دوه سوه مترۍ کې اوسېږي، پژواک اژانس ته وويل، دغه سړک شاوخوا لس کلونه وړاندې په ډېر ټيټ کيفيت جوړ شوى و چې ډېر ژر ويجاړ او خراب شو.
دى وايي، له همدې امله پر دغه سړک تېرېدونکي بار وړونکي موټر له سختو ستونزو سره مخ وو؛ ځکه ډېر مهال به پر دغه سړک لوى موټر چپه کېدل او لاره به په ورځو ورځو تړلې وه.
هغه زياته کړه، دغه سړک د استوګنې د زرګونو کورونو په منځ کې تېر شوى چې اوسېدونکي يې د موټرو د تګ راتګ له امله له سختو ستونزو او راز راز ناروغيو سره مخ وو.
نوموړي له چارواکو وغوښتل چې دا ځل دغه سړک ژر تر ژره په ښه کيفيت جوړ کړي، ځکه تر دې وړاندې هم څو ځلې د دغه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې او بيا د نامعلومو دلايلو له مخې بيرته پاتې شوي دي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.