د ميدان وردګو ولايتي شورا يو شمېر ستونزې له والي سره شريکې کړې

ميدانښار (پژواک، ٥ وږى ٩٤): د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي وايي چې په دغه ولايت کې په ملکي، نظامي او قضايي ادارو کې ګڼ شمېر بېلابېلې ستونزې شتون لري او له چارواکو يې د له منځه وړو غوښتنه وکړه .
دغه څرګندونې د ولايتي شورا غړو په هغې غونډه کې وکړې چې د وږي په ٥مه د ولايتي شورا په ودانۍ کې جوړه شوې وه.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې والي حيات الله حيات او نورو ځايي چارواکو هم برخه اخيستې وه.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس احمد جعفري غونډې ته وويل چې د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو په يو شمېر ادارو کې په ملکي، نظامي او قضايي برخو کې ولسونو ورسره ستونزې شريکې کړې.
هغه زياته کړه، د دغه ولايت ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او يو شمېر نور يې بيا يواځې ترميم ته اړتيا لري.
د جعفري په وينا، د دې تر څنګ په لسګونو ښوونځيو کې لا هم زده کوونکو ته کتابونه نه دي ورکړل شوي.
د ولايتي شورا غړو په يو شمېر سيمو کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه او همدا راز يو شمېر مسوولينو په اړه شوي شکايتونه هم د ميدان وردګو له والي سره شريک کړل.
دوی وويل، ګڼ شمېر ساتونکي چې په ولسواليو او د مرکز په بېلابېلو سيمو کې بايد دنده ترسره کړي، خو د دوی د معلوماتو له مخې د ولسي جرګې له غړو او ګڼ شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره خدمتي دندې ترسره کوي.
د ولايتي شورا غړو يو شمېر نورې امنيتي اندېښنې هم د دغه ولايت له والي سره شريکې کړې او د حل په برخه کې يې ترې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات د غونډې ګډونوالو ته وويل، هرې ستونزې ته به د قانون په رڼا کې د حل لازمې لارې چارې ومومي.
نوموړی زياته کړه چې په نظامي، ملکي او قضايي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو په موخه له ولسمشر څخه د دندې له پيل وروسته درې مياشتې موده غوښتې وه چې ياده نېټه هم په رانږدې کېدو ده.
د هغه په وينا، هڅه به وکړي چې هر مهال د ولايتي شورا په غونډو کې د ستونزو د حل په موخه برخه واخلي او هغه ستونزې چې له دوی سره ولسونو شريکې کړې، له نورو مسوولينو سره ورته يو ځای د حل لارې چارې ولټوي.
حيات وويل، دوی له وړاندې د خدمتي سرتېرو په معلومولو کار پيل کړی او د دې چارې له بشپړېدو وروسته به ټول خدمتي سرتېرې په خپلو سيمو کې پر دندو وګوماري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.