نا امنی در فارياب مانع پیشرفت زنان گردیده است

مېمنه (پژواک، ١١ وږى ٩٤): فارياب کې د ښځو چارو بنسټونه او ولايتي شورا، که څه هم د تېرې يوې لسيزې په پرتله د ښځو حضور د پام وړ او فعال بولي، خو بيا هم په مهمو سياسي پرېکړو او ټولنيزو فعاليتونو کې د دوى رول پيکه بولي.
دوى وايي چې په افغانستان کې د نوي نظام له رامنځته کېدو وروسته ښځې له بند ازادې شوې، مدرسې او ښوونځي يې پر مخ پرانېستل شول، لسګونه فرهنګي، مدني، حقوقي، حرفوي او رسنيز بنسټونه رامنځته شول، خو نا امنۍ، نرواکي او د دولتي او غيردولتي بنسټونو په اړه د کورنيو بې باورۍ د ښځو حضور پيکه کړى دى.
د فارياب د ولايتي شورا مشر سيد عبدالباقي هاشمي وايي چې يو شمېر کورنۍ د دولتي او غيردولتي ادارو په اړه بد ګومانه دي او فکر کوي چې که چېرې ښځې په دفترونو کې کار وکړي نو په اخلاقي فساد به ککړې شي نو له همدې امله په ټولنه کې ښځو ته کار کول شرم بولي او د دوى د کار مخنيوى کوي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کورنۍ بايد د ښځو حقونو ته درناوى وکړي او پرېږدي چې دا قشر چې د ټولنې نيمايي برخه تشکيلوي، سواد وکړي، کار وکړي او د سړيو په څېر خپلو کورنيو، خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.
هاشمي زياته کړه چې د فارياب ښځو په تېرو ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنو کې د پام وړ رول درلود او اړينه وه چې په سياسي او ټولنيزو ډګرونو کې مخکښې وي، خو دوى ته په سياسي، ټولنيزو او...ډګرونو کې کم حق ورکړل شوى دى.
د ولايتي شورا غړې فريبا توراني هم وويل چې د نا امنۍ کچې ډېرېدو، د ښځو پر فعاليتونو سيورى غوړولى او په ټولنه کې د دوى د پرمختګ خنډ ګرځېدلى دى. نښتې، چاودنې، ترور، ګواښ او... د دې لامل شوي چې ښځې په ټولنه کې په اسانۍ سره کار وکړل شي.
هغه طالبان او نوې رامنځته شوې ډلې لکه داعش د ښځو پر وړاندې لوى ګواښ وبلل او زياته يې کړه، د هرې ورځې په تېرېدو سره د د ښځو لپاره له کور بهر د کار کولو زمينه ستونزمنه کېږي.
د ولايتي شورا ياد غړي وويل: "د افغانانو دښمنان په ځانګړي ډول ترهګريزې ډلې د ښځو ضد تبليغاتو په تر سره کولو سره غواړي چې عامه ذهنونه مغشوش کړي او د ښځو د فعاليتونو مخه ونيسي."
مېرمن توراني زياته کړه چې ښځې به د خپلې مشروع ازادۍ او حقونو د ترلاسه کولو لپاره د اسلام له حکمونو سره سم خپلو مبارزو ته دوام ورکړي او هېڅوک هم د دوى د فعاليتونو مخه نه شي نيولى.
نوموړې په تېرو ١٣ کلونو کې د ښځو لپاره پر تر سره شوو کارونو هم نيوکه وکړه او ويې ويل: "د نړيوالې ټولنې له لوري د ښځو د روزنې، ښوونې، حقونو تساوي، د ظرفيت لوړوالي او د دوى د پياوړتيا په برخه کې ولګول شوې، خو تر اوسه پورې د دوى په ټولنيز او سياسي ژوند کى پوره بدلون نه دى رامنځته شوى."
د ولايتي شورا يادې مېرمنې په دولتي، تعليمي او تحصيلي بنسټونو کې د ښځو حضور د قناعت وړ ونه باله او غواړي چې ښځو ته په ټولو ډګرونو کې نفوس ته په پام سره پنځوس سلنه ونډه ورکړل شي.
د فارياب يوې مدني فعالې يلدا سعيدي، د ښځو د پرمختګ په برخه کې نا امني لوى خنډ وباله او ويې ويل چې ښځې له شا وخوا ١٣ کلونو وضعيت سره مخ شوې، له يوه پلوه د وسلوالو مخالفينو ګواښونه او له بل لوري خپلسرې وسلوالې ډلې د دوى لپاره د لويو ستونزو لامل شوي دي.
 
هغې وويل، چې د ښځو بنسټونو چې د تېرې يوې لسيزې څخه په ډېره موده کې چې دوى ته بېلابېل ډول مرستې مساعد شوې وې، اوسمهال له ځوړند حالت سره مخ دي.
 
يادې مدني فعالې، په ادارو کې د مالي او اخلاقي فساد شتون د ښځو پر وړاندې له نورو ننګونو وبلل او زياته يې کړه چې دغو مواردو د ښځو د پرمختګ مخه نيولې ده.
د فارياب د ښځو چارو مشرې شريفه عظيمي زياته کړه، سره ددې چې د وسله والو مخالفينو امنيتي ننګونو، ګواښونو او اندېښنو سره د ښځو رول پياوړى دى، دوى له ځانه مېړانه ښودلى، نه يواځې د فارياب په مرکز ميمنه، بلکې په ولسواليو کې هم دنده اجرا کوي.
هغې زياته کړه:((موږ نه شو ويلى چې د ښځو حضور پيکه دى، حتى زموږ خويندې په ګرزيوان ولسوالۍ کې چې نا امنه ده، فعاليت کوي، په چادري کې کار ته ځي او له ښځينه پروژو نه څارنه کوي.))
عظيمي زياته کړه چې تېره اوونۍ د قيصار نا امنه ولسوالۍ د ښځو يوه ډله د ښځو چارو رياست ته راغله، خپل کاري وسايل يې تسليم کړل. دوى په قيصار کې پنځه نوې شل کسيزې ډلې جوړې کړې چې غالۍ او ټغر اوبدنه او خياطي زده کوي.
د قيصار ولسوالۍ د بيش کپه سيمې اوسېدونکې قمرګل چې دې پروګرام ته شامله شوې، وويل چې پخوا  يې له غالۍ پلورونکو څخه تار تار او د غالۍ اوبدنې اړين توکي په ناصفه ګټې تر لاسه کول، چې يوه تخته غالۍ يې په درېيو کسانو په درېيو مياشتو کې اوبدله او تر اتو افغانيو پورې عايد تر لاسه کوي.
دې بې وزلې مېرمنې وويل:((ترلاسه کړى عايد مې د کور خرڅ نه شي پوره کولى، خاوند او زامن مې وزګار دي، اوس د اکتيډ موسسې راته د غالۍ اوبدنې کارګاه، تار او اړين توکي راکړي، کولى شم چې خپل ازاد کار وکړم او زياتې پيسې تر لاسه کړم.))
د قيصاريوې بلې اوسېدونکې فوزيې وويل چې د کورنۍ د ١٢ غړو سرپرستي کوي، خاوند يې جوالي ګري کوي، دومره څه خوري چې پرې ژوندي پاتې شي.
هغې زياته کړه، له هغې ورځې چې د مرستو په پروګرام کې شامله شوې، زيات موضوعات لکه  د ژوند طرز، له ګاونډيانو سره د اړيکو جوړول او نيک چلند زده کړى او افکارو يې بدلون موندلى دى.
فوزيې وويل: ((پخوا له دروازې نه شو وتلى، جرئت مې نه درلود، خو اوس له نارينه پرته ميمنې ښار ته راغلې يم.))
د فارياب سرپرست مرستيال عبدالستار بارز په بېلابېلو کچو د ښځو شتون او رول د پام وړ وباله او ويې ويل چې د ميمنې ښار او اکثره ولسواليو په ښوونيزو او تحصيلي ادارو کې د ښځو شتون ٥٠ سلنې ته رسېږي او د نجونو د ډېرو ښوونځيو مشري د ښځو پر غاړه ده، په دولتي ادارو کې هم ښځې فعال رول لري.
هغه وويل چې د ښځو، کار او ټولنيزو چارو  ادارو مشرانې ښځې دي، په ټولو ادارو  په ځانګړي ډول د ولايتونو په دفترونو کې ښځي کار کوي، په ولايتي شورا کې درې استازې لري او درې استازې يې په ولسي جرګه کې دي چې په دغه ولايت کې د ښځو د پياوړي په برخه کې رول څرګندونه کوي.
د ويلو ده چې شريفه عظيمي تېره مياشت په کابل کې د مدني ټولنې او ښځو حقونو د فعالانو او د ٣٤ ولايتونو د ښځو چارو د مشرانو په ګډون جوړه شوې غونډه کې له ١٠ ممتازو او مډال ګټونکو څخه وګڼل شوه، دې ټولو لسو ښځو د کلونو کلونور اهيسې د مدني ټولنې او بشري حقونو په برخه کې کار کړى دى.
په دې غونډه کې نا امنۍ، نا منلي دودونه او اقتصادي ستونزې د ښځو پر وړاندې عمده ننګونې وبلل شوې او د ښځو چارو وزيرې دلبر(نظري) وويل چې په نا امنۍ کې په ټولنه کې د ښځې د مقام ځاى نه دى تثبيت شوى.
هغه زياته کړه چې د امنيت خوندي کول ښځو ته اړينه ورتيا وربښي او هغوى ته په ټولنه کې په غوره بڼه ونډه ورکوي.
د ښځې چارو مشرې د ښځو سره د تاوتريخوالي په اړه وويل چې په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د وژنې د ٣٠ پېښو په ګډون ٣٦٠ قضيې او د ٢٠١٥ زېږديز کال په شپږو لومړيومياشتو کې د شپږو وژنو په ګډون ٣٧٢ قضيې په دې ولايت کې ثبت کړي دي.
په نورو تاوتريخوالو کې ځان وژنه، وهل ډبول، له کور نه تېښته، طلاق، نفقه نه ورکول او... جوړوي.
هغه زياته کړه چې د تاوتريخوالي شمېرې د تېر زېږديز کال په پرتله پنځوس سلنه لوړې شوې، خو دا په دې مانا نه ده چې تاوتريخوالى زيات شوى، بلکې لامل يې په ولسواليو کې د حقوقي او مشورتي بنسټونو رامنځته کول دي چې ښځې د تاوتريخوالي قضيې په کې ثبتوي او له خپلو حقونو ځان خبرې شوې دي، په داسې حال کې چې ښځې پخوا به ښځو د نا خبرۍ په سبب د تاوتريخوالي موارد زيات نه ثبتول.
په وروستۍ يوه مياشت کې په فارياب کې درې نجونې وژل شوې دي.
دوې اولس او اتلس کلنې نجونې يو د بل خپلوانې وې او تېره مياشت د قيصار ولسوالۍ ته د راتګ پرمهال د دوو هلکانو له خوا د دعا کولو يوه مرکز ته د مراجعې په بهانه بې لارې شوې او زندۍ شوي مړي يې د دعا کولو دې مرکز ته نږدې وموندل شول. له دې پېښې وروسته خلکو د وژونکو د نيولو او د دعاکولو د دا ډول مرکزونو د بندولو غوښتنه وکړه.
يو بله نجلۍ په خواجه سبز پوښ ولسوالۍ کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شوه چې دا قضيه هم د بشري حقونو کميسيون تر څېړنه لاندې ده.
په فارياب کې د بشر حقونو خپلواک کميسيون مشر سيد حفيظ الله سادات دا وژنې په کلکه غندي او له عدلي او قضايي ارګانونو يې غوښتنه کړې چې بايد ددې پېښې عاملان د قانون سره سم مجازات شي..
فطرت وويل چې دولت بايد د دا ډول دعا کولومخينوى وکړي، ځکه چې دا مرکزونه د کورنيو تر منځ ستونزې پيدا کوي، د اکثره کوژده شوو او واده لرونکوځوانانو ذهنونه ګډوډوي او تر منځ يې جدايي رامنځته کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون شمېرې ښيي چې د روان کال په تېرو درېيو مياشتو کې څه باندې دوه زره کسانو سره د هېواد په کچه تاوتريخوالى ثبت شوى چې فزيکي، لفظي، رواني او ... تاوتريخوالي په کې دي.
ددې کميسيون يوې غړې لطيفې سلطاني وويل چې د ځانمرګرو بريدونو، مان چاودنو، صحرايي محکمو، سپکاوي او په کورنيو کې د تحقير ډېرى قربانيان ښځې دي او سږ کال د شمال او سويل لوديځ کې د ښځو د وژنې او ځان وژنې شمېرې لوړې شوې دي.
هغه (د ښځو سره د تاوتريخوالي قانون لپاره د عدالت غوښتنه) په ناملرنه چې په دې وروستيو کې د سولې لپاره د افغانستان دمدنې ټولنو د بنسټ (ICON ) له خوا په کابل جوړ شو او ټينګار يې وکړ چې ولسي جرګه بايد ددې ډول وژنو په اړه سخت غبرګون وښيي، خو له بدغه مرغه چې تر اوسه يې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه هېڅ غبرګونه نه دى ښودلى.
با اين حال کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان می گوید که هنوز هم وضعیت زنان در کشور شکننده است، زنان مصوونیت شخصی و شغلی ندارند و دستاورد های سال هاى گذشته زنان، با نگرانی هاىی  همراه شده وبا بدتر شدن امنیت، زنان بیشترین قربانی را در کشور می پردازند.
این در حالی است که افغانستان، باز هم در صدر فهرست١٠ کشوری قرار گرفت که وضعیت زنان در آنجا وخیم است.
مجمع جهانی اقتصاد، در گزارشی که در نتیجه تحقیقاتش ترتیب داده، نوشته است که امیدواری به زندگی در میان زنان افغان، تنها ٤٥ درصد است.
په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې لا هم په هېواد کې د ښځو وضعيت ځورونکى دى، ښځې شخصي او کاري خونديتوب نه لري او په تېرو کلونو کې د ښځو لاسته راوړنې له اندېښنو سره مل شوې او په هېواد کې د امنيتي وضعيت په خرابېدو سره ښځې تر ټولو زياته قرباني ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان بيا هم د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په سر کې راغلى چې د ښځو وضعيت په کې خراب دى.
د اقتصاد نړيواله ټولنه د خپلو څېړنو په پايله کې  خپاره کړي راپور کې ليکلي چې د افغان ښځو تر منځ د ښځو ژوند ته يواځې ٤٥ سلنه هيله شته.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.