۱- د ميمنې ښار:
د ميمنې ښار د فارياب ولايت مرکز دى. فارياب ١٤ ولسوالى لري، چې د پشتون کوټ، المار، قيصار، خواجه سبز پوش، شيرين تګاب، دولت اباد،  بلچراغ، ګرزيوان، کوهستان، غورماچ او اند خوى(اندخوى قرمقل، قرمغان او خانچار) څخه عبارت دي. د ميمنې ښار، د افغانستان يو له تاريخي او لرغونو ښارونو څخه ګڼل کيږي، چې په تېر وخت کې د (يهوديه، نسائيه) په نوم هم يادېده،  په درېيمه هجري پېړۍ  کې د يهودان ښار نننۍ(ميمنه)، د فارياب دامارت ناستو اداري مرکز و .  د ميمنې ښار په زړه کې د ٢٥مترو په لوړوالي يوه خاورينه غونډۍ وجود لري، چې د سکندر مقدوني په وخت کې پرې يوه کلا جوړه  شوې وه او په هغه کلا کې د سيف الملوک هديره هم شته چې د ميمنې  مخکنى تاريخ بيانوي. خو دغه کلا په ١٣١٣لمريزو کلونو کې ړنګه شوه. په ١٣٣٥هجري لمريز کې  د حاکم اعلى غلام حيدرعدالت په وخت کې د يادې غونډۍ پر سر د سينماى سيف الملوک په نامه يوه ودانۍ جوړه شوه ، چې دغه سينما په ١٣٧٩کال کې د طالبانو له لوري ړنګه شوه .  دغه غونډۍ يا مخکنى حصار د ښاروالۍ د پارک په منځ کې، چې ٥٥ جريبه مساحت لري، واقع دى . سره له دې چې ددې پارک د جوړولو چارې يې د ١،٢ميليونه ډالره په ارزښت له دوو کلونو را هيسې روانې دي، خو د پخواني حصار پر ځاى د کومې نوې ودانۍ د جوړولو اقدام نه دى شوى. د ميمنې ښار صافه او معتدله هوا لري، کښت او کرنه يې د سرحوض له بند څخه چې د پشتون کوټ ولسوالى په سوېل کې موقعيت لري خړوبيږي، ددې ښار نفوس ٢٠٠زره تنه دى ، ازبک، تاجک، ايماق، سادات، پښتانه، هزاره او ترکمن قومونه په کې مېشت دي . په ميمنې ښار کې له ترکمنستان څخه راليږدول شوې ٢٤ساعته برېښنا شتون لري، د ښار ٢٣کيلومتره سړکونه پاخه شوي، د افغان ترک-مينه له روغتون سره سره، د مريم بيات٥٠ بستريزه ښځينه روغتون او د نشه يانو ٢٠بستريز روغتون هم شته دى.
  ٥٠ بستريز زيږنتون په يو ميليون او سل بستريز روغتون د دوه نيم ميليونه ډالرو په لګښت جوړيږي . دنجونو په ګډون سلګونه تنه محصلين په پوهنتون او دفارياب په دارالمعلمين کې په زده کړو بوخت دي  او علمي، فرهنګي، مدني، رسنيز او روغتيايي بنسټونه يې د ودې په حال کې دي.
۲-پشتونکوت :
 ددې ولسوالۍ دفتر  د ولايت د مقر په يو کيلومترى کې د ميمنې ښار سوېل ته موقعيت لري. له  لويو او ګڼ مېشتو ولسواليو څخه شمېرل کيږي، د ختيځ له لوري د بلچراغ ولسوالۍ سره ، د سوېل له لوري له کوهستان ولسوالۍ سره، د شمال له لوري له ترکمنستان سره او د لوېديځ له لوري د المار  له ولسوالى سره ګډه پوله لري.
 په دې ولسوالۍ کې روغتيايي او د ښوونې او روزنې وضعيت نسبتا ښه دى، ٩٣بابه ښوونځي په کې فعال دي، د ولسوالى مرکز سره نږدې کليو کې ٢٤ ساعته برېښنا شتون لري، د پشتون کوټ د ختيځو او سوېلي سيمو هوا يې معتدله، خو لوېديځې او شمالي برخې يې د ترکمنستان تر پولې پورې ګرمې دي. په فارياب کې د اوبو يواځينى بند (سرحوض)، او د خشت پل سيند دي چې د بلچراغ او ګرزيوان  له ولسواليو څخه سرچينه اخلي او د کاريز قلعه چينې په دې ولسوالۍ کې شتون لري .
 ددې سيمي خلک په بڼوالۍ او کرنه بوخت دي او ددې سيمې عمده ميوې انګور، مڼې، بوهي، انځر، زردالو او خربوزه  او په  سبزيجاتو کې روميان، پياز، کچالو، لوبيا، ليړو ، بانجان، کدو، کاهو ، ګازرې، ګندنه او نور دي.  تر اوسه پورې ددې ولسوالۍ يو کيلومټر سرک هم نه دى پوخ شوى .
 ۳-خواجه سبزپوش:
دغه ولسوالي د ميمنې ښـار شمال ختيځ ته په ٢٥ کيلومترۍ د ميمنه-جوزجان پر لويه لاره پرته ده او له ډاډمن امنيت څخه برخمنه ده، په دغې ولسوالۍ کې شاوخوا ٨٠ زره تنه ازبک، عرب، پښتانه، ترکمن او مغل ژوند کوي ،  چې پر زراعت او مالدارۍ بوخت دي.
د نجونو او هلکانو پر مخ يې مدرسې او ښوونځې خلاص دي او   کلينيکونه هم فعال دي. ٢٤ ساعته برېښنا په کې شتون لري ، خو فرهنګي وضعيت په دې ولسوالۍ کې ښه نه دى.
 ۴-شيرين تګاب :
نوموړې ولسوالۍ د ميمنې ښار په ٥٠ کيلومترۍ کې واقع ده ، فيض اباد يې مرکز دى او ١٤٣ کلي لري.
له ډاډمن امنيت څخه برخمنه ده  ٤١ښوونځي، يو دارالحفاظ او يو دار العلوم  د نجونو او هلکانو پر مخ خلاص دي، ٢٤ساعته برېښنا لري،  شل بستريز روغتون او يو کلينيک په کې فعاله دي، يوه د اف ام راډيو هم په کې خپرونې لري .
په افغانستان کې د ګچو تر ټولو با کيفيته او لوى کان په همدې ولسوالۍ کې شتون لري ،همدارنګه د شيرين تګاب غالۍ هم ملي او نړيواله شهرت لري او يوه ٤ مترۍ غالۍ تر ١٥٠٠ډالرو پورې ارزښت لري.
غنم، سنځلې او خربوزه يې  مهم پيداوار دي.
 ۵-دولت آباد :
دغه ولسوالۍ د ميمنې په ٦٢کيلومترۍ کې پرته ده او له ترکمنستان هېواد سره  ګډه پوله لري ، ازبک ، پښتانه او ترکمن  په کې اوسيږي.
خلک يې  په غالۍ اوبدلو، مالدارۍ او کرنه بوخت دي. د افغانستان د مالګې تر ټولو لوى کان په همدې ولسوالۍ کې دى، روغتيايي او ښوونيز وضعيت يې نسبتا ښه دى، خو فرهنګي وضعيت يې چندان ښه نه دى، فارياب ولايت له ګرميسرو سيمو څخه ګڼل کيږي.
 ۶-قرمقُل :
نوموړې ولسوالي د ميمنې ښار په ١٠٠کيلومترۍ کې له ترکمنستان سره په ګډه پوله پرته ده، ترکمن، ازبک او پښتانه په کې استوګن دي.
ددې ولسوالۍ  زياتره سيمې غونډۍ او ريګزارونه دي، ددې سيمې د خلکو اقتصادي حالت پر غالۍ اوبدلواو مالدارۍ ولاړ دى، ددې ولسوالۍ امنيتي وضعيت چندان ښه نه دى، ٢٤ساعته برېښنا لري، د پوهنې کچه په کې ډېره ټيټه ده ، خو سره له دې هم ښوونځي او روغتيايي کلينيکونه په کې فعاله دي
 ۸- قُرغان :
دا د ميمنې  له  لرې پرتو ولسواليو څخه ګڼل کېږي ، چې د ميمنې ښار په ١١٥ کيلومترۍ کې له ترکمنستان سره په ګډه  پوله کې پرته ده .
امنيتي حالت يې د ډاډ وړ دى، خو د روغتيايي،ښوونيزو او ټولنيزو خدماتو کچه په کې ټيټه  ده .
خلک يې له ترکمنستان څخه له راغلې وارداتي برېښنا څخه ٢٤ساعته ګټه پورته کوي او وګړي يې په غالۍ اوبدلو او مالدارۍ مشغول دي.
۹- اندخوی :
دغه ولسوالۍ له  ترکمنستان سره ګډه پوله لري او د ميمنې ښار په ١٢٦کيلومترۍ کې پرته ده . د اقينې سوداګريز او ټرانزيټي بندر ، چې افغانستان د  ترکمنستان او له هغه ځايه له  اسيا، اروپا، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو سره يوځاى کوي د اقينې ګمرګ په ١٣٩١ کال کې له ٢،٢ ميلياردو افغانيو څخه ډېرعايد درلود .
 د اندخوى اوسېدونکي  له   روغتيايي خدمتونو څخه برخمن دي، ګڼ شمير کلينيکونه او يو شل بستريز روغتون په کې شتون لري، ٢٤ساعته برېښنا په کې شته .  
په دې ولسوالۍ کې کرنې او ښوونيزو چارو دپام وړ پرمختګ کړى ، يو دارالمعلمين او ٢٢ ښوونيز مرکزونه په کې فعاليت لري .
  خو د څښاک اوبه يې لويه ستونزه ده ، ځکه چې دمالګې دکانونو له امله يې ژورې اوبه زياتې تروې دي او اړکېږي، چې له نورو سيمو څخه له راوړل شويو خوږو اوبو څخه د پيسو په بدل کې ګټه واخلي، چې يو ليتر يې له ١٠تر ٢٠ افغانيو پورې اخلي .
د اند خوى غالۍ چې نړيواله شهرت لري، ددې ولسوالۍ ډېرى خلک پر همدې کار بوخت دي.
۱۰- خانچارباغ :
دغه ولسوالۍ هم د ميمنې له لرې پرتو ولسواليو څخه ګڼل کيږي او د ميمنې ښار په ١٤٠کيلومترۍ کې موقعيت لري.
په دې ولسوالۍ کې ازبک او ترکمن قومونه مېشت دي ، چې زياتره وګړي يې  پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي .
فرهنګي، روغتيايي او ښوونيز خدمتونه په کې د نورو ولسواليو په نسبت په ټيټه کچه دي.  
 ۱۱- بلچراغ :
دغه  غرنۍ ولسوالۍ دميمنې ښار په ٥٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري ،ددې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ  بوخت دي.
بلچراغ ښه ملايمه هوا لري، کرنه په کې للمي ده ، ددې ولسوالۍ په غرونو کې د پستې، بادام او ارچې ونې په طبيعې ډول را شنه شوي،  سره له دې چې بلچراغ له ډاډمن امنيت څخه برخمنه ده ، خو د بيارغونې کارونه په کې نه تر سترګو کيږي، د ښوونې او روزنې حالت  يې نسبت تېرو پنځو شپږو کلونو ته ښه شوى دى ، خو فرهنګي وضعيت په کې مخ پر ځوړ روان دى .
۱۲-ګرزيوان:
دغه ولسوالۍ د ميمنې ښار په ٨٠کيلومترۍ کې پرته ده  له ګڼ مېشتو ولسواليو څخه ګڼل کيږي.
بېلابېل رنګه مېوې په ځانګړې توګه چهار مغز په دې  ولسوالۍ کې ډير  موندل کيږي، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي .
امنيتي او ښوونيز وضعيت يې نسبتا ښه شوى، خو د بيارغونې او ټولنيزو خدمتونو په برخه کې يې کار نه دى شوى.
 ۱۳-کوهستان:
نوموړې ولسوالۍ د ميمنې ښار په ١٢٥کيلومترۍ کې پرته ده ،د فارياب ولايت له سړو سيمو څخه ګڼل کېږي.
ژمى يې د زياتې واورې له امله  شپږ مياشتې له مرکز سره لارې بندې .
فرهنګي وضعيت يې په ښه حالت کې نه دى ، سړک، د څښلو پاکې اوبه او روغتيايې خدمات په کې نه شته .
 ۱۴-المار:
دغه ولسوالۍ د ميمنې په ٢٦کيلومترۍ کې پرته ده ، شاوخوا  ١٢٠زره تنه نفوس لري
د څښلو پاکې اوبه په کې کمې دي او د فارياب  له نا امنو ولسواليو څخه شمېرل کېږي، چې له امله يې د بيارغونې د پام وړ کارونه په کې نه دي شوي . برېښنا او نور ټولنيز خدمتونه په کې نه شته، خلک يې پر غالۍ اوبدلواو کرنه بوخت دي.
 ۱۵-قيصار:       
دا غرنۍ ولسوالۍ د ميمنې ښار په ٦٢کيلومترۍ کې پرته ده او ددغه ولايت له  ګن مېشتو ولسواليو څخه ګڼل کيږي .ددې ولسوالى انګور اومميزد هېواد په کچه  ښه شهرت لري، د قيصار خلک پر بڼوالۍ ، مالدارۍ او غالۍ اوبدلو بوخت دي.
مشهوره غالۍ يې د (علي خواجه) په نوم ياديږي او يوه غالۍ يې د هېواد په بازارونو کې تر ٨٠٠ډالرو پورې پلورل کېږي .
ددې ولسوالۍ فرهنګي او ښوونيز وضعيت نسبت نورو کلونو ته ښه شوى، يو شل بستريز روغتون او ګڼ شمير کلينيکونه په کې فعال دي.
په قيصار کې دلسګونو ښوونځيو د فعاليت ترڅنګ يو دارالمعلمين ، يوعلمي او فرهنګى مرکز او دوه مياشتينۍ خپرونې هم شتون لري او د قيصار امنيتي وضعيت خراب دى