١٥- سيدمحمد خالد هاشمي:
د فارياب انتخابي سناتور
 
سناتور سيدمحمد خالد هاشمي د سيد عبدالوهاب زوى په ١٣٥٤ لمريز کال د ميمنې ښار په افغان کوټ سيمه کې زېږېدلى او اوس د حقوقو پوهنځي محصل دى. نوموړى سوداګر هم دى او د فارياب ولايتي شورا د غړي په توګه يې هم کار کړى دى.
 
د اړيکو شمېرې: ٠٧٩٩١٩٧٧٧١- ٠٧٩٨٢٧٩٧٩٧
 
 
١٦- سيدفرخ شاه (جناب فاريابي):
د فارياب انتخابي سناتور
 
سناتور سيد فرخ شاه (جناب فاريابي) د سيد فريدالدين (جناب) زوى په ١٣٥٢ لمريز کال د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. اوسمهال د کاروان پوهنتون د حقوقي پوهنځي محصل دى. نوموړي څلور کاله د ولايتي شورا د رييس په توګه هم دنده اجرا کړې ده.
 
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٤٤٠٠٤٠٠٠
 
٩٢-حاجى سراج الدين صفري:
د فارياب انتصابي سناتور
 
حاجى سراج الدين صفري د حاجي نورالدين زوى په ١٣٣١ لمريز کال د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په خصوصي ډول کړې او پخوا د ٧ کلونو لپاره د فارياب د المار ولسوال و او په ولسي جرګه کې هم د يوې دورې لپاره وکيل پاتې شوى دى.
 
د اړيکو شمېرې: ٠٧٠٠٤٨٢١٢١- ٠٧٩٩٤٢٤٣٤٦
 
٩٧- بي بي حاجي سارا سرخابي:
د فارياب انتصابي سناتوره
 
بي بي حاجي سارا سرخابي د رضوا نقل لور په ١٣٢٤ لمريز کال د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړې تر ١٢ ټولګي پورې زده کړې کړې او تر دې وړاندې يې د ښوونکې، سر ښوونکې، د فارياب ستاره لېسې مديرې، د افغان کوټ د نجونو لېسې ښوونکې او د فارياب د ښځو چارو د رييسې په توګه دندې ترسره کړې دي.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٩١٧٠٣٣٤