١-د فارياب د مدني ټولنو شبکه
دا شبکه چې له څلوېښتو مدني بنسټونو څخه جوړه شوې، خپل فعاليت يې د ١٢٩١ لمريز کال په غبرګولي مياشت کې پيل کړى او ٢٣ غړي لري. مېرمن فرخ لقا اونچي زاده ددې شبکې د ملي او نړيوالو اړيکو او محمد معروف ثمر يې د کورنيو اړيکو د مسوول په توګه د يوه کال لپاره ټاکل شوي دي.
د اړيکې شمېرې : 0799455007
برېښناليک: [email protected]
 
٢-د ظهير فاريابي ټولنيز او فرهنګي بنسټ
دا بنسټ په ١٣٨٩ لمريز کال د استاد محمد کاظم اميني له خوا تاسيس شوى، چې په فرهنګي، ادبي او ټولنيزو برخو کې فعاليت لري او ٥٠ تنه غړي لري.
د اړيکې شمېره :   0799124492          
برېښناليک: Kazim amini@ gmail.com
 
٣-ممتاز بېګم فرهنګي او ټولنيز بنسټ :
دا بنسټ  په ١٣٩١ لمريز کال د تهمينې شجاع له خوا تاسيس شوى، چې په فرهنګي او ټولنيزه برخه کې فعاليت لري.
د اړيکې شمېره  : 0794824647
 
٤- د روشنګران جامعه فرهنګي او ټولنيز  بنسټ :
دا بنسټ په ١٣٨٥ لمريز کال د  شاه رضا منشي زاده له خوا د فرهنګي او روڼ اندې ټولنې جوړولو په موخه را منځته شوى دى.
د اړيکې شمېره  : 0799293534
 
٥-د فارياب ټولنيز او فرهنګي بنسټ :
دا بنسټ په ١٣٨٩ لمريز کال د سيد حفيظ الله فطرت له خوا تاسيس شوى،چې په ټولنيزه او فرهنګي برخه کې فعاليت لري.
د اړيکې شمېره  : 0799250550 
برېښناليک : [email protected]
 
٦-ايشانج ټولنيز او فرهنګي بنسټ :
دا بنسټ په ١٣٨٨ لمريز کال د ايشانج خپرونې د چلوونکو له خوا تاسيس شوى، چې ٣٠ غړي لري او په فرهنګي او تولنيزو برخو کې فعاليت کوي، ددې بنسټ مشري د تاج الدين حکيمي پر غاړه ده.
د اړيکې شمېره : 0799173899
٧-د فارياب ټولنيز او فرهنګى ازاد بنسټ
دا بنسټ په ١٣٨٢ لمريز کال کې تاسيس شوى، ٣٤ غړي لري، د صداى قلم  د امتياز خاوند او د فارياب اوسنى مستوفي يې رياست پر غاړه لري.
د اړيکې شمېره  : 0799455733
٨-د ميرزا الوغ بيک ټولنيز او فرهنګي ټولنه:
دا ټولنه په ١٣٨٩ لمريز کال د امن الله قارزاده له خوا تاسيس شوه، چې په ټولنيزه او فرهنګي برخه کې فعاليت کوي او د ٢٠ غړو له خوا يې لاښوونه کېږي.
د اړيکې شمېره : 0788185735
 ٩-د فارياب د ښځو فرهنګي او اجتماعي ټولنه:
دا ټولنه په ١٣٨٦ لمريز کال د انجيلا سرخابي په مشرۍ جوړه شوه، چې د ښځو لپاره دکسب زده کړې په برخه کې فعاليت لري.
د اړيکې شمېره  : 0798726480
برېښناليک : [email protected]         
 
١٠-د نابينايانو ټولنه :
دا ټولنه په ١٣٩٠ لمريز کال د خال بي بي په نوم يوې نابينا نجلۍ جوړه کړه،چې د نابينايانو د وړتيا، روزنې او معلولينو معيوبينو په برخه کې فعاليت کوي. دې ټولنې تر اوسه له سلو زياتو ړندو ته په لاره د تلو او حرفي زده کړې په برخه کې روزنه ورکړې ده.
د اړيکې شمېره  :  0796410105
 
١١- د فاياب ايدين ټولنه:
دا ټولنه په ١٣٨٣ لمريز کال کې د ښوونې او روزنې او فرهنګي فعاليتونو په موخه تاسيس شوې ، چې د مسووليت چارې يې د انجنير انتظار پر غاړه دي.
د اړيکې شمېره  : 0700804000
 
١٢-د فارياب د ژورنالېستانو خپلواک ټولنه
دا ټولنه په ١٣٨٣ لمريز کال د ازادو ټاکنو له لارې رامنځته او محمد جان فروغ ورته د منتخب مشر په توګه وټاکل شو. ددې ټولنې د جوړېدو موخه داده، چې د ژورنالېستانو له حقونو دفاع او ملاتړ وکړي.
داړيکې شمېره : 0799250682
۱۳-سلسلۀ موی دوست ادبي ټولنه:
١٣-دا ټولنه په ١٣٨٥ لمريز کال کې د يو شمېر ځوانو ليکوالو او شاعرانو له خوا تاسيس شوه، چې مشري يې د ډاکټر عبدالصبور نريمان پر غاړه ده او په فرهنګي او ادبي برخو کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره  : 0799174047
 
١٤-د فارياب خلکو د ټولنيزې او فرهنګي پراختيا ټولنه:
دا ټولنه په ١٣٨٩ لمريز کال کې د سيد ذين الدين عابدي له خوا تاسيس شوې، چې په فرهنګي او ټولنيزه برخه کې فعاليت لري.
د اړيکې شمېره  : 0708198599
برېښناليک  : [email protected]
 
١٥-د ځوانان ميهن فرهنګي او ټولنيز بنسټ :
دا بنسټ په ١٣٨٧ لمريز کال کې د ډاکټر نثاراحمد له خوا په ټولنيزه او فرهنګي برخه کې د فعاليت په موخه  تاسيس شوى، چې له ١٠ څخه زيات غړي لري.
د اړيکې شمېره  : 0799111545
برېښناليک  : [email protected]
 
 ١٦- د ګوهر شاد بيګم فرهنګي بنسټ:
دا بنسټ په ١٣٨٨ لمريز کال کې د انجنير احمد جاوېد کيوان له خوا د ځوانانو او تنکيو زلمو لپاره په کولتوري ، ادبي او ښوونيزه برخه کې د فعاليت په موخه تاسيس شوى او اوسمهال يې مسووليت د ذکيه معصومي پر غاړه دى.
د اړيکې شمېره  : 0796610980
برېښناليک : [email protected]
١٧-  د فکرمنو  ځوانانو ټولنه:
د ځوانانو دا ټولنه په ١٣٨٦ لمريز کال د ټولو ٩ شمالي ولايتونو د ځوانانو او محصلينو له خوا رامنځته شوه ، چې مشري يې د ډاکټر کنشکا تُرکستاني پر غاړه ده او دځوانانو ظرفيت لوړونې په برخه کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره  :  0799159151
 
١٨-د سپين ږيرو او مخورو شورا:
دا شورا په ١٣٧١لمريز کال په فارياب کې د خلکو د ټولنيزو ستونزو د حل په موخه جوړه شوې او د ٣٠ غړو له خوا يې چارې پرمخ بيول کيږي. استاد عبدالقدوس قليچ ددې شورا د رييس په توګه ټاکل شوى دى.
د اړيکې شمېره  : 0799251571
١٩-د ژورنالېستان ملي ټولنه:
د ژورنالېستانو ملي ټولنه په ١٣٨٧ لمريز کال  کې د ټاکنو له لارې د محمد افضل اميد په مشرۍ جوړه شوې، نوموړى ددې تر څنګ د فارياب ملي راډيو تلويزيون رياست هم پر غاړه لري. ددې ټولنې دجوړېدو موخه داده، څو د خبريالانو ترمنځ همغږي رامنځته او له حقونو يې دفاع وکړي.
د اړيکې شمېره  : 0799250662
 
 ٢٠-له ړندو د ملاتړ ټولنه :
دا ټولنه په ١٣٨٦ لمريز کال کې د رحيمې بيهقي له خوا، چې د ولايتي شورا اوسنۍ غړې هم ده، په ١٣٨٦ لمريز کال  کې رامنځته شوې او د نا بينايانو يا ړندو د وړتيا اوچتولو په برخه کې کار کوي .
د اړيکې شمېره : 0794161715
٢١-د قيصار د محصلينو ټولنه:
دا ټولنه په ١٣٨٦ لمريز کال د سيد محى الدين له خوا په فرهنګي، ټولنيزه او روزنيزه برخه کې فعاليت کوي او چارې يې د لسو کسانو له خوا مخته وړل کېږي.
د اړيکې شمېره  :  0786471943
د يادولو ده، چې په فارياب ولايت کې په لسګونو نورو بنسټونو او ټولنو هم د شتون اعلان کړى، خو د ناڅرګندو دلايلو له امله يې ونه شواى کولى، يا يې ونه غوښتل چې فعاليت وکړي.