٤٦-اصفه شاداب- رايې :
د فارياب د خلکو استازى- رايې (١٣٤٩)
اصفه شاداب د سيدقاسم لور، چې  په ١٣٤٤ لمريز کال د ميمنې ښار کۍ يې نړۍ ته سترګې غړولې دي. اوسمهال په کابل کې ژوند کوي او د فارياب ولايت د پيداګوژۍ انستيتيوت  له عمومي بيولوژي څانګې څخه د ليسانس په کچه فارغه شوې او په دې ولايت کې يې د پوهنې د ماسټر ترېنرې په توګه کار کړى دى. نوموړې تر دې وړاندې د اساسي قانون د تدوين  دارالانشاء او د فارياب د عامه پوهاوي د غړې، په  بېړنۍ لويه جرګه کې د فارياب داستازې، په فارياب کې د ولسمشرۍ د ټاکنو مرکزي ناظمې، د ملي جنبش د ولايتي شورا د رييسې، د فارياب د ليکوالو او شاغرانو ټولنې د مرستيالې او د ولسي جرګې په ١٥ مه دوره کې د فارياب د استازې په توګه کار کړى دى. نوموړې له شعر او شاعرۍ سره مينه لري، خو په وينا يې چې د شعرونو ټولګې يې نه دي چاپ شوي.
د اړيکې شمېره : 0799274605
٤٧-بشيراحمد ته نج
د فارياب د خلکو استازى-  رايې: ٧٤٢٧
بشير احمد  د چاري خان زوى، چې په ١٣٥٣ لمريز کال د خانچارباغ په کلي کې يې  نړۍ ته سترګې  غړولي او اوسمهال په کابل کې استوګن دى. ده خپلې لومړنۍ زده کړې په قاضي بابه مراد ښوونځي، منځنۍ په ايګمبيردي شهيد ښوونځي او ثانوي هغه يې په ابومسلم اندخوي لېسه کې پاى ته رسولي او وروسته بيا د بلخ پوهنتون له تاريخ څانګې څخه فارغ شوى دى. نوموړي تر وکالت وړاندې بېلابېلې دندې اجرا کړي، چې له دې جملې څخه کولى شو په اندخوى، قرمقل، قرغان او خانچارباغ ولسواليو کې يې د جنبش ګوند دمسوول، د يشيل يپراغ خپرونې د امتياز خاوند او بنسټګر او په بېړنيو پېښو کې کډوالو ته دملګرو ملتونو دمرستې رسونې دفتر( اى او ايم ) ساحوي مسوول په توګه دندې يادې کړو. ده د جنبش په ملاتړ ولسي جرګې ته لار ومونده او په اندخوى ولسوالۍ کې د ترکستان په نامه د يوې ايف ايم راډيو د امتياز خاوند هم دى.
د اړيکې شمېره  :  0799124412
 ٤٨-حاجي محمد هاشم:
د فارياب د خلکو استازى-  – رايې ٩٢٩٩
محمدهاشم د حاجي علي محمد زوى، په ١٣٩٣ لمريز کال د ميمنې ښار په پنځمه ناحيه کې زېږېدلى ، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د ميمنې په جمعيت ښوونځي او لېسه يې په کابل حربي ښوونځي کې بشپړه کړې ده. نوموړى وروسته د کابل تخنيک اکاډمۍ ته شامل شو او له همدې ځايه يې د فراغت سند تر ګوتو کړ. نوموړي له دويمې بريدمنۍ څخه تر ډګروالۍ  رتبې پورې په بېلابېلو پوځي پستونو کار کړى، ددې ترڅنګ د افغانستان سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي غړى، دافغانستان دباور وړونکو ټولنې يا افکو مديره پلاوي غړى او هم د برادران اتحاد ترانزيتي شرکت د رييس په توګه پاتې شوى دى. اوسمهال د و کالت ترڅنګ په کابل کې د فارياب دخلکو شورا مرستيال هم دى.
داړيکې شمېره : ۰۷۸۶۲۰۵۱۰۵
٤٩-رنګينه کارګر:
د فارياب د خلکو استازى-  رايې : ١٤٧٣
رنګينه کارګر د سيد عمر لور ، چې په ١٣٦٤لمريز کال د باميان ولايت په سيغان ولسوالۍ کې زېږېدلې ده، لوړې زده کړې يې د بلخ پوهنتون په اقتصاد او مالي څانګه کې  کړې  دي او تر دې وړاندې يې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پرمهال د ټاکنو کمېسيون کارکوونکې، په مزار شريف کې د خانه نور خصوصي ښوونځې د مالي امرې او ښوونکې په توګه دنده اجرا کړې. دې مېرمنې د فارياب د اندخوى له يوه اوسېدونکي سره واده کړى .
د اړيکې شمېره  : 0796725248
 ٥٠-فتح الله قيصاري:
د فارياب د خلکو استازى- - رايې: ٧٢٢١
 فتح الله د حاجي عبدالمطلب زوى، چې  په ١٣٤٧ لمريز کال د قيصار په جګدليک کلي کې  يې نړۍ ته سترګې غړولې دي ، په ديني مدرسو کې يې روزنه ليدلې، د جهاد پرمهال سرګروپ و او وروسته يې د ډاکټر نجيب الله دحکومت له پرځېدو د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو د ملي اسلامي جنبش له مهمو قوماندانو څخه و او وروسته بيا تر ١٣٨٣ لمريز کال پورې د  ٢٠٠ فرقې قوماندان و. ده د ولسي جرګې په ١٥مه دوره کې هم غړيتوب درلود او اوسمهال د وکالت ترڅنګ د ملي جنبش ګوند مرستيال هم دى.
د  اړيکې شمېره : 0799251616
  ٥-فوزيه رووفي:
د فارياب د خلکو استازى-  – رايې : ٢٤٨٠
 فوزيه د عبدالرووف لور ، چې په ١٣٥١ لمريز کال د ميمنې ښار په پنځمه ناحيه کې زېږېدلې او اوسمهال په کابل کې  ژوند کوي. نوموړې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د افغان کوټ د نجونو ښوونځي او ثانوي يې د ميمنې ښار په ستاره شهر لېسه کې پاى ته رسولي او د ليسانس سند يې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى. نوموړې تر دې وړاندې په مزار شريف کې د سلطان غياث الدين لېسې سرښوونکې،  د پروژوي خدماتو لپاره دملګرو ملتونو د UNPOS دفترافسرې، د پې پولې ډاکترانو MSF ساحوي امرې، د ملګرو ملتونو د ملي پيوستون پروګرام کې د ترېنرې، د ماشومانو لپاره د شمال زون لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق UNISEF د ترېنرې، په مزا شريف کې د ملګرو ملتونو مرستندويه سياسي دفتر يوناما UNIMA د ترېنرې او د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې د استازې په توګه دندې اجرا کړې دي.
د اړيکې شمېره  : 0799271507
  ٥٢-انجنيرمحمدهاشم اورتاق:
د فارياب د خلکو استازى-  – رايې: ٧٦١٧
 محمدهاشم د عمرګل زوى، چې په ١٣٣٤ لمريز کال د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په غذاري کلي کې زېږېدلى، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د خواجه سبزپوش په ده نو ښوونځي کې پاى ته رسولي. اروتاق ثانوي زده کړې په ١٣٥٢ لمريز کال د کابل دعالي تخنيک په لېسه کې کړي او د لېسانس سند يې په ١٣٥٩ لمريز کال د کابل پوهنتون  له برېښنا څانګې څخه تر لاسه کړى دى.  شپږ کاله يې د اريانا افغان هوايي شرکت د برېښنا او تخنيک په څانګه کې کار کړى. نوموړي په ١٣٥٩ لمريز په وروستيو کې په ملي امنيت کې دنده واخيسته او د فارياب، غزني، فراه او کابل ملي امنيت رياستونو په بېلابېلو بستونو کې يې کار کړى دى. په ١٣٧٠ لمريز کال بېرته د فارياب ملي امنيت مرستيال شو، خو تردې وړاندې يې د ډاکتر نجيب حکومت له پرځېدو وروسته تر ١٣٦٧ لمريز کال پورې او همدارنګه له ١٣٨١ څخه تر ١٣٨٣ لمريز کال پورې د فارياب ملي امنيت د رييس په توګه دنده اجرا کړې ده. د ملي شورا په ١٥ دوره کې په مشرانو جرګه کې د فارياب خلکو منتخب سناتور و، سياسي مخينه يې له پرچم ګوند سره تړلې ، خو کله چې دجنرال دوستم په مشرۍ دملي جنبش ګوند جوړ شو، نو ددې ګوند له کليدي غړو ګڼل کېده، چې دهمدې ګوند په ملاتړ يې د ولسي جرګې اوسنۍ دورې ته  وکيل په توګه هم لار ومونده ، خو نوموړى وايي،چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې ددې ګوند له غړيتوب څخه  استعفا ورکړې ده.
د اړيکې شمېره  : 0799373148
 ٥٣-ډاکټر نقيب الله فايق:
د فارياب د خلکو استازى-  رايې : ٧٧٢٠
 ډاکټر نقيب الله  د محمد الله زوى، چې په ١٣٥٨ لمريز کال د المار ولسوالۍ په اخند بابا کلي کې زېږېدلى، لومړنۍ ، منځنۍ او ثانوي زده کړې يې په امير علي شيرنوايي ښوونځي کې پاى ته رسولي او په ١٣٨٣ لمريز کال له طب پوهنځي څخه فارغ شوى دى. نوموړي پنځه کاله د  فارياب عامې روغتيا د ډاکټر او يو کال د المار ولسوالۍ د روغتيايي امر په توګه کار او تخصص يې له التراسوند برخې څخه تر لاسه کړى دى. فايق له رسمي دندو سربېره د کل چورتګوى اوونيزې د مدير او د افغانستان ځوانانو جنبش سازمان د فرهنګي مرستيال په توګه دندې اجرا کړي او د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د جنرال دوستم ځانګړى کانديد و،  چې دده په ملاتړ  بريالى شو او اوسمهال د ولسي جرګې د روغتيايي کمېسيون  رييس دى.
د اړيکو شمېرې:٠٧٩٩٨٢٠٢٧٠--- ٠٧٩٩١٠٠٠١٠
 ٥٤-ګل محمد پهلوان:
د فارياب د خلکو استازى-  – رايې : ٧١٢٣
 ګل محمد پهلوان د شمس الدين پهلوان زوى، چې په ١٣٨٤ لمريز کال د شيرن تګاب ولسوالۍ په فيض اباد سيمه کې زېږېدلى او اوسمهال په کابل ښار کې استوګنه لري.  نوموړي پخوا د ميکانيزه لوا  او اردو د قوماندان په توګه دنده اجرا کړې دخپل ورور  او په شمال کې د جنرال دوستم د پياوړي  مرستيال جنرال رسول پهلوان له وژل کېدو وروسته د ٥١١ فرقې او د طالبانو پر وړاندې د شمال متحدې جبهې د بادغيس قوماندان پاتې شوى دى. ځينې نور بيا نوموړى په دې تورنوي، چې د خپل ورور له وژل کېدو وروسته يې د فارياب د هغه مهال پوځي شورا د رييس او والي جنرال عبدالمالک، جنرال روزي او احمد خان سمنګاني په سر  له پاکستان سره معامله کړې او ددې ترڅنګ يې د لوېديځې حوزې جهادي امر او د اوبو او برېښنا پخوانى وزير محمد اسماعيل خان طالبانو ته سپارلى او جنرال دوستم يې د طالبانو په مرسته ترکيې ته شړلى دى. په شمال کې د طالبانو له يوې اونۍ تېرېدو وروسته ددې ډلې پر ضد ولسي پاڅون پيل شو، نو دى هم  اړ شو، چې  د ولس لور ته واوړي او د راوستلو طالبانو پر ضد ودرېږي. وروسته بيا جنرل ملک د مشر او دى د جنبش د مرستيال، د ٧ نمبر قول اردو د قوماندان او د فارياب پوځي شورا رييس په توګه پاتې شو. خو کله چې څلور مياشتې وروسته جنرال دوستم له ترکيې راستون شو، نو ګل محمد پهلوان ترې ترکمنستان ته وتښتېده، خو د طالبانو له پرځېدو وروسته بېرته مزار شريف ته راغى او د مخورو او سپين ږيرو په منځګړيتوب يې له جنرال دوستم سره سوله وکړه، چې بالاخره د دوستم په ملاتړ يې د ولسي جرګې ١٦ مې دورې ته هم لار ومونده، خو نوموړى له دې سره سره اوس هم د جنرال د رقيب په توګه دهغه د سياسي مخالفينو پر لومړۍ ليکه کې ولاړ دى.
د اړيکې شمېره  : 0700500933