فارياب دهېواد له شمالي ولايتونو څخه يو دى، چې له ترکمنستان هېواد سره پوله لري، غرب او خراساني جغرافيه ليکوونکو دا ولايت په  فيرياب- پارياب-بارياب بڼو هم ليکلى دى. په لومړنيو شپږو اسلامي پېړيو کې دا ولايت د خراسان له مشهورو او کرنيزو ولايتونو څخه شمېرل کېده او په څلورمه پېړۍ کې د جوزجان او سره يو ځاى د نعمتونو د ښار او د سوداګريزو کاروانونو لار ګڼل کېده
د فارياب مرکز ميمنه ښار د جغرافيايي موقعيت له مخې د شمالي طول البلد په ٣٥-٣٧ درجو او د ختيځ عرض البلد په ٦٤-٦٦ درجو کې پروت دى.
دا ولايت د کابل شمال ته په ٨١٥ کيلومترۍ کې واقع دى، له شمالي اړخه له ترکمنستان سره پوله لري او په ختيځ او سوېل ختيځ کې له سرپل، په سوېل کې له غور او لوېديځ کې له بادغېس ولايت سره نښتى دى.
فارياب په ختيځ او شمال ختيځ کې له جوزجان ولايت سره جغرافيايي حدود لري او د جوزجان او فارياب ترمنځ تر ټولو اوږد واټن ليلې دښتې( دشت کعب)  جوړ کړى دى.
د تيربند ترکستان د غرونو لړۍ هم د فارياب په سوېل کې له ختيځ نه د لوېديځ په لور غځېدلې او د سمندر له کچې نه له دوو نه تر پنځو زرو مترو پورې اوچتوالى لري، چې وروسته بيا د بادغيس تر مرغاب سيند او د هرات پورې غځېدلي دي.
د افغانستان د سياسي جغرافيې د خپرونو پر بنسټ ، ددې ولايت پراخوالى ٢٧٩٢٢ کيلومتره مربع ښودل شوى او د وګړو شمېر يې په  هرو دوو کيلومترو کې ٦١ تنه ښودل شوى. دهمدې شمېرو له مخې، د فارياب ټولييز نفوس له يوه ميليون او ٧٠٠ زره کسانو څخه زيات اټکل کېږي، خو په رسمي مجلسونو او محافلو کې ددې ولايت نفوس له دوو ميليونو کسانو څخه زيات بلل کېږي.
د فارياب اقليم په ځانګړي ډول پسرلي کې باراني او زيات ورښت لري، خو دا چې د غنمو زيات کښتونه يې درلودل، نو دا ولايت په تېر کې د افغانستان د ګدام په نامه يادېده.
د اوړي ګرمي يې تر ٣٦ درجو  سانتي ګراد پورې رسېږي، د ورښت منځنۍ کچه يې په کلي ډول تر ٧٠٠ ملي مترو اټکل شوې او ځمکه يې د سمندر له کچې ٨٤٤ متره  اوچتوالى لري.
ولسوالۍ :
ميمنه ښار د فارياب ولايت مرکز دى، دا ښار له ٩ ناحيو څخه جوړ شوى او نفوس يې نږدې ٢٠٠ زره  تنه اټکل شوى دى.
د نومونې وجه: دا ښار پخوا د ( يهوديه- نسائيه- السناء او محرقه ) په نومونو هم ياد شوى او په درېيمه هجري پېړۍ کې د نن يهودانو ښار( ميمنه) د فارياب د امارتي ادارې مرکز وو.
د اريانا ښارونه مولف ليکي :((ميمنه ښار په لومړي ځل دهغو اسرائيلو له خوا جوړ شو، چې د بخت النصر له خوا را استول شوي وو، خو وروسته بيا مسلمانانو په نېک فال ونيوه، چې ميمنه يې د نېکمرغۍ ښار په نامه يادوه.))
فارياب، نورې ١٤ ولسوالۍ لري، چې د پشتنونکوټ ،المار، قيصار، خواجه سبزپوش، شيرين تګاب، دولت اباد، بلچراغ، ګرزيوان او لولاش( کوهستان) څخه عبارت دي.
اندخوى هم يوه پراخه ساحه ده، چې د اندخوى، قرمقل، قرغان او خانچارباغ ولسوالۍ په کې شاملې دي.
 غورماچ ولسوالۍ هم په دې ولايت پورې اړه لري، چې د نويو تشکيلاتو له مخې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په فارياب پورې اړونده شوې ده.
 دا ولايت درې نا منظورې شوې ولسوالۍ هم لري، چې اوسمهال د ولسوالۍ په کچه برابرې شوي او له چهلګزي، پند او خواجه موسى څخه عبارت دي.
د فارياب اوسېدونکي له اوزبک، تاجک، پښتون، ترکمن  او ايماق قومونو څخه دي، خو ځينې نور قومونه لکه عرب، هزاره( ميمنه ښار کې)مغل او ناقلين( کوچيان)، چې په دولت اباد، شيرين تګاب، المار، قيصار او پشتونکوټ ولسواليو کې مېشت دي، خو غوڅ اکثريت يې اوزبکان جوړوي. دوديزه ژبه يې ازبکي، دري ، ترکمني او پښتو ده.
فارياب ولايت له ١٤٥٠ زيات کلي لري او د کليو او پراختيا  رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، له کوهستان ولسوالۍ پرته په نورو ولسواليو کې يې ١١٤٠ د ملي پيوستون شوراګانې جوړې شوې دي.
 د اوبو بندونه :
په فارياب ولايت کې څو سربند شته، چې د سرحوض په نامه يادېږي، د پشتونکوټ او ميمنې ښار د اوسېدونکو کرنيزې او د څښاک اوبه له همدې بند نه چمتو کېږي.
د المار ولسوالۍ بند د جوړولو چارې داوبو اوبرېښنا وزارت په ٥٣ ميليون ډالره بوديجه له تېر يوه کال راهيسې پيل شوى او دڅلورو نورو اوبيزو بندونو سروې هم بشپړه شوې ده.
د قيصار، گرزيون، پلچرغ، خواجه سبزپوش، شيرين تګاب او دولت اباد ولسواليو اوسېدونکي بيا د چينو او په لوړو غرونو کې د ژمنيو اوبيزو زېرمو څخه په اوړي کې کار اخلي، خو په ګرمۍ کې يې کښتونه له تندې سره مخې وي.
فرهنګ:
فارياب يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې غښتلې فرهنګي او عرفاني مخينه لري، دافغانستان په تاريخ کې ډېر نوماندي شاعران او ليکوال په دې ولايت پورې اړه لري.
د فارياب پخواني  او وروستني ځينې نوماند شاعران او ليکوال دادي: فارياب ظهيرالدين ظهير فاريابي ، پروفيسور غلام محمد ميمنګي( مشهور نقاش او انځورګر) ، محمد يحيى نادم قيصاري ، جنيد الله حاذق ، محوي قيصاري ، منشي علي رضا، سيد زکريا مخلص ميمنګي ، مولوي عبدالغني علمي ، ابوالخير خيري ، نظرمحمد نوا، محمد رحيم شيدا ، سيداحمد بينا، مير محمد امين قربت ، محمد رفيق فطرت ايرګش اوچقون ، کريم نزيهی جلوه ، حامد فاريابي او نور ...
 د فارياب پياوړي او معاصر ليکوال، شاعران او شخصيتونه له: عبدالغفورپويا فاريابي ، اسدالله حبيب ، جنرال محمد عالم رزم ، ډاکټر محمد اعظم دادفر، ډاکټر ثريا دليل، حُسن بانو غضنفر ، هدايت الله هدايت ، ډاکټر نجيب الله لفرايي ، استاد متين اندخويي ، استاد محمد کاظم اميني، سردار محمد رحمن اوغلي ، محمد شاکر کارګر ،محمد رحيم ابراهيم ، ذکرالله ايشانچ ، رضوان قُل تمنا ، سيداحمدشاه دولتي ، محمد عالم کوهکن ، عزيزالله آرال ، استاد محمد عالم « لبيب » شاه رضا منشي زاده ، بهروز خالقي ، سيد حفیظ الله فطرت ، سيد تاج الدين تاشقين بهايي ، نفير فاريابي، نجيب الله حسرت ، رحمت الله رها، کبرا کيوان ، آی سلطان خيري ، ډاکټر صبور نريمان ، عبدالله فوژان ، خداينظر« عابر» حميدالله بوتون حيدري او  عبدالجليل آزرم حنيفي څخه عبارت دي.
په وروستۍ لسيزه کې ځينې فرهنګي بنسټونه او ټولنې هم په دې ولايت کې فعالې شوې، چې کولى شو له دې جملې نه د قلم ادبي ټولنې، موى دوست سلسله، ګوهرشاد بيګم فرهنګي کور( خانه فرهنګي) ، دمدني ټولنې او فرهنګ روڼ اندي، ظهيرفاريابي بنسټ، فارياب مدني بنسټ ، اشيانج، دوستان، جوانان ميهن او نورو ټولنو نومونه واخلو.
د نقاشۍ او انځورکښنې هنر: غلام محمد ميمنګي دنړۍ لومړى پروفيسور دى، چې په ختيځه اسيا کې د افغانستان د رسامۍ او نقاشۍ هنر يو مخکښ افغان هنرمند دى، چې دروانې پېړۍ په دويمه لسيزه کې له فارياب نه کابل ته تبعيد او په همدې ښار کې  ومړ.
عبدالعزيز رووفي يو بل ماهر رسام او نقاش دى، چې د وريجو په يوه دانه يې بسم الله الرحمن الرحيم ليکلي وو، همداسې کاظم اميني، محمد داوود نجفي، استاد محمد صديق حجاز، استاد غلام محمد حجاز، محمد کاظم عرب، محمد هاشم ارام او سليمان اميني هم  ددې ولايت له مشهورو نقاشانو ، انځورګرانو او ميناتورانو څخه دي. خو معاصرې کمپيوټري ټکنالوژۍ دا هنرونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
هنرمندان:
پخواني محلي  سندرغاړي يې خدايقُل اندخويي ، رمضان ايشان، ميرزای لنګ ، شرف ، حيدر ، شيرچوچه ، عبدالاحد سحر ، سبزه گل ، رشیده ژاله  او نور دي چې اوس مړه شوي. خو همراه مستانه ، محمد امين اندخوی، قطب الدين و عبدالاحد شام يې اوسني محلي او  سيد عبدالبصير اميني ،هارون انديشور، ګل احمد، کنيشکا ترکستاني ، ابوبکر احمدي  او محمد کاظم يلغوز  د فارياب اوسني اماتور سندرغاړي دي.
په دې ولايت کې د اطلاعاتو او کولتور د ظهير فاريابي له کتابتون پرته په لسګونو نور کتابتو نه هم په ښوونځيو کې جوړ شوي، چې ګڼ  شمېر مينه وال تر ګټه اخلي.
د نوي حکومت په راتګ سره په کې ګڼ کورسونه او د ښوونکو مرکزونه هم د نارينه او ښځينه زده کوونکو لپاره جوړ شوي دي.
رسنۍ :
ددې ولايت لومړنۍ خپرونه" ستوری" نومېږي، چې په ١٣٢٢ لمريز کال په فارياب کې د لومړي ځل لپاره چاپ شوه او هره اونۍ به د اطلاعاتو او کولتور رياست له لوري خپرېده.
د طالبانو د حکومت له پرځېدو سره سم په دې ولايت کې د صدای ملت ، صدای قلم ، حقيقت ، کورش ، ايشانج ، ميمنه ، کوزګو، آق يول ، کل چرتګوی ، آيدين ، فصلنامۀ اندخوی رستگاران، آزادگان، جوانان، اولکه یشیل یپراغ ( جنبش) ، آرمان مجاهد ( جمعيت) او ندای ملت ( ولايتي شورا) خپرې شوې، چې ډېرې يې په  دې ولايت کې د چاپ او مالي امکاناتو د نه شتون له امله د مياشتنيو او مهالينو په بڼه د مزار شريف او کابل په مطبعو کې خپرېږي.
په ميمنه ښار او خواجه سبزپوش، شيرين تګاب، دولت اباد ا اندخوى کې هم د سيټي کېبل په مرسته له ٦٠ زيات کورني او بهرني تلويزيوني چينلونه هم ليدل کېږي.
تاريخي ابدات:
 په فارياب ولايت کې ګڼ  شمېر تاريخي زيارتونه شته، چې له دې ډلې د امام صاحب، شاهمردان( د حضرت علي رض د قدم اېښودلو ځاى)، خواجه عزيزان( اصحاب کهف)، لقمان حکيم مزار(لقمان باعورا)، د خواجه اسحاق، خواجه ګلګون ولي ‎، خواجه هشتمين قل ، خواجه احمد يسوى او د غايب اوليا مزارونه، چې خلک ورته زيات عقيدت لري، کله يې چې خلک خاورې په خپلو ماشومانو وموښي، نو قبضيت يې لرې کېږي، همدارنګه دخواجه بلچراغ زيارت هم په ميمنې ښار کې دى.
 شفا ورکوونکې چينې :
په بلچراغ ولسوالۍ کې د ګرګ اب په نامه يوه چينه شته، چې خلک پرې د لېوه خوړلي څاروي وينځي او زر ښه کېږي، همدارنګه د قيصار په چهلګزي کې يوه ګرمه چينه هم شته ، په تبه او بخار اخته کسان په کې له لمبا وروسته روغتيا مومي.
 په ميمنه کې شته تاريخي اثار او مخروبې:
تپۀ ميسره ،حوض سلطان سنجر ماضى ( جلال الدين اكبر پسرسلطان محمد خوارزمشاه) در قيصار، بند سلطان سنجر ،چې د جلال الدين اكبر د اوړي يا ييلاقي ماڼۍ وه د وروستيو خونړيو جګړو په سبب نړېدلې او تر خاورو لاندې ده.
ددې تر څنګ په تېرو درېيو لسيزو کې بېلابېل تاريخي اثار، ګاڼې او قېمتي توکي ددې ولايت له بېلابېلو ساحو څخه تر لاسه شوي او يا هم قاچاق او پلورل شوي دي.
ددې ترڅنګ د سيف الملوک قبر هم  دميمنې ښار په زړه کې پروت دى، چې ځينې اثار يې لا هم پاتې دي. سيف الملوک د سليمان عليه السلام په وخت کې د يمن يا مصر شهزاده و، چې دهغه ملګرى او وفادار ملګرى پاتى شوى،  د نوموړي د قبر يادونه د ختيح د اسطورو په مشهور او لرغوني کتاب ( زر او يوه شپه ) کې هم شوې ده.
پوهنه :
په فارياب ولايت کې ٥٠٤ ښوونځي شته، چې١٢١ يې لېسې او پاتې نور يې لومړني او منځني ښوونځي دي، چې د ١٨٠ زره نجونو په ګډون په کې له ٤٠٠ زرو زيات زده کوونکي زده کړې کوي، چې تدريسي چارې يې د ٧٧٠٠ زده کوونکو له خوا تر سره کېږي.
د ښوونځيو له دې ډلې يواځې ٢٦١ ښوونځي ودانۍ لري، چې له دې ډلې يې د ٢٣ نورو ودانۍ د جوړېدو په حال کې دي، خو ٢١٩ ښوونځي يې په خېمو او کرايي کورونو کې فعاليت لري.
ددې ترڅنګ په فارياب کې ٢٩ مدرسې او دارالحفاظونه، ٦ تخنيکي او مسلکي لېسې او د ښوونکو روزنې ٨ مرکزونه هم فعاليت لري.
پوهنتون :
د فارياب د لوړو زده کړو موسسه هم په ٧٥ جريبه دولتي ځمکه کې د درې ميليونه ډالره لګښت سره په ميمنې ښار کې جوړه شوې او په ١٣٩١ لمريز کال يې د پوهنتون کچې ته ارتقا کړې ده.
په دې پوهنتون کې د ٤٥٠٠ کسانو په ګډون، چې ٤٠ سلينه يې نجونې  دي، د ښوونې او روزنې، ادبياتو او بشري علومو، اقتصاد، کرنې، حقوق او شپې پوهنځيو کې زده کړه کوي، چې د استادانو شمېر يې ٨٢ کسانو ته رسېږي.
د درخشان او رشاد په نامه د لوړو زده کړو دوه موسسې، د ايدين، رشاد او فاطمه الزهرا په نوم درې خصوصي لېسې هم  د دولتي تحصيلي او تعليمي موسسو ترڅنګ فعاليت لري.
جوماتونه :
په دې ولايت کې ٢٣٠٠ جوماتونه هم شته، چې له دې ډلې يې ٤٠٠ جامع جوماتونه دي، په رسمي ديني مدرسو سربېره ٧٢ دارالحفاظونه  په جوماتونو کې په غير رسمي بڼه جوړ شوي ، چې د هېواد بچيان په کې روزل کېږي.
صنعت:
 د افغانستان تر ټولو مشهورې غالۍ په فارياب ولايت کې تولېدېږي ، چې نړيوال نوم يې تر لاسه کړى دى، ددې ولايت د څلورګونوولسواليو ( اندخوى، قرمقل، قرغان او خانچارباغ) ولسواليو ٦٥ سلنه وګړي د خپل ژوند اړتياوې د غاليو له صنعت څخه پوره کوي، خو د خواجه سبزپوش، دولت اباد، شيرين تګاب، بلچراغ او قيصار ولسواليو غالۍ هم بېل نوم لري، چې دعلي خواجه ، مورى او تګاب شيرين په نومونو يادېږي.
ددې ترڅنګ د فارياب ټغر هم مشهور او له ښه ملي او نړيوال مارکېټ او بازار څخه برخمن دي.
 د اقينه مهم ترانزيټي بندر هم په اندخوى ولسوالۍ کې د ورېښمو لارې په اوږد کې د افغانستان او ترکمنستان په ګډه پوله پروت دى، چې هره ورځ ترې په سلګونو ترانزيټي وسايط له ترکمنستان، ايران، ترکيه، عربي متحده اماراتو،اروپا او چين څخه سوداګريز مالونه افغانستان ته راوړل کېږي.
ددې ترڅنګ قرص ګنډنه، خامک ګنډنه، مرۍ ګنډنه ، لنګۍ جوړونه او نور وړين توکي هم په دې ولايت کې جوړېږي، چې که څه هم له سقوط سره مخ دي، خو بيا هم تر يوې کچې ښه بازار لري.
 په فارياب کې د زرګرۍ، حلبي جوړولو، مسګرۍ، اهنګرۍ، ترکاڼۍ او کلالۍ صنعتونه هم لا  دود دي، خو په وروستيو کلونو کې يې بازار سوړ شوى دى.
کرنه:
 فارياب ولايت معتدله هوا لري، چې ٧٠ سلنه اوسېدونکي يې په کرنه بوخت دي او تر ځان اضافه شوي  کرنيز توکي بازار ته هم وړاندې کوي.
ددې ولايت انګور په ځانګړي ډول د قيصار، المار، ميمنې ښار، خواجه سبزپوش او شيرين تګاب انګور له ځانګړي نوم څخه برخمن دي او دکابل په بازارونو او حتى په شمال او نورو ولايتونو کې لوړه بيه لري.
د فارياب خربوزې او هنډوانې هم له ښه خوند او مزې څخه برخمنې دي، چې حتى په ترکمنستان، ازبکستان او پاکستان کې مېشت افغانان يې هم له ځان سره وړي.
 ددې ترڅنګ د فارياب بېلابېلې وچې او تازه مېوې، سبزيجات او غلې دانې هم له ځانګړي نوم او خوند څخه برخمنې دي.
 ګياوې:
  بېلابېلې زيرې، اسپرک ،  شيرين بويه، هينګ،  پودينه،، سپلني، خاکشير، اصل سوس، باديان، بارتنک، بوى مادران ،کاسنى، ګل ګاو زبان ، بنفشۀ کوهي  او ګل بابونه ددې ولايت مشهورې طبي ګياوې دي.
د فارياب اوسېدونکي هر کال له قره قل پوستکو هم ميليونونه افغانۍ  ګټه تر لاسه کوي، ځکه چې ددې پسونو نسل په کې په پرېمانه اندازه پيدا کېږي.
قره قل پسونه، وزې، غواګانې، اوښان، اسونه  خره او کچر يې له مهمو اهلي حيواناتو دي، خو د لېوه، خوګ، ګېدړې، شغال، شکاڼه ، غرڅې، صحرايي موږکانو، موش خرما او سويانو غوندې وحشي ژوي هم ددې ولايت په ناپايه دښتو کې موندل کېږي.
الوتونکي:
چرګان ، مرغابۍ ، زرکان ، کوترې، بودنه، شاهين،  باښه، باز، ګونګ، جولی، ښارو، قمري، کلنګ، موسيچه، مرغۍ، بلبل، ساهره او کارغان ددې ولايت له مهشور الوتونکو څخه دي.
د فارياب خوراکونه:
ازبکي قابلي، لاندي پلو ، ديگي او تندوري ، تکه کباب ، بره کباب ، چوپان کباب، شيرماهي،آش چکه يي اش، قاشقوي اش، پلو اش، کچري قروت، ايشليکي ( په دې خوراک کې کدو سورى کېږي، بيا په کې غوښه، حبوبات او ګڼ مرچ او مساله يو ځاى کېږي، په خمير کې يې نغاړي او تر اور لاندې يې خښوي ) او دوپيازه يې له ښه نوم څخه برخمن دي، ددې ترڅنګ جلبۍ ، کنجد حلوا ، پرورده او   تلخان هم هغه خواږه څيزونه دي، چې په فارياب کې جوړېږي او بيا د ډالۍ په ډول دوستانو ته استول کېږي .
ورزش
اوغلاق يا وزلوبه، پهلواني، غېږ باسنه او نيزه بازي ددې ولايت له مشهورو لوبو دي، خو فوټبال، واليبال، کاراته او نانګفو يې هم له مهمو وزرشونو ګڼل کېږي.
په دې ولايت کې د کرکټ لوبه هم په تازه ډول رواج شوې ، خو  ددې ولايت په ورزشي فدراسيون کې يې لا تر اوسه ځاى نه دى موندلى ، په دې ولايت کې په ټوله کې ١٨ ورزشي فدراسيونونه په بېلابېلو څانګو کې فعال دي.
د شمېرو له مخې ددې ولايت ١٢٠٠ کسه په وزلوبه، زر کسه په فوټبال او زر کسه په کاراته فدراسيونونو کې غريتوب لري، خو په يوه کې هم د نجونو فعاليت نه تر سترګو کېږي.
وزلوبه ددې ولايت يو له پخوانيو او لرغونو لوبو څخه ده، عبدالرحمن باى بچه، کوچى پهلوان، رييس محمد صالح باى، شمس پهلوان، صوفي حکيم پهلوان او عبدالله پهلوان له ١٣٥٧ کال مخکې په فارياب کې د وزلوبې مشهور چاپه اندازان دي.
اوسمهال ددې لوبې ډېرى چاپ اندازان نوي ځوانان دي، چې له دې ډلې کولى شو د ولي پهلوان،محمد صالح، احمد فريد تغاچي، حيات الله قزلقلي، قاسم پهلوان، روزي بلچراغي، محمد امين، حيات الله قيصاري، حيات الله کوهي، قربان کوهي، يار محمد  او گل محمد کوهي نومونه واخلو.
وزلوبه عموما په ميمنه ښار کې په ټولو ملي او رسمي محفلونو کې د يوه دود په ډول تر سره کېږي او په زرګونو کسان په کې له شور او زوږ سره برخه اخلي.
ددې لوبې پهلوانان چې چاپ اندازان يې بولي په ډېره تېزۍ په چابکو او چستو اسونو سورېږي او هر چا چې وزه حلالې دايرې ته واچوله، نو نومره ګټي او له نغدو پيسو پرته نورې ډالۍ هم ورکول کېږي.
په دې لوبه کې د اس ټاکنه عمده رول لري او هر اس چې ډېر هوښيار او چټک وي، نو خپل سپور موخې ته رسوي او ګټونکى اعلانېږي.