د فارياب ولايتي شورا ته ١٥ تنو لاره موندلې، چې له دوى څخه يې ١١ تنه نوي کسان دي.

 
د ولايتي شورا نوي غړي:
١- محمد عارف:
 محمد عارف د عبدالمومن زوى، چې د فارياب مرکز ميمنې ښار په عربخانه کلي کې زېږېدلى. د ښوونځي دوره يې د اميرعلي شېرنوايي په لېسه کې پاى ته رسولې، له هغه وروسته يې لوړې زده کړې پيل کړې او  د انګيسي ژبې د ادبياتو په برخه کې يې د فراغت سند تر لاسه کړ، چې له هغه وروسته يې د سوداګرۍ کسب پيل کړ. د ولايتي شورا دغه نوى غړى خپلواک نوماند دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٢٥١٥٢٢
٢- محمد سميع خيرخواه:
 محمد سميع خيرخواه د محمد ابراهيم زوى، چې په ١٣٦٤ لمريز کال کې په بلچراغ ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. تر دوولسم ټولګي پورې يې د اميرعلي شېرنوايي په ښوونځي او ١٤ ټولګى يې د ښوونکو د روزنې په انسټيټيوټ کې پاى ته رسولى دى. د ولايتي شورا دغه خپلواک نوماند اوسمهال د فارياب پوهنتون د درېيم کال محصل دى.
 د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩١٧٣٨٧٤
٣- صبغت الله سېلاب:
صبغت الله سېلاب مولوي زاده د مولوي عبدالباقي زوى، چې  په ١٣٦٥ کال کې د ګرزيوان ولسوالۍ په غلبيان سيمه کې زېږېدلى. هغه تر لسم ټولګي پورې د خراسان په لېسه او تر څوارلسم ټولګي پورې يې د ابومسلم په مدرسې کې زده کړې کړې دي. دغه خپلواک نوماند له هغه وروسته يو کال د يمبلاق په ښوونځي او څلور کاله يې د ميمنې ښار په عربخانه کې د ښوونکي  په توګه دنده تر سره کړې ده.
 د اړيکې شمېر:  ٠٧٩٩٨١٠٠٢٩
٤-محمد نادر سعيدي
محمد نادر سعيدي د نورالدين زوى ، چې په ١٣٥٣ کال کې د قيصار ولسوالۍ په کوهي کلي کې زېږېدلى دى. د ښوونځي لومړنۍ دوره يې په قيصار ولسوالۍ او تر دوولسم ټولګي پورې يې خپلې زده کړې د بلخ ولايت د مزارشريف د بلخي شهيد په لېسه کې سر ته رسولې دي. اوسمهال د رشاد تحصيلي موسسې د حقوقو او سياسي علومو د درېيم کال محصل دى. سعيدي د دوه کلونو لپاره د قيصار په کوهي ښوونځي کې د ښوونکي او د يوې مودې لپاره يې د (اويک) په موسسه کې د ټولنيز کارکوونکي په توګه او همدرانګه د رشاد تحصيلي موسسې د مدير په توګه دندې تر سره کړې دي. هغه د ملي اسلامي جنبش له پلويانو څخه خپلواک نوماند دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٧٠٤٥٠٦٥
٥- محمد طاهر رحماني:
د ولايتي شورا مرستيال محمد طاهر رحماني د غلام قادر رحماني زوى، چې په ١٣٦٥ کال کې د پښتونکوټ ولسوالۍ په ګليم سيمه کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. تر نهم ټولګي پورې يې د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض سيمه کې زده کړې کړي او په ١٣٨٨ کال کې يې د ميمنې ښار له ابومسلم مدرسې څخه د څوارلسم سند تر لاسه کړى دى. رحماني په ١٣٩٢ کال کې د ولايت مقام د طبيعي پېښو د کارپوه په توګه کار کړى او په ١٣٩٢ کال کې هغه مهال ولايتي شورا ته لاره پيدا کړه چې د ولايتي شورا غړى ډاکټر ابراهيم تينمس د قرغان د ولسوال په توګه په دنده کار پيل کړ. هغه وايي چې د جنرال عبدالرشيد په ملاتړ د افغانستان د ځوانانو د جنبش سازمان غړى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٠٥٢٤٩٤
 
 ٦- اق محمد نوري
 د ولايتي شورا منشي اق محمد نوري د نورالدين زوى، چې په ١٣٥٩ کال کې د فارياب د قرغان ولسوالۍ په کانګر کلي کې زېږېدلى. د ښوونځي دوره يې د قاضي بابه مراد په منځني ښوونځي او تر دوولسم ټولګې پورې يې زده کړې د ابومسلم اندخوى په لېسه کې پاى ته رسولي؛ او ١٤ ټولګي پورې يې د اندخوى په دارالمعلمين کې زده کړې  کړې دي. نوري له ١٣٨١ کال څخه تر ١٣٨٩ کال پورې د ښوونکي، سرښوونکي او د اندخوى د پوهنې رياست د څارونکي غړي په توګه کار کړى دى، له هغه وروسته يې تر ١٣٩٢ کال پورې په کابل کې د برکت خيريه موسسې د مسوول مدير په توګه کار کړى  . له هغه وروسته يې د يوې مودې لپاره د اندخوى ولسوالۍ د مالي مامور په توګه يې دنده تر سره کړې. نوموړى خپلواک نوماند دى، خو د ملي اسلامي جنبش له پلويانو څخه دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٠٨٨٤٩٠
 
٧-عبدالاحد ايلبيک:
عبدالاحد ايلبيک د عبدالجليل زوى ، چې په ١٣٦٤ کال کې د دولت اباد ولسوالۍ په مرکز کې زېږېدلى دى. هغه په ١٣٧٢ کال کې د عبدالرحمن شهيد په لېسه کې شامل او په ١٣٨٤ کال ترې فارغ شو. له لېسې څخه تر فراغت وروسته د اقتصادي ستونزو له امله  يې د شاوخوا درېيو کلونو لپاره په يوې خصوصي موسسه کې دنده تر سره کړه. له هغه وروسته په ١٣٨٨ کال کې د مولانا جلال الدين په پوهنتون کې شامل شو او د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه په اعلى درجه (لومړۍ درجه) فارغ شو.
 د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٠٥٧٩٧٨
 
٨- عبدالوهاب کوهي:
عبداوهاب کوهي د خداى بيردي زوى، چې په ١٣٣٢ کال کې د ميمنې ښار د لومړۍ ناحيې په کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې. دوولسم ټولګى يې د ابوعبيد جوزجاني په لېسه کې پاى ته ورساوه او د څوارلسم سند يې د کابل له پول تخنيک څخه تر لاسه کړى دى. کوهي د ٣٧ کلونو لپاره د فارياب په مستوفيت، د بلخ ولايت په حيرتانو بندر، د ميمنې څانګې د افغانستان بانک او د وروستيو دوولسو کلونو لپاره د ميمنې ښاروالۍ د مرستيال په توګه دنده تر سره کړې ، له دولتي دندو پرته د ميمنې ښار د لومړۍ ناحيې وکيل هم پاتې شوى او ځان په کوم ګوند پورې تړلى نه بولي.
 د اړيکې شمېره: ٠٧٩١٣٨٦٠٣٤
 
٩- عبدالمنان قاطع:
  عبدالمنان قاطع د محمد امين زوى، چې په ١٣٦٩ کال کې د المار ولسوالۍ په چغاتک سيمه کې زېږېدلى. لومړنۍ زده کړې يې په تخار ولايت، منځنى يې په مزارشريف او دوولسم ټولګى يې د امير علي شېرنوايي په لېسه کې پاى ته رسولى دى. له هغه وروسته د افسرۍ شپږ مياشتنۍ روزنيزې دورې کې شامل شو او له ١٣٨٩ کال څخه تر ١٣٩٢ کال پورې د فارياب سرحدي پوليسو په کنډک کې يې د افسر په توګه دنده تر سره کړه. قاطع د جمعيت اسلامي غړى دى او د ولايتي شورا په ټاکنو کې د جمعيت له لوري يې ملاتړ کېده.
 د اړيکې شمېره: ۰٧٩٠٨٨٨٦٤٤
١٠- انجنير محمد روزي:
 انجنير محمد روزي د عبدالنعيم زوى، چې په ١٣٤٣ کال کې د خانچارباغ ولسوالۍ په عرب شاه بالا سيمه کې نړۍ ته سترګې غړولي. لومړنۍ زده کړې يې د خانچارباغ په لومړني ښوونځي او دوولسم ټولګى يې د اندخوى په ابومسلم ولسوالۍ کې پاى ته رسولى له هغه وروسته يې د کابل پول تخنيک ودانيز پوهنځي ته لاره پيدا کړې او له هغه ځايه يې د فراغت سند تر لاسه کړى دى. هغه د تحصيلاتو د دورې له پاى ته رسولو سره سم د ښوونکي، د پوهنې د څارونکي غړي، د اندخوى د پوهنې د مدير، د خانچارباغ د پوهنې مدير، د قرمقُل د پوهنې مدير او له هغه وروسته د خانچارباغ د پوهنې د مدير په توګه دندې تر سره کړې دي، انجنير روزي د ولايتي شورا په تېرو ټاکنو کې د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند نوماند و.
 د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٦٤٣٠٦٥
١١- فريبا توراني:
فريبا توراني د محمد بهرام رويا لور، چې د پښتونکوټ ولسوالۍ په اونچه ارلات سيمه کې په يوه روښنفکره کورنۍ کې ږېږېدلې. هغې تر دوولسم ټولګي پورې خپلې زده کړې د ميمنې ښار په ستاره شهر لېسې کې پاى ته رسولي او د څوارلسم سند يې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې له رشاد تحصيلي موسسې څخه تر لاسه کړى دى. توراني د درېيو کلونو لپاره د ښوونکې، د څلورو کلونو لپاره د اکتيد موسسې د ملي يووالي د ټولنيزو پروګرامونو د برخې د مسوولې او يو کال يې د انټرساس په موسسه کې کار کړى دى. توراني ولايتي شورا ته د ملي اسلامي جنبش نومانده غړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٧٧١٥٠٩٠
د ولايتي شورا پخواني غړي چې دغې شورا ته يې بيا لاره موندې
١٢- رحمت الله ترکستاني:
رحمت الله ترکستاني د عبدالمجيد زوى ، چې په ١٣٦٤ کال کې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په غذاري سيمه کې زېږېدلى دى. هغه تر دوولسم ټولګي پورې د ميمنې ښار د خراسان په عالي لېسه کې، تر څوارلسم ټولګي پورې يې د رشاد تحصيلي موسسې په اقتصاد او سوداګرۍ برخه کې زده کړې وکړې او اوسمهال د رشاد تحصيلي موسسې د حقوقو او سياسي علوم د درېيم کال محصل دى. ترکستاني چې په تېره دوره کې هم د پنځو کلونو لپاره د ولايتي شورا مشر پاتې شوى، په تېرو پنځه ويشتو کلونو کې د سرګروپ، د کنډک او لوا د قوماندان او د ملي جنبش پورې د اړوندې ٢٠٠ فرقې د رييس ارکان  په توګه دندې تر سره کړې دي. د مجاهدينو د حکومت پر مهال د حرکت اسلامي غړى او اوسمهال د اسلامي جنبش غړى او په فارياب کې جنرال عبدالرشيد دوستم ته نږدې او بانفوذه شخص  دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٢٥١٧١٧
١٣- سيد عبدالباقي هاشمي:
د ولايتي شورا مشر سيد عبدالباقي هاشمي د سيد مصايب زوى، چې په ١٣٤٥ کال کې د قيصار ولسوالۍ په سراسياب کلي کې زېږېدلى. هغه تر دوولسم ټولګي پورې د نادم قيصاري په لېسه کې زده کړې  کړي او اوسمهال د رشاد موسسې د حقوقو او سياسي علومو د درېيم کال محصل دى. هاشمي په تېره دوره کې د ولايتي شورا منشي و، هغه د ملي اسلامي جنبش له غړو څخه  شمېرل کېږي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٢٥١٨١٨
١٤- رحيمه بيهقي:
رحيمه بيهقې د ميرزا عبدالرحمن لور، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې د ميمنې ښار په ده سيدان کلي کې زېږېدلې . اوسمهال د ميمنې ښار په نهمه ناحيه کې ژوند کوي. د ليسانس تر کچې پورې يې د ادبياتو په پوهنځي کې زده کړې کړي او د يوې مودې لپاره يې په ښوونځيو کې د ښوونکې په توګه کار کړى دى. بيهقي په تېره دوره کې هم د ولايتي شورا غړې وه او له بينوايانو څخه د ملاتړ په نوم د يوه بنسټ مسووله هم ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٤١٦١٧١٥
١٥-  انيسه ته ينچ:
 انيسه ته ينچ د استا چاري لور، چې په ١٣٥٩ کال کې په اندخوى ښار کې زېږېدلې ده. تر څوارلسم ټولګي پورې يې د بيالوژي په برخه کې زده کړې  کړي او د يوې مودې لپاره يې د اندخوى ولسوالۍ په ښوونځيو کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړې ده. ته ينج چې په تېروه دوره کې هم د ولايتي شورا غړې وه؛ د افغانستان د ملي اسلامي جنبش غړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٧٠٤٣٢٦٢