١-ملي تلويزيون :
فارياب ملي تلويزيون خپلې خپرونې په ١٣٦٧کال په 210.25  فريکونسي  او ١٠چينل پيل کړې ، په سر کې يې خپرونې په ميمنې ښار او ورڅېرمه سيمو کې اورېدل کېدې، خو د ډاکټر نجيب الله حکومت له سقوط وروسته د ١٣٧٠ لسيزې په پيل کې يې لېږدونکي دستګاه د ملي جنبش مرستيال جنرال رسول پهلوان له خوا دميمنې ښار ختيځ ته يوې لوړې غونډۍ ته ولېږدول شوه ، چې په ښار سربېره يې خواجه سبزپوش، پشتونکوټ، شيرين تګاب، دولت آباد او المار ته هم خپرونې وغځېدې. دا تلويزيون دوه کاله وړاندې په فارياب کې مېشتو ځانګړو امريکايي ځواکونو له خوا په دوه سوه زره امريکايي ډالره لګښت له سره سمبال شو او اوسمهال د يو کيلوواټه دستګاه په درلودلو تر اندخوۍ ولسوالۍ پورې سل کيلومتره ساحه تر خپرنيز پوښښ لاندې راولي . ددې تلويزيون رييس محمد افضل اميد دى او هره ورځ دوه ساعته( د سهار له اوو تر اتو او د شپې له ٩ تر ١٠ پورې) سيمه ييزې خپرونې لري.
د اړيکې شمېره  : 0799250662
برېښناليک  : [email protected]  
 
 ٢-ملي راډيو:
ملي راډيو ددې ولايت يواځينۍ غږيزه رسنۍ ده، چې خپلې خپرونې يې په ١٣٦٥ لمريز کال په ميمنې ښار کې په منځنۍ څپه پيل کړې او هره ورځ څلور ساعته خپرونې لري (دسهار له ٦ تر ٨ او د مازديګر له ٤ تر ٦ خپرونې لري.) خپرونې يې په ميمنې ښار سربېره په اړوند ساحو کې هم تر ٦٠ کيلومترۍ پورې اورېدل کېږي . دا راډيو دوه کاله وړاندې په فارياب کې دمېشتو امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا سمبال شوه او اوسمهال په ( 104.3لو87.5 FM )څپه خپرونې لري. ددې راډيو رياست د محمد افضل اميد پر غاړه دى.
د اړيکې شمېره  : 0799250662
برېښناليک :  [email protected]
٣-تمنا راډيو :
 
 تمنا هم دفارياب له خصوصي راډيوګانو څخه ده، چې په ١٣٨٨ لمريز کال د عبدالغفار ريعان له خوا تاسيس شوې، په ميمنې ښار کې ١٢ ساعته خپرونې لري، چې شپږ ساعته يې له سلام وطندار، بيان راډيو او بي بي سي راډيو څخه اخيستل کېږي او تر ٣٠ کيلومترۍ پورې کار کوي. د خپرونو په پيل کې يې ١٧ ساعته خپرونې او ٢٠ کارکوونکي درلودل ، خو اوسمهال يواځې پنځه افتخاري کارکوونکي لري، خو هره اونۍ او مياشت يې کارکوونکي بدلون مومي . مسوول مدير يې عبدالستار خواجه زاده دى.
 
داړيکې شمېره :0790181837
برېښناليک  : tamanna_radio@ yhoo.com
 
٤-صحت راډيو :
دا راډيو په ١٣٩٠ لمريز کال د ناروې شاهي هېواد په ٨٠ زره امريکايي ډالره مرسته د اکتيد موسسې له خوا ددې ولايت د عامې روغتيا رياست په چوکاټ کې خپلې خپرونې په ٨٨،١ اف ايم پيل کړي ، هره ورځ اته ساعته خپرونې لري او تر ٣٠ کيلومتره ساحې پورې اورېدل کېږي . که څه هم ددې راډيو خپرنيزه موخه يواځې روغتيا ده، خو تر اوسه په کې سندريزې خپرونې او ددې موسسې فعاليتونه خپرېږي. ددې راډيو مسوول مدير عبدالناصر مواج دى او شپږ کسه کار کوونکي لري.
داړيکې شمېره : 0799686269
برېښناليک  :[email protected]   
 
 ٥-ميمنه راډيو:
دا هم د فارياب له فعالو رسنيو څخه ده، چې دخلکوپه مالي مرسته د مدني ټولنو شبکې له لوري په ١٣٩١ کال تاسيس شوې، په ازبکي ژبه ١٦ ساعته خپرونې لري او د پوښښ ساحه يې د فارياب اړوندو ساحو تر ٣٠ کيلومترۍ پورې ده .
ددې راډيو مالي لګښتونه د اعانې او سوداګريزو اعلانونو له لارې  تمويلېږي، شفيع بيګ اوغلي يې مسوول مدير دى او ١٣ کسان په کې کار کوي، چې پنځه يې تنخوا اخلي .
د اړيکې شمېره : 0794156848
 
٦-ترکستان راډيو:
دا هم په اندخوى ولسوالۍ کې ددې ولايت له فعالو رسنيو څخه ده، چې  په ١٣٩٠ لمريز کال په ولسي جرګې کې د فارياب د استازي   بشير احمد ته ينج له خوا تاسيس شوې او په ٢٤ ساعتونو کې په ٨٨،٩ څپه ١٨ ساعته خپرونې لري ، چې په اوزبکي او ترکمني ژبو وي . ددې راډيو د کارکوونکو شمېر ١٦ تنه دى،چې له دې ډلې يې لس تنه په افتخاري ډول کار کوي ، پنځه تنه کارکوونکي يې ښځي دي،چې  په دې حساب  د فارياب د نورو راډيوګانو په پرتله د جندر له اړخه متفاوته ده. ددې راډيو د خپرونو مسولو زلمى عزيزي دى.
 
د اړيکې شمېره : 0780376187
برېښناليک  : [email protected]
 
 ٧-شيرين تګاب راډيو:
شيرين تګاب راډيو په ١٣٩٠ لمريز کال په ولسي جرګه کې د فارياب د استازي  ګل محمد پهلوان له خوا تاسيس شوې او خپلې امتحاني خپرونې يې په ٨٩،٣ اف ام څپه پيل کړې دي. ياده  راډيو ١٨ ساعته خپرونې لري، چې په شيرين تکاب ولسوالۍ سربېره په دولت اباد ولسوالۍ کې هم خپرېږي، مسوول  مدير يې محمدابراهيم دى، چې شپږ کار کوونکي لري او اکثره وخت يواځې سندرې خپروي .
د اړيکې شمېره : 0780809070
 ٨-ګوربت راډيو :
دې راډيو خپلې خپرونې په ١٣٨٩ لمريز کال د کوار په نامه موسسې او د ناروې شاهي هېواد په مالي مرسته په ميمنې ښار کې د قطب الدين کوهي په مسووليت پيل کړې. دا راډيو هره ورځ ١٨ ساعته خپرونې لري ، چې ٤ ساعته يې دکابل له سټډيو او پاتې يې خپله ميمنه کې چمتو کېږي . دا راډيو ١٢ ښځينه او نارينه کارکوونکي لري، چې پنځه يې د تنخوا او پاتې نور يې په افتخاري ډول کار کوي ، خو کله چې د کوار موسسې دوه انجنيران  د وسله والو طالبانو له خوا برمته او په ١٣٩٠ لمريز کال په لوى اختر کې ووژل شول، نو ددې راډيو خپرونې هم په ١٣٩١ لمريز کال بندې او فعاليت يې ورسره بند شو.
د اړيکې شمېره  : 0799455006
برېښناليک  : [email protected]
 ٩-ممتاز راډيو :
دا راډيو هم په تازه ډول د امين الله په نامه د يوه ځوان له خوا تاسيس شوې او تمه ده، چې دهغه په مالي لګښت به خپلې خپرونې ژر پيل کړي .
د اړيکې شمېره  : 0790957060
 
١٠-قوياش راډيو:
 
قوياش په دې ولايت کې د ښځو لپاره لومړنۍ راډيو ده، چې خپلې خپرونې يې په ٨٩ ايف څپه د امتکس موسسې له خوا د کاناډا په مرسته  په ميمنې  ښار کې پيل کړې، د څلور کلونو لپاره ددې راډيو چارې ښځو سمبالولې، خو په هرو شپږو مياشتو کې يې دوره يي مشران  ټاکل کېدل، خو کله يې چې  مسووليت د روڼا شېرزۍ په نامه مېرمنې ته ورسېد، نو د راډيو امتياز د خپل ځان په نوم کړ، دې کار يې د مدني ټولنو غبرګونونه را وپارول، خو ويل کېدل، چې مېرمن شېرزۍ په مرکز کې د ځينو لوړ پوړو دولتي چارواکيو له ملاتړ څخه برخمنه ده ، د مدني ټولنې هڅې بې پايلې وې او د څه مودې لپاره د راډيو خپرونې ودرېدې، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې دې راډيو بېرته خپرونې پيل کړې هره ورځ ١٢ ساعته بېلابېلې خپرونې لري.قوياش ايف ايم خپرونې د پنځو ځوانو زده کوونکو له خوا سمبالېږي، چې په افتخاري ډول کار کوي ، ددې ترڅنګ  اريانا سيمه ييزه راډيو  په ٩٣،٥  او بي بي سي ٩٢،١ ايف ايف  هم په ميمنې ښار کې ٢٤ ساعته خپرونې لري.
 
د اړيکې شمېره : 0799250612
برېښناليک  : [email protected]
 
 ١١-صداى قلم مياشتنۍ :
صداى قلم خپلواکه خپرونه هم ددې ولايت له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ١٣٨٣ لمريز کال د محمد اسلام ګذار له خوا تاسيس شوې او د فارياب په ادبي او فرهنګي ټولنې پورې اړه لري. صداى قلم د ١٠٠٠ ټوکشمېر په درلودلو سره له فارياب پرته په بلخ او جوزجان ولايتونو کې هم وېشل کېږي، مالي امکانات يې د امتياز خاوند له شخصي بوديجې څخه تمويلېږي او د کارکوونکو شمېر يې پنځه تن دى.
د اړيکې شمېره  : 0799455733
 ١٢-صداى ملت پنځلس ورځنۍ:
دا خپلواکه خپرونه هم دفارياب له فعالو چاپي رسنيو څخه ده، چې په ١٣٨٤ لمريز کال د قطب الدين کوهي له خوا تاسيس شوې او د ١٥٠٠ ټوکشمېر په درلودلو سره له فارياب پرته په جوزجان او بلخ ولايتونو کې هم وېشل کېږي . ددې خپرونې مالي امکانات د امتياز خاوند د شخصي بوديجې څخه تمويلېږي او پنځه کارکوونکي لري.
د اړيکو شمېره  : 0799455006
برېښناليک  :[email protected]
  
١٣-ميمنه مهالنۍ :
ميمنه خپلواکه خپرونه هم د فارياب له فعالو چاپي خپرونو څخه ده، چې په ١٣٨٥ لمريز کال د استاد محمد کاظم اميني له خوا تاسيس شوې او د ١٠٠٠ ټوکشمېر په درلودلو سره د امتياز خاوند په مالي لګښت چاپېږي. ددې خپرونې د کارکوونکو شمېر څلور تنه دى.
د اړيکې شمېره  :   0799124492
برېښناليک : Kazim amini@ gmail.com  
 
 ١٤-ايشانچ مياشتنۍ :
دا خپرونه هم د فارياب له فعالو چاپي رسنيو ده، چې د ځوانانو له خوا په ١٣٨٦ لمريز کلا تاسيس شوې او د ١٥٠٠ ټوکشمېر په درلودلو سره د فارياب ولايت په کچه وېشل کېږي، اوه کارکوونکي لري او مالي امکانات يې له شمول حق او ګډون څخه لاس ته راځي.
 
د اړيکې شمېره :  0799173899
برېښناليک : [email protected]
 
 ١٥-فارياب اونيزه:
دې خپرونې خپل فعاليت په ١٣٢٢ لمريز کال د ستوري په نامه د ورځپاني په بڼه د اطلاعاتو او کولتور رياست په چوکاټ کې پيل کړى، اوسمهال ٨٠٠ ټوکشمېر لري او مالي چارې يې د شمول حق او بېلابېلو دولتي ارګانونو له خوا تمويلېږي.
د اړيکې شمېره  : 0799274656
 ١٦-رستګاران مياشتنۍ :
دا هم د فارياب له فعالو چاپي خپرونو څخه ده، چې د شاه رضا منشي زاده له خوا په ١٣٨٥ لمريز کال تاسيس شوې او ټوکشمېر يې ١٠٠٠ ټوکه ده. دا خپرونه پنځه کارکوونکي لري او مالي لګښت يې د خپرونې د امتياز خاوند له خوا ورکول کېږي .
د اړيکې شمېره  : 0799293534
 ١٧-راه ازاده ګان مياشتنۍ :
دا چاپي خپرونه هم د فارياب له نيمه فعالو خپرونو څخه ده، چې په ١٣٨٧لمريزکال د غلام جيلاني کوهستاني له خوا تاسيس شوې ده، په مسلسل ډول د ٥٠٠ ټوکو په شمېر خپرېده، خو اوسمهال د مالي امکاناتو د نه شتون له امله د مهالنۍ په بڼه چاپېږي او درې کارکوونکي لري.
د اړيکې شمېره  : 0702882387
 
١٨-کورش مياشتنۍ :
کورش خپلواکه مياشتنۍ هم ددې ولايت له چاپي خپرونو څخه ده،  چې په  ١٣٨٥ لمريز کال د انجنير محمد رسول اورتاق له خوا تاسيس شوې، په دې خپرونه کې ١٢ ځوانان او محصلين کار کوي،  چې ټوکشمير يې ١٠٠٠ ګڼې دى، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې بنده ده.
 
د اړيکې شمېره  : 0799271251
برېښناليک :[email protected]
 
١٩-قرش مياشتنۍ :
دا خپرونه په ١٣٩٠ لمريز کال د عبدالحى له خوا تاسيس شوې ، خو تر کال خپرونو وروسته د ځينو مقالو د خپرونو د ستونزو له امله د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او څارنوالۍ له خوا بنده شوه . دې خپرونې اوه کارکوونکي درلودل.
 
د اړيکې شمېره  : 0799622818
برېښناليک : [email protected]
 
٢٠-حقيقت مياشتنۍ :
دا خپرونه په ١٣٨٥ لمريز کال د عبدالمحمد شايق وصال فاريابي له خوا پيل شوې، چې د نوموړي مېرمن فاطمه شايق وصال يې د مرستيالې او دوه لوڼې او زامن يې د ليکوالو او خبريالانو په توګه کار کوي، خو دا چې د امتياز خاوند يې له يوه کال راهيسې په کابل کې د شهيدانو او معلولينو په يوه ارګان کې په کابل کې دنده اخيستې، نو ددې خپرونې فعاليت هم په فارياب کې بند شوى دى.
د اړيکې شمېره  : 0799109418
 ٢١-کل چرتګوى:
د فارياب  دې مهالنۍ طنزي خپرونې خپل فعاليت په ١٣٨٦ لمريز کال پيل کړى، دامتياز خاوند يې ډاکټر نقيب الله فايق دى. که څه هم دا خپرونه ظاهرا خپلواکه ښکاري، خو د ملي جنبش ګوند د ځوانانو له خوا اداره کېده،د دولت په اړه يې انتقادي مضامين خپرول، لګښت يې د شمول حق او پلور نه تر لاسه کوي او د ٩ کارکوونکي په مټ په هره مياشت کې د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر چاپېده، خو کله چې نقيب الله فايق ولسي جرګې ته بريالى شو، نو خپرونې يې بندې شوې .
د اړيکې شمېره  : 0799820270
 ٢٢-افتخار ملي مياشتنۍ:
دې خپرونې خپل فعاليت په ١٣٨٦ لمريز کال د دې ولايت د ملي امنيت پخواني رييس ډاکټر سيداحمد سادات له خوا پيل کړى، چې تر ډېره دجمعيت اسلامي ګوند موخو ته انعکاس ورکوي او ټوکشمېر يې ١٠٠٠ دى. کله چې ډاکټر سادات د ١٣٩٠ لمريز کال د تلې مياشتې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو، نو ددې مياشتنۍ خپرونې هم ځنډنۍ شوې دي.
٢٣-يشيل يپراغ مهالنۍ:
دا خپرونه په ١٣٨٧ لمريز کال په اندخوى ولسوالۍ کې د ولايتي شورا د اوسني غړي بشيراحمد ته ينج له خوا پيل شوه ، چې د جنبش ګوند د ولسوالۍ شورا له لوري د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر په ازبکي ژبه خپرېږي.
د اړيکې شمېره  : 0799124412
 
٢٤-نداى ملت مهالنۍ:
دا مهالنۍ د فارياب ولايتي شورا له لوري خپرېږي، چې خپلې خپرونې يې په ١٣٨٩ لمريز کال پيل کړې او ټوکشمېر يې ١٠٠٠ ګڼې دى،چې تر ډېره د ولايتي شورا فعاليتونه را نغاړي.
٢٥-ارمان مجاهد مهالنۍ:
ارمان ملي د جمعيت اسلامي ګوند د ولايتي شورا خپرنيز ارګان دى، چې په ١٣٨٩ لمريز کال يې خپلې خپرونې پيل کړي اوټوکشمېر يې ١٠٠٠ ګڼې دى.
د اړيکې شمېره  : 0799198350
برېښناليک  : [email protected]
 
د ويلو ده، چې د کوزګو، اولکه  او اواى ما خپرونې په جنبش يا په جنبش او ددې ګوند په مينه والو پورې اړه لري، همدارنګه د ميلاد نور او پيام سعادت خپرونې دجمعيت په پلويانو پورې اړوندې دي، چې په فارياب کې خپرونې لري، خو فعاليت يې له څه مودې و