3 more northern districts fall to resurgent Taliban fighters

پلخمري (پژواک، ٩ تله ٩٤): ځايي اوسېدونکي وايي چې د بغلان ولايت تاله و برفک ولسوالي  او د کندوز قلعه زال ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د خيرالله په نوم يوه سيمه ييز مخور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ولسوالي تېره شپه ١١ بجې د دولت له ولکې وتلې، امنيه قوماندان او سرتېري يې د سمنګان ولايت د روى دواب ولسوالۍ ملک درې ته پر شا شوي دي.
هغه وايي چې طالبانو په ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شوي او ملکي مامورين بېلابېلو سيمو وتلي دي.
دې پخواني جهادي قوماندان زياته کړه: ((خپله د بغلان دوشي ولسوالۍ شتر ځنګل سيمې ته راغلى يم، خو طالبانو لاره تړلې وه او اوس( نن سهار) د سالنګ اشرف درې خواته ځم.))
طالبانو پژواک ته په يوه استول شوي برېښناليک کې ويلي چې تېره شپه يې تاله او برفک ولسوالي نيولې، د ولسوالۍ په ودانۍ کې پنځه رېنجر موټر، دوه ټانکونه او وسلې تر لاسه کړې او امنيتي ځواکونه تښتېدلي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د نښتو په ترڅ کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه څرګنده نه ده.
د بغلان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د ولايتي شورا مرستيال فيروزالدين ايماق د طالبانو له خوا د تاله و برفک نيولو د پخلي تر څنګ پر دولت نيوکه وکړه چې دولتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د دفاع لپاره چمتووالى نه درلود.
هغه زياته کړه چې دولتي ځواکونه بايد ويښ واى او د طالبانو پر وړاندې يې مقاومت کړى واى، خو ولسوالي يې له څه مقاومت پرته پرېيښې چې دا کار يې د پوښتنې وړ دى.
ايماق وويل: ((د تاله و برفک له لاسه وتل به د بغلان ولايت پر نورو ولسواليو هم منفي اغېز ولري.))
د کندوز ولايت د قلعه زال ولسوالۍ مرکز هم د دولت له ولکې وتلى دى.
د عبدالشکور په نامه يوه سيمه ييز مخور پژواک ته وويل چې تېره شپه د کلا زال اق تپه سيمه چې د ولسوالۍ او د امنيې قوماندانۍ ودانۍ او نورو دولتي تاسيسات په کې دي، د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
هغه وايي چې دولتي ځواکونه د ابدان دښتې او شېرخان بندر په لور شا ته شوي دي.
طالبانو تېره مياشت د اق تپې ها خوا  هم چې ګڼې سيمې را نغاړې،  له دولت نه نيولې وه.
د ويلو وړ ده چې وسله والو طالبانو تېره شپه د تخار ولايت خواجه غار ولسوالي او له کندوز ښار نه تر وتلو وروسته د کندوز د امام صاحب ولسوالي هم نيولې ده.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.