Add new comment

هزاران شاگرد به علت مسدودى مکاتب در نيمروز از تعليم بازمانده اند

زرنج (پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): د نيمروز ولايتي شورا مشر وايي، چې سږ کال دې ولايت کې ٢٠ ښوونځي تړلي دي او وسله والو مخالفينو دوو ښوونځيو ته اور اچولى ، چې دې وضعيت پوهنې ته زيان اړولى دى.
 په نيمروز کې د ١٨ زرو نجونو په ګډون، څه باندې ٨٥ زره زده کوونکي په ١٤٠ ښوونځيو کې په زده کړوو بوخت دي.
د نيمروز چارواکي وايي،چې د نيمروز خلک د پوهې لارويان او فرهنګپال دي او نه غواړي چې اولادونه يې نالوستي وي، غواړي چې هلکان او نجونه يې ښوونځي ته ولاړ شي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.
خو هغوى د پوهنې په وړاندې ناامني تر ټولو ستره ننګونه بولي او د بشپړ امنيت ټينګښت د پوهنې وضعيت لپاره اغيزناک بولي.
د نيمروز ولايتي شورا مشر محمد صديق چخانسوري وويل، چې روان کال ټولټال ١٢٠ ښوونځي دې ولايت کې تړلي وو، چې يو شمېر يې طالبانو تړلي او پاتې نور يې په سيمه کې د ناامنيو او لږو زده کوونکو له کبله تړلي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډيرى دا ښوونځي د چهاربرجک،خاشرود او دلارام ولسواليو مرکزي سيمو کې تړل شوي دي.
 د ولايتي شورا مشر د معلوماتو له مخې، هر ښوونځي شاوخوا دوه سوه زده کوونکي درلودل چې ددې محاسبې له مخې څلور زره زده کوونکي له لوست او تعليم څخه بې برخې شوي دي.
چخانسوري وويل: " د ښوونځيو تړل، د پوهنې بهير زيانمن کړى او بايد دا ښوونځي پرانيستل شي."
د هغه په وينا، د خاشرود په ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري دوه ښوونځي سوځول شوي دي.
 دخاشرود ولسوال محمدهاشم نوروزي وويل، چې دې ولسوالۍ کې يواځې درې ښوونځي فعال دي چې هغه هم د سيمې سپين ږيرو له لوري اداره کېږي او په نورو سيمو کې طالبان زده کوونکو ته د تدريس اجازه نه ورکوي.
هغه زياته کړه، چې ښايي په دې دريو ښوونځيو کې شاوخوا ٨٠٠ زده کوونکي درس ولولي.
خو د نيمروز د پوهنې مشر عبدالواحد حکمت وويل،چې سږکال هيڅ ښوونځى نه دى تړل شوى او له ١٤ کلونو راهيسې د ګوتو په شمېر ښوونځي په خاشرود،چهاربرجک او دلارام ولسواليو کې تړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ناامني، وچکالي، وزګارتيا او ايران ته د سيمې اوسيدوونکو تګ، د ښوونکو او زده کوونکو ښوونځيو ته نه تګ  هغه لاملونه دي، چې دا ښوونځي غيرفعال پاتې دي.
 حکمت زياته کړه، درې ښوونځي چې شاوخوا ٦٠٠ زده کوونکي لري، په دلارام ولسوالۍ کې له تېر کال راهيسې د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې تړل شوي، خو دا ښوونځي به ډېر ژر پرانېستل شي او ښوونيز نصاب ته به شامل شي.
د پوهنې مشر وويل:((کوښښ کوو چې دا ښوونځى د ځايي مشرانو په مرسته پرانېزو، څو د هېواد بچيان له زده کړې او تعليم محروم نه شي.))
نيمروز د هېواد له تودو ولايتونوڅخه دى چې ښوونځي يې د غبرګولي په ١٥مه رخصت او نوى ښوونيزکال يې د وږي په ١٥مه پيلېږي.
احمد سعيد اوس لومړي ټولګي ته شامل شوى، په داسې کې  چې سور يخن قاق او توره درشي يې پر تن وه، د زرنج ښار د شهيدګل محمد لومړني ښوونځي د ټولګي په ګوښه کې ناست و او په څېره کې يې خوښي څرګنده وه.
دې اووه کلن ماشومان وويل، ښوونکي ورته ويل چې څو ورځې وروسته دې ابي يخن قاق او توره دريشي واغوندي، خو معلومه شي چې د ښوونځي زده کوونکى دى.
هغه زياته کړه، ښوونکي دا هم ورته ويلي چې په ګڼې ګوڼې ډکو سړکونو کې دې نه ګرځي، په بازار کې دې پاخه شوي خوراک  نه اخلي، لويانو ته دې سلام ورکوي او د کور په کارونو کې دې له مور او پلار سره مرسته وکړي.
احمد سعيد د خپل ماشومان ليدلوري او احساس له زاويې وويل:((په تلوېزيون کې مې سرتېري وليدل، غواړم د حکومت لوى سړى شم.))
ددې ښوونځي مديرعبدالهادي بيدار زياته کړه چې نوى ښوونيز کال يې د ښوونيز سيسټم د پياوړتيا او کيفيت د لوړوالي په شعار سره پيل کړى، په ښوونځيو کې به ښوونيز کيفيت ښه شي، ځکه چې ښوونکي له دارالمعلمين اداري او حسابدارۍ له انستيتيوت څخه فارغ شوي چې دا کار په درسي سيسټم اغېز  کوي.
هغه وويل چې د عمومي مضامينو کمښت شته  او له بلې خوا د پوهنې رياست ورته ويلي چې د کتابونو د وېش مسوولين کابل ته تللي ، ډېر ژر به نيمروز ته کتابونه راوړي او په وېشلو سره به يې دا تشه ډکه شي.
بيدار زياته کړه:((د ښوونکو له ستونزو څخه بله هم د تنخوا او امتيازاتو کموالى دى، موږ له دولت نه غواړو چې د ټولنې له دې محرومو وګړو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.))
 د نيمروز د پوهنې مشر د روان کال د ښوونيز کال د پيل مراسمو کې هم وويل:((له دوبنيو رخصتيو وروسته زده کوونکي خپل دويم کور يعنې ښوونځي ته حاضرېږي، هغه شعار چې ورکړى مو دى، هيله ده چې په عمل کې يې هم ثابت کړو.))
د پوهنې چارواکي وايي، د نوو زده کوونکو جذب پيل شوى او تر اوسه يې د نجونو په ګډون شپږ زره ماشومان جذب کړي او اټکل دادى چې سږ کال به ١٦ زره ښوونکي د نيمروز ښوونځيو ته جذب شي.
د چارواکو په خبره، له دې ډلې څه باندې ١٤٠ ښوونځي لا هم څلوېښت سلنه ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په خېمو او کرايي کورونو کې زده کړې کوي، په روان کال کې په پام کې لري چې د يو شمېر ښوونځيو ودانۍ جوړې کړي او زده کوونکي له دې ستونزو وژغوري.
 دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پسرلي کې د نيمروز په مرکز کې د ملالۍ منځني ښوونځي ودانۍ، د نړيوال بانک په څه باندې اته ميليونه افغانۍ لګښت جوړه شوه او څه باندې ١٥٠٠ زده کوونکي له  خېمې ، ګردجنې فضا او ګرمۍ کې له زده کړو خوندي شول.
ددې تر څنګ د روان کال په پسرلي کې د لومړي ځل لپاره د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست د ملي ثبات پروګرام له  بوديجې څخه پر څه باندې ٩ ميليون افغانيو ټوليز لګښت، اته لوبغالي جوړ شول، په داسې حال کې چې زده کوونکو له دې وړاندې په خاورينو ډګرونو کې لوبې کولې او په تنفسي ناروغيو   اخته کېدل.
 د پوهنې وزارت هم خپل ډېر تمرکز په هېواد د ننه د درسي کتابونو پر چاپ او چمتو کولو، د ښوونځيو د نيم کاره ودانيو جوړولو، د ښوونکو د ظرفيت لوړولو، د پوهنې د کيفيت ښه والي، له اداري فساد سره مبارزې، د سواد زده کړې پراختيا او تخنيکي زده کړو کړى دى.
د پوهني وزير اسدالله حنيف بلخي، د روان کال د غبرګولي مياشت کې د خپل سل ورځني کاري پلان د وړاندې کولو پرمهال وويل، سره له دې چې د پوهنې وزارت په ميليونونه افغان ماشومان جذب کړي، خو لا هم شاوخوا درې ميليونه ماشومان ښوونځيو او روزنيزو موسسو ته له تګ څخه محروم دي او د ښوونځي عمر يې له ښوونځي بهر تېرېږي.
هغه د هېواد د پوهني وضعيت او د زده کووونکو شمېر له کمي اړخه ښه وباله، خو ويې ويل چې له کيفي اړخه جدي او زيات کار ته اړتيا ده چې بايد اغېزناک کار پرې وشي.
د پوهنې د وزير په باور، د کافي کتابونو په وېش، د مسلکي ښوونکو په ګومارلو او ښوونځيو ته د نوو ودانيو په جوړولو سره به دا ستونزه له منځه يوسي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.