Add new comment

جامع: د غزني پر زندان بريد کې د زندان چارواکي لاس لري

غزني ښار (پژواک، ٢٣ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې د غزني ولايت پر زندان د وسله والو طالبانو د بريد په پايله کې څلور پوليس او درى طالبان وژل شوي او ٣٥٢ زندانيان تښتېدلي دي.
تېره شپه شاوخوا دوه بجې وسله والو طالبانو د غزني پر مرکزي زندان بريد وکړ.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې وسله والو طالبانو د غزني د مرکزي زندان مخې ته لومړى د چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او بيا يې بريد پيل کړ.
هغه زياته کړه: ((وسله والو هم مهاله د زندان تر څنګ د ښار په شاوخوا کې په نورو پوستو بریدونه پیل کړل او زندان ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې یې هم ماینونه ځای پر ځای کړي وو.))
د احمدي په وينا، د زندان دروازې ته څېرمه د موټربم له چاودنې سره سم شپږ بریدګر چې پوځي يونيفورم يې پر ځان و زندان ته ننوتل.
هغه وايي چې د دغه بريد په پايله کې څلور پوليس، درى طالبان او يو زنداني وژل شوي او ٧ امنيتي سرتېري ټپيان شوي او ٣٥٢ زندانيان تښتېدلي دي.
احمدي وايي چې تېره ورځ د غزني په زندان کې شلو سياسي زندانيانو اعتصاب کړى و چې بيا وروسته د ملي امنيت او پوليسو له خوا بل ځاى ته ولېږدول شول.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع پژواک ته وويل چې دغه پېښه له پخوا پلان شوې وه او په دې کار کې د زندان چارواکي لاس لري.
هغه په دې برخه کې اسناد وړاندې نه کړل.
د هغه په وينا، د زندان ساتونکو له وسله والو سره هېڅ ډول مقاومت نه دى کړى يواځې دوو امنيتي سرتېرو په شمېر لس ډزې کړې چې هغوى هم بيا وژل شوي دي.
جامع زياته کړه: ((ملي امنيت د زندان دوه ساتونکي نيولي، هغوى په خپلو لومړنيو خبرو کې ويلي چې تېره شپه ورته د زندان د مسوولينو له لوري د جګړې لپاره مهمات نه ورکول کېدل.))
له زندانه تښتېدلي زنداني عبدالروف پژواک ته وويل: ((تېره ورځ د زندان مسوولينو غوښتل چې يو شمېر سياسي زندانيان د څرخي پله زندان ته يوسي خو ما ورسره مخالفت وکړ.))
هغه وايي چې ډېرو  زندانيانو تېره ورځ د اعتراض په توګه د خپلو خونو دروازې ماتې کړې وې او عمومي دروازه تېره شپه طالبانو په راکټ وويشته.
دى وايي چې د بريد پر مهال طالبانو له زندانيانو د وتلو غوښتنه وکړه او تقريياً ټول ووتل.
دغه راز يو بل تښتېدلي زنداني مردان علي پژواک ته وويل: ((زه بېګاه له زندان نه ووتلم او اوس له خپلو نورو ملګرو سره يم.))
دى هم وايي چې طالبانو دروازې ماتې کړې او په لوډ سپېکر کې يې له زندانيانو څخه د وتلو غوښتنه وکړه.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د تېرې شپې په پېښه کې  د غزني له زندان څخه ٣٥٥ زندانيان تښتېدلي دي.
په اعلاميه کې راغلي چې په دې پېښه کې څلور امنيتي سرتېري او څلور طالبان وژل شوي او ٧ نور امنيتي سرتېري ټپيان دي.
سرچينه ليکي چې د يادې پېښې د څېړنې په موخه د کورنيو چارو وزارت له لوري يو پلاوى ټاکل شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې په دغه زندان کې ټولټال ٤٣٦ کسان بنديان وو چې له دې ډلې ١٤٨ سياسي او ٢٠٧ جنايي بنديان تښتېدلي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په بريد کې ٤٢ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي چې د بريد پر مهال له زندان څخه ٤٣٦ زندانيان طالبانو له ځان سره بيولي دي او په دې ډله کې د طالبانو يو شمېر قوماندان هم شامل دي.
مجاهد په دغه بريد کې د دريو طالبانو وژل کېدل هم تاييد کړل.
داسې مهال د غزني ولايت له مرکزي زندان څخه سلګونه بنديان په تېښته بريالي کېږي چې د غزني امنيه قوماندانۍ او د ملي امنيت رياست له زندان سره يواځې دوه کيلومتره واټن لري او د دغه زندان په شاوخوا کې د پوليسو او ملي اردو پوستې هم شتون لري.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.