Add new comment

"امضاى تفاهمنامه با بزرگان قومی دربغلان، امتيازى به مخالفين دولت است"

پلخمري (پژواک ٢٥وږى ٩٤): د ولايتي شورا، مدني بنسټونو ځينې غړي او د بغلان اوسېدونکي د بغلان په دوو ولسواليو کې د حکومت او قومي مشرانو تر منځ د هوکړه ليک لاسليک کول، وسله والو مخالفينو ته امتياز ورکول بولي.
د پلخمري ښار او د بغلان ولايت د دهنه غوري په سيمو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ له جګړې څخه وروسته، د روان کال د وږي په ١٢مه، جمهوري رياست  يو پنځه کسيز  پلاوى بغلان ولايت ته واستاوه.
په دې پلاوي کې د کورنيو چارو او ملي دفاع  وزارتونو، د ملي امنيت لوى رياست، لويې څارنوالۍ او سيمه ييزو ارګانونو استازي شامل وو، چې مشري يې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمد ګلاب منګل کوله.
ياد پلاوي ويلي و، په دوو وروستيو مياشتو جګړو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په دې ولايت کې ٢٥ ولسي کسان وژل شوي دي، په ډنډغوري او دهنه غوري کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى، په ډنډغوري کې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمه پراخه شوې او په دهنه غوري کې يې هم ځينې سيمې نيولې دي.
دا پلاوى په ياد ولايت کې لس ورځې تم شو، چې د امنيتي وضعيت د څېړلو تر څنګ يې د دې ولايت له بېلابېلو ولسونو سره مرکې کړې دي او په پايله کې د دهنه غوري ولسوالۍ او د پلخمري ښار د ډنډغوري سيمې د يو شمېر قومي مشرانو تر منځ يو هوکړه ليک، چې  د مخالفينو په استازيتوب يې له حکومت سره خبرې کولې، امضا شو.
د نهه ماده ييز پرېکړه ليک په پاى کې چې يوه کاپي يې پژواک ته هم په لاس ورغلې، د بغلان ولايت سرپرست سلطان محمد عبادي، د ملي امنيت رييس، د سولې ولايتي شورا کمېټې مشر، د ولايتي شورا مشر، د بغلان امنيه قوماندان، د ډنډ غوري خلکو استازو او د سرحدونو او قبايلو چارو وزير پرې لاسليک کړى دى.
په دې هوکړه ليک کې راغلي، چې  بايد هېڅ راز بريد، جګړه او ځورول د بلاکونو له سيمې څخه د چشمه شېر تر سيمې پورې، چې د پلخمري – مزارشريف لويې لارې په اوږدو کې د ډنډغوري اړوند ساحه ده، تر سره نه شي.
په هوکړه ليک کې راغلي، د لرخابي له لارې چې د دهنه غوري ولسوالۍ هجده کوتل استقامت په کې شامل دى، هر راز جګړه، ماين خښول او نظامي فعاليتونه منع دي او که د دې لارې په اوږدو کې بريد او يا جګړه وشي، نو امنيتي پوستې به يې ملاتړ ته کوي.
د دې هوکړه ليک په بله برخه کې راغلي، چې امنيتي او کشفي ارګانونه د سيمې د مخورو له اجازې پرته نه څوک نيولى او نه يې هم بندلي کوى شي.
همداراز په دې سند کې ويل شوي دي، څوک چې په سيمه کې ګډوډي رامنځ ته کړي، د سپين ږيرو له لوري امنيتي بنسټونو ته ورسپارل کېږي.
په دې هوکړه ليک کې يادونه شوې ده، د ډنډ غوري سپين ږيرو ګډه شورا دې له ولايتي کمېسيون او د سولې عالي شورا، د ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ، د ملي امنيت رييس، ولايتي شورا او عالمانو څخه دې جوړه شي او تر بشپړ امنيت پورې به په دوامداره توګه کار کوي او تصميم نيسي.
په دې سند کې، چې  د ولسوالۍ د دوو قومونو مشرانو او حکومت استازو ترمنځ لاسليک شوى، همداراز ويل شوي، چې د ډنډ غوري او دهنه غوري ولسواليو سلګونو بې ځايه شوو کورنيو ته د بېرته راستنېدو موکه برابره شوې ده او وسله وال مخالفين به د هغوى له سيمو څخه وځي.
د دې سند په پاى کې ويل شوي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې له دې هوکړه ليک څخه سرغړونه وکړي او د سرغړونې په صورت کې به ټول قوم په ګډه د هغه پر وړاندې تصميم نيسي.
خو د دې هوکړه ليک په امضا سره د ولايتي شورا او مدني بنسټونو د يو شمېر غړو او د بغلان ولايت د ځينو اوسېدونکو غوسه راپارېدلې ده.
د بغلان د مدني ټولنو شبکې اجرايوي مشر محمدعاطف عارفيان، دا هوکړه ليک مردود او د هېواد له قوانينو سره په ټکر کې بولي او زياته يې کړه، د دې هوکړه ليک په اړه د دې شبکې نظر له پامه غورځېدلى دى.
عارفيان پژواک ته وويل، امنيتي چارواکي مسووليت لري، څو د خلکو امنيت خوندي کړي، خو په دې هوکړه ليک کې امنيتي ځواکونو لپاره سره کرښه کاږل شوې او همداراز  په دې هوکړه ليک کې د وسله والو مخالفينو سيمې ځانګړې شوې او هغوى ته مشروعيت ورکړل شوى دى.
هغه زياته کړه: "همدا اوس هېڅ خبريال، مدني فعال او ان امنيتي ځواکونه دې سيمو ته نه شي تللى."
هغه ددې هوکړه ليک لاسليک د دولت کمزوري او بې وسې وبلله چې د هغه په باور مخالفينو ته امتياز ورکول دي  او د دې ډول پرېکړو پايلې بې دفاع خلکو لپاره له ګواښ څخه ډکې دي.
هغه وويل، کله چې د واک لرونکي پلاوي له راتګ خبر شو، نو څو ځلې يې له پلاوي سره اړيکه ونيوله، څو له هغوى سره وګوري، خو له  بده مرغه پلاوي ونه منله چې دا چلند د هېواد د قوانينو خلاف دى.
د پلخمري ښار يوه اوسېدونکي محمد نادر وويل، څلور کال کېږي چې د ډنډغوري سيمې ناامنه دي او طالبانو تر اوسه پورې له سلو زيات سرتېري وژلي او کله چې هم طالبانو پر دولت فشار راوړى، په بېلابېلو بهانو د څو ورځو لپاره سوله شوې، خو بيا هم جګړې دوام پيدا کړى دى.
هغه زياته کړه: "کوم داسې تضمين نشته چې له دې وروسته به د ډنډغوري په سيمو کې جګړه نه کېږي او په بېوزلو خلکو به ظلم نه کېږي."
ياد قومي مشر وويل، طالبان د ډنډغوري له سيمو مرکزي بغلان ته تللي او د هوکړه ليک له لاسليک وروسته او د مرکزي بغلان تر ټولو لوى امنيتي مرکز چې نوروزک نومېږې، تر خپل کنټرول لاندې راوستى دى.
هغه زياته کړه: "ايا د بغلان ولايت چارواکي د دغه ولايت نورې سيمې د بغلان له جغرافيې بهر بولي؟"
نوموړي په داسې حال کې چې په ياد هوکړه ليک يې سخته نيوکه وکړه، زياته کړه، هرکله چې په يوه سيمه کې له طالبانو سره هوکړه کېږي، چې له دې وروسته به جګړه نه کوي، خو تر سترګو کېږي چې جګړه د ياد ولايت نورو سيمو ته غځول کېږي.
نوموړي د امنيت او دولتي چارواکو دا ډول کارونه، د بغلان ولايت د خلکو لپاره ډېر زيان رامنځته کوونکي وبلل.
هغه زياته کړه: "له دولت غواړو چې د افغانانو له دښمنانو سره هېڅ ډول هوکړه ليک او پروټوکول تر سره نه شي او که چېرې دولت په بغلان کې د طالبانو د نابودۍ وړتيا نه لري، له خلکو دې مرسته وغواړي."
د بغلان د ولايتي شورا غړي محمد حنيف کهګدايي هم د دغه هوکړه ليک لاسليکول، د دولت په لمن يو تور داغ وباله او ويې ويل: "دولت په بغلان ولايت کې د طالبانو په له منځه وړلو کې د يو شمېر هغو  کسانو له مشورو چې د دولت په چوکاټ کې کار کوي او طالباني فکر لري، ګټه اخلي."
هغه وويل، دا به ښه وي چې امنيتي او کشفي ځواکونه هغه کسان چې په بغلان ولايت کې د وسله والو طالبانو په ګټه کار کوي، له پېژندنې وروسته ونيسي.
کهګدايي د خپلو خبرو په دوام کې پژواک ته وويل، ترڅو چې دولت د طالبانو پر وړاندې د ځواک له دريځه کار وانخلي، نو په هېواد کې به امنيت ټينګ نه شي.
پژواک هڅه وکړه، څو د هغو چارواکو نظر هم له ځانه سره ولري چې د ياد هوکړه ليک په پاى کې يې لاسليکونه کړي، خو له ډېرو هڅو سره-سره مرکې کولو ته حاضر نه شول.
د پلخمري ښار په ډنډغوري سيمو او دهنه غوري ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفينو سره د ولسمشرۍ د پلاوي د هوکړه ليک د لاسليک په اړه په داسې حال کې اندېښنې رامنځته کېږي، چې د ياد پلاوي مشر دغه ولايت ته د سفر پرمهال  پژواک ته ويلي و، چې د دوى ليدنې او څېړنې دوام لري او ډېر ژر به د امنيتي وضعيت په اړه بشپړ راپور ترتيب او د ملي يووالي حکومت مشرانو ته به يې وړاندې کړي.
بلخوا د ډنډغوري د نيازالله کلي يوه اوسېدونکي حاجي نذير چې د ولسمشرۍ له پلاوي سره يې کتلي، له دې وړاندې پژواک ته ويلي چې له دوو مياشتو ډېر وخت کېږي چې په ډنډغوري کې جګړه روانه ده او سلګونه کورونه د طالبانو او دولت د توپ، هاوان او راکټ د مرميو له امله ويجاړي شوي او جګړه تر اوسه پورې دوام لري.
ياد قومي مشر زياته کړه: "موږ له دې ډول جګړې تنګ شوي يو او غواړو چې امنيت ټينګ شي او خلک په ارامه ساه واخلي."
خو يو شمېر نور وايي، د پلاوي د څېړنو پر پلاوي دومره باور نه لري، ځکه طالبان د ډنډغوري او مرکزي بغلان په سيمو کې فعاليت کوي او تر اوسه پورې د ماشومانو، ځوانانو او ښځو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي او دولت هرځلې چې پلاوى رالېږلى او بېرته چې کله ستون شوى، بيا تر ننه پورې نه دى معلوم شوى، چې څېړنو يې څه پايله درلوده او برعکس ستونزې يې لاپسې ډېرې شوې دي.
يو سيمه ييز مشر محمد سردار وويل: "زه دې پلاوي او ولسمشر ته وايم چې يا په ياده سيمه کې پياوړي عمليات تر سره کړي او له طالبانو سره دې معلومه کړي؛ که چېرې د عملياتو وړتيا نه لري، له دې نور دې ډېر ملت نه ځوروي، ډنډغوري او دهنه غوري دې طالبانو ته ورکړي، ترڅو خلک بېغمه شي."
د پلخمري ښار ته څېرمه د ډنډغوري سيمه له تېرو دوه مياشتو راهيسې د طالبانو په واک کې ده او دواړو ښکېلو لورو او ملکيانو ته له مرګ ژوبلې اوښتو سربېره، سلګونه کورنۍ د جګړې له وېرې خوندي ځايونو ته کډه شوې او په سختو شرايطو کې ژوند کوي.
طالبانو له ډنډغوري د پلخمري پر ښار په درېيو پړاوونو کې ټول ١٢ راکټونه هم توغولي، چې له امله يې يو ماشوم او سړى وژل شوي او له لسو زيات کسان ټپيان شوي دي.
هغه مهال خلکو او ولايتي شورا غوښتنه کړې وه، چې ډنډغوري بايد د عملياتو په ترڅ کې پاکه شي، له هغه پرته د پلخمري ښار ناامنه کېږي.
د بغلان ولايتي شورا مشر صفدر محسني وايي: "دولت بايد د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې چاڼيز عمليات تر سره کړي او يو کنډک ملي اردو بايد په ډنډغوري کې ځاى پر ځاى کړي."
نوموړي د امنيت په برخه کې د سيمه ييزې ادارې له کمزورۍ د اندېښنې ترڅنګ ويلي، طالبان دومره پياوړي شوي چې ان د پلخمري ښار د پنځمې ناحيې په يو شمېر سيمو کې يې نفوذ کړى او که چېرې امنيتي چارواکي يې پر وړاندې ګام پورته نه کړي، نو طالبان به د مزار-پلخمري لويه لاره هم وتړي.
خو د بغلان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير ويلي و، د امنيت د ټينګښت او وسله والو د ځپلو لپاره يې عملياتي پلانونه په پام کې نيولي دي.
ياد امنيتي چارواکي څرګنده کړه، چې امنيتي ځواکونه پياوړي دي او چېرته چې وسله وال مخالفين حرکت وکړي، وبه ځپل شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.