Add new comment

افراد مسلح پنج تن را در شاهراه سرپل- جوزجان ربودند

شبرغان (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): ناپېژاندو وسله والو نن سهار د شبرغان- سرپل د لويې لارې په اوږدو کې پنځه ملکي وګړي تښتولي دي.
د سرپل ولايتي شورا مشر محمد نور رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اوه بجې رامنځته شوې ده.
سرچينې وويل، د سرپل د مرکز دا څلور اوسېدونکي په يوه ټونس موټر کې سپاره وو چې د سرپل-جوزجان لويې لارې په اوږدو کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وتښتول شول.
خو د سرپل د ولايتي شورا بل غړي محمد حسين مجاهدزاده ويلي چې تښتول شوي کسان د سرپل په مرکز کې د سيداباد هزاره سيمې اوسېدونکي دي چې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي.
د دغو څلور کسانو د تښتولو مسووليت تر اوسه چا او يا کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د ښوونځي شپږ شوونکي چې تېره پنجشنبې يې تښتولي وو، تېره ورځ د قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب خوشي کړل.
په ورته وخت کې نا پېژاندو وسله والو د سرپل دولتي ادارو څلور کارکوونکي د وږې په ٢١مه د شبرغان- سرپل له لويې لارې وتښتول او يوه ورځ وروسته يې بېرته خوشي کړل.
خو د سرپل د محکمې د مشر او دريو ملګرو برخليک يې تر اوسه نه دى څرګند. دوى شاوخوا يوه مياشت وړاندې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.