Opinions Contents

 
نثارالله احسان

 
 ليکوال : خوشال خلیل
نن د کاندیدانو د ثبتولو د مرکز له مخې تیریدم، د جلال آباد د وختو حاجي صاحب مې، چې په حاجي قوماندان مشهور دی له دوو زامنو سره ولید، هغه یو وخت د مجاهدینو سرګروپ پاتې شوی و، خلکو به قوماندان باله، خو چې حج ته لاړ له هغې رابیرته په حاجي قوماندان مشهور شوی دی. په مجاهدینو کې ډیر بي آزاره بنیادم او ښه سړی دی. باور وکړی زما په لیدو ډیر خوشاله شول، ما ویل حاجي قوماندان صاحب چیرته روان یاست؟

 
ليکنه : صفيه حليم  
په ۱۹۹۲ م د پکتيا په يوه کلي کې چا د منګي نه اوبه راواړولې نود زړې زمانې يوه سکه هم ورسره راولوېده. اوبه له يوه کوهي (څاه) نه راوړل شوې وې. دا خبره خوله په خوله شوه او د کلي واړه زاړه هغه کوهي ته ورمات شول. چا د ځان سره بيلچې او کودالونه هم رااخيستي و، چا په هغې ځمکې دعوا وکړه، جنګ ونښت  او څو کسان پکې ټپيان شول.

ليکنه : الحاج محمد نادر سرشار
 
د کونړ ولايت د لوى افغانستان له لرغونو ولايتونو څخه دى، چې ډېرې طبيعي شتمنۍ، څپاند سيندونه او هسک هسک غرونه لري، چې په ځنګلونو پوښل شوي دي.

 
  ليکوال : لاروى _ پکتيا- ګرديز  
 
د پکتيا ولايت د مچلغو بند د پروژې سرته رسېدو له پاره نږدې ۳۵ ميلیونه امريکايي ډالر د اسيايي بانک له خوا ځانګړي شوي دې، چې تر اوسه د يادو پيسو دوه فيصده مصرف او ۹۸ لا هم پاتې دي.
 

 
لیکوال : عبدالجبار(ثراب) 
شناوۍ ږېره ، شین پاج یې تړلی او دواړه ‌سترګې یې تکې ‌سرې وې ، ډېر ډاډه یې خبرې کولې او داسې ‌راته ښکارېدله لکه دکندهار مشر چې دی وي‌. څنګ یې وهلی وو او په خپلو سرو سترګو یې دکندهار لويې جادې ته کتل .‌ږغيده په خپل کیڼ اړخ کې ناست ملګري ته ، خو کتل یې مخامخ .‌ دلرګي ‌جوړ تخت ته به کله کله دسماوارچي‌شاګرد سر ورښکاره کاوه . دا سماوار (رستورانت) دخرقې مبارکي‌ شاید یوسلو پنځوس میتره لیرې دعیدګاه دروازې سره په څنګ کې وو. 

د صفيه حليم ليکنه
د زابل په نوم يو ښار په ايران کی هم شته چې ” زابول” تلفظ کېږي ،خو دلته د هغه سلطنت خبره کوو ، چې دوه نيم زره کاله پخوا د هند او د پارس ( ايران) تر منځ خپلواکه سيمه وه.
د ۵۵۰ ق م نه وړاندې د برونزو په دوره کې د زابل شمالي سيمې د لرغونې “ميډز يا ميډيا” سلطنت په لاس کې وې، چې د ايران يوه پخوانۍ شاهي کورنۍ وه. بيا دا د هخاميني ټبر په لاس کې شوه. د مقدونيې اسکندر په ۳۲۰ ق م کی د هرات سره سره زابل هم ونيوه، چې د ” اراکوزيا يا اسکندريه د يوې برخې په توګه اداره کيده.

 
د ایمل مړوند ليکنه
د ( ۱۳۹۲ ) د وږي میاشتې په ( ۲۸ ) مه ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ( ۶۱ ) مه اونیزه ناسته د معمول سره سم د میدیوتیک په انګړ کې د جمعې په مبارکه ورځ وکړه .
ناسته سهار نهه بجې محمود خزان د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پرانیستله. دا اونۍ د دریځ چاري جمال ثاقب مخکې وړلې او ګزارش يې ایمل مړوند لیکه .
په سر کې بهیروالو د د ځوان شاعر نوراغا نوراني د نیکه د مړینې له امله د هغه ارواح ته د دوعا لاسونه لپه کړل او د نوموړي کورني ته يې د جمیل صبر غوښتنه وکړه .

 
لیکوال:ایمل ساپی
د هیواد له ګوټ ګوټ څخه راټولو شويو ځوانانو له ولسمشر کرزي سره پر ملي مسایلو د خبرو په موخه په ارګ کې وکتل.
په دغه ناسته کې پر سولې، ټاکنو او د امریکا له متحده ایالتونو سره پر امنیتي تړون د خبرو سربیره په نورو بیلابیلو موضوعاتو هم بحث وشو.
زما په څیر د ډیرو ګډونوالو تمه او هیله دا وه چې نوموړی به ډیر نوي او نا ويلي څه له ځوانانو سره شریک کړي څو یې په دې وروستیو کې خپله ملي وجیبه تر یوه حده ادا کړې وي خو بدبختانه داسې ونه شول.

 
لیکوال : زیار خان یاد
له یوې خوا یې چاودنې، ځانمرګي او خپلسرې ټوپکوالې ډلې په اور کې سوزوي او له بلې خوا یې اوسنی نظام، دا چې ولې   د ولې لپاره ځواب ستونزمن دی .؟
ننګرهار د علم او ادب زانګو ده ؛خو اوس ښایې د هېواد په کچه د ناندریو، جګړو او بې وسۍ زانګو وي، ځکه نور هغه څه نه دي راپاتې چې د امن کور یې وبولو.
یوازې دولت ګرم نه ګڼم، موږ هم ګرم یو، همدا مونږ یو چې په لوی لاس مو خپل کور ته تیلی ورته کړی او د لګېدلي اور لمبو ته یوازې ګورو، ځوروي مو ؛خو څه پرې چې د لمبو د ورکېدا لپاره اوبه نشو ورشېندلی.

Pages

Subscribe to Opinions Feed