لیکوال:ایمل ساپی
د هیواد له ګوټ ګوټ څخه راټولو شويو ځوانانو له ولسمشر کرزي سره پر ملي مسایلو د خبرو په موخه په ارګ کې وکتل.
په دغه ناسته کې پر سولې، ټاکنو او د امریکا له متحده ایالتونو سره پر امنیتي تړون د خبرو سربیره په نورو بیلابیلو موضوعاتو هم بحث وشو.
زما په څیر د ډیرو ګډونوالو تمه او هیله دا وه چې نوموړی به ډیر نوي او نا ويلي څه له ځوانانو سره شریک کړي څو یې په دې وروستیو کې خپله ملي وجیبه تر یوه حده ادا کړې وي خو بدبختانه داسې ونه شول.
ګډونوالو ته د ولسمشر لومړی خبره دا وه چې سوله به ژر تر ژره د بریالیتوب پړاو ته ورسیږي او له طالب مشرانو یې ګیله وکړه چې د نورو په اشاره خپل وطن ورانوي او ولس وژني خو د سولې د عالي شورا د غړو د ګډو وډو فعالیتونو او د شته ټیم په موجودیت کې د سولې د خبرو د ژر او په ښه توګه د ترسره کولو ادعا خیال ، محال او جنون ځکه دی چې د ولسمشر ډیر نږدې همفکره اوهمنظره ملګري او د ټیم غړي هم د سولې له کلیمې سره تضاد لري او عملاٌ یې په ډیرې بې شرمۍ سره د سولې د مخنیوي هڅې هم روانې کړې دي.
د ولسمشر دویمه خبره له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه وه چې ویل یې، تر هغې به یاد تړون لاسلیک نه شي چې امریکا ورته د افغان ولس د امنیت د ټینګښت ، د ګاونډیو د مداخلو د مخنیوي او په هیواد کې د اقتصادي پرمختګ ضمانت ونه کړي چې له یوې خوا ولسمشر دا ډول څرګندونې څو څو ځله کړي او بله دا چې فکر کیږي ولسمشرغواړي د خپل قانوني واک تر پای پورې امریکا په یوه او بله پلمه تیرباسي څو امنیتي تړون بلې ولسمشر ته پریښی وي چې له دې لارې به یې پر وړاندې د تاریخي بد قضاوت مخه نیولې وي.
د ټاکنو په اړه د ولسمشر خبرې له سره د نه اوریدو او فریب ورکوونکې وې چې ویل یې ځینې کاندیدان ورسره مشورې کوي او دا یې حق دی چې مشورې ورسره وکړي په داسې حال کې چې یې د روسیې له ولسمشرولادیمیر پوتین سره په خبرو کې په ډاګه د بهرنیو چارو له وزیر زلمی رسول څخه د ملاتړ خبر ورکړ، له بله پلوه د ولسمشر تیر سیاست بیا په تکراریدو دی چې د ننګرهار والي یې د ولسمشرۍ کاندید کړ نوموړی وروسته د څو نورو کاندیدانو سره ورته تیر شو له همدې امله ویل کیږي چې ښايي ولسمشر کرزی د څو کاندیدانو(سیاف،داوودزي او قیوم کرزي)له منځه له پنځه اویا کلن زلمي رسول څخه د دې لپاره ملاتړ کوي چې تر مرګه په ارګ کې پاتې شي.
ولسمشر د خپلو څرګندونو په لړ کې ځوانانو ته وخت ورکړ څو ورسره په ملي کچه ستونزې شریکې کړي خو د تمې خلاف د ملي مسایلو پرځای په کې تر ډیره شخصي او سیمه ییزې ستونزې یادې شوې، البته زه د دې مخالف نه یم چې شخصي او سیمه ییزې ستونزې دې همداسې لا ینحل پاتې شوې وی خو لږ تر لږه باید د بحث سازماندهي د اجنډا مطابق وی څو د شخص ، یوه کلي ، ولسوالۍ او ولایت پرځای د ټول افغانستان د ولسونو پر ملي مسایلو  شوی وای.
بلاخره له کونړ ولایت څخه راغلي ځوان خیبر ډګر ته وار ور ورسید ، د په خبیر ذهن کې چې رښتیا هم د خبیر خپلولو مفکوره وه ، ولسمشر ته په خطاب کې وویل: تاسې چې په دې وروستیو کې پاکستان ته سفر درلود ډیره خوشبیني مو ښکاره کړه چې ګنې پاکستان ته مو ۲۰ م سفر ګټور دی، د کونړ د سیند پر اوبو مو ورسره تړون لاسلیک کړ خو دا دی پاکستان بیا پر کونړ توغندي را سر کړل، ښاغلي ډګر څرګنده کړه چې که د پنجاب له ظلم کونړ ونه ژغورل شي زیات شمیر کونړیان به ووژل شي.
په ټول بحث کې یوازې همدا یوه مسله (د افغانستان پر خاوره د پاکستان تکراری او روان تیری) ملي وه چې ولسمشر د څو سترګکونو په وهلو سره د معمول په څیر غونډه د څو ورځې وروسته د بلې غونډې په پلمه پای ته ورسوله چې د ټولو راغلو ځوانانو او افغانانو ځواب پرې پور پاتې شو.
په روان سیاسي کال کې چې ویل کیږي حامد کرزی به د خپل کاندید د بریالي کولو په موخه له ګاونډیو سره اړیکې ښې کړي د افغانانو په ګټه له دې امله نه ده چې د افغانانو په کور کې بل اور چې هره ورځ سلګونه ملکيان په کې ورتیږي د همدې ګاونډیو په لاس بل دی چې که له یوې روښانه تګلارې ورسره کار وانخستل شي د افغانستان او افغانانو لپاره به یې عواقب تر دې هم سخت او نه جبرانیدونکې وي.
 
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال شخصي نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې .