۳۵-  رفيع الله حيدري
   انتخابي سناتور
 
رفيع الله حيدري د حاجی شېرآغا زوی ، چې په ۱۳۵۲ لمريز کال کې دكونړولايت مرکز اسعد آباد کې زېږېدلی او له څوارلسم ټولګي څخه فارغ  دی ، نوموړی د ښوونكى،سرښوونكى، دكونړ د ښوونكوداتحاديى رييس، د اصلاحي مركز شوراغړى، د كونړ دراډيوتلوېزيون ويندوى، د سيدجمال الدين افغان دمدني ټولنې مرستيال  او د «ای اس سي سي» ساختماني شركت مرستيال پاتې شوی دی.
 
 د اړيکې شمېره:   ۰۷۰۰۶۴۲۲۰۹
برښناليك : [email protected]
 
 
 ۳۶-  الحاج محمد امين صافى
   انتخابي سناتور
 
الحاج محمد امين صافى د اميرمحمد زوی ، چې په ۱۳۳۹ لمريز کال کې په کونړ کې زېږېدلی، له څوارلسم ټولګي څخه فارغ دی ، نوموړی پنځلس كاله کاری  تجربه لري او په کونړ کې  د  جمعيت اسلامي ګوند د  قوماندان په توګه پاتې شوی دی. 
د اړيکې شمېره:   ۰۷۰۰۶۴۰۷۹۵
 
 
٦٩- روشن آرا الکوزى:
انتصابي سناتوره
 
روشن آرا الکوزى د ميراحمد لور په ١٣٤٢ لمريز کال د کنر په سرکاڼو ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې وې او تر ١٤ ټولګي پورې يې زده کړې دي. نوموړې په کار او ټولنيزو چارو وزارت ، وطن روزنتون ، وړکتونونو ، کرنيزو کوپراتيفونو ، ښوونکې او د حرفوي کارونو مخته وړونکو موسساتو کې دندې ترې سره کړې دي .
د اړيکې شمېره: 0799601981
 
٨٣-گلهار جلال :
انتصابي سناتوره
 
گلهار جلال د ملک رحمت نور لور ، په ١٣٤٦ کال کې د ناړۍ ولسوالۍ په ناړۍ کلي کې زېږېدلې ده . هغې دبکلوريا سند په ١٣٦٨ لمريز کال کې تر ګوتو کړ او وړاندې يې دروزنتون دمديرې او دولسي جرګې په ١٥ دوره کې د کونړ دخلکو د استازې په توګه دنده اجرا کړې او اوس دسولې عالي شورا غړيتوب هم لري .
د اړيکې شمېره: 0700673161
بريښناليک :Gulharjalal@ yahoo.com