کونړ د افغانستان یو غرنی ولایت دی، چې د هېواد په ختيځ کې موقعیت لري، د شمالي عرض البلد ۳۵ درجې ۰۰ دقیقې او ۰۰ ثانيې کرښه کې پروت دی، شمال ته يې ختیځ نورستان، سوېل ته يې ننګرهار ولایت، لوېديځ ته يې لغمان ولایت، شرق ته يې ډېورنډ کرښه ده، چې هاخوا د مومندو او باجوړ ایجنسۍ پرتې دي او قبایلي مومند او سالارزي قومونه په کې ژوند کوي.
کونړ د (لرغونى او اوسنی کونړ) کتاب پر بنسټ یوه نورستانۍ کلیمه ده، چې معنا يې د ښون يا زيتون دره ده. کونړ پخوا د ننګرهار ولایت حکمراني وه، چې په شاهي دولت کې په ۱۳۴۴ لمریز کال کې په ولایت بدل شو، چې دا مهال د مرکز اسعداباد په ګډون ١٥ اداري واحدونه: خاص کونړ، نورګل، څوکۍ، نرنګ، سرکاڼو، مروره، شیګل، دانګام، اسمار، غازي اباد، ناړۍ، وټه پور، ماڼوګى او چپه دره ولسوالۍ لري. په کونړ کې  ١٣ لوی قومونه، ساپي، سالارزي، مشواڼي،  شینواري، ماموند، ترکاڼي، الکوزي، مومند، بزرګخېل، ملاګوري، سرکاڼي، ګجر او کوهستاني ژوند کوي.
کولتور:
په کونړ کې د فرهنګي هڅو پیل د رسا ادبي او فرهنګي ټولنې له خوا د طالبانو واکمنۍ پر مهال په غیر رسمي توګه  شوی دى، چې یادې ټولنې په ۱۳۸۰ لمریز کال کې په مرکز اسعداباد کې په رسمي توګه فعالیت پیل کړ، چې د کونړ ولایت د ټولو سیمو شاعران، لیکوالان، فرهنګیان او د ادب مینوال په کې راټول شول، ورپسې ادبي او کولتوري ټولنه، اخلاص ادبي او فرهنګي ټولنه، د لوستو ځوانانو ټولنه، د ځوانانو اصلاحي ټولنه، شپول ادبي ټولنه او يو شمېر نورې، چې دا مهال په کونړ کې ۱۸ ادبي او فرهنګي ټولنې په مرکز او ولسوالیو کې فعالیت کوي، چې هره یوه يې د ځوانانو د پرمختګ او د ټولنې د اصلاح لپاره کار کوي، په کونړ کې د کونړ سیند په نوم کلنۍ مشاعرې هم له تېرو څلورو کلونو راهيسې پيل شوې دي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له کرښې هاخوا فرهنګيان او شاعران په کې ګډون کوي.
په کونړ کې دوه دولتي کتابتونونه، چې د اطلاعات او کولتور ریاست په چوکاټ کې دي، ګڼ شمېر د مطالعې مینوال  ورځې او همدارنګه ۱۶ کتاب پلورنځي هم شتون لري، چې تازه چاپ شوې مجلې او کتابونه ورته په وخت ورسیږي، په کونړ کې لرغوني اثار شته، خو د ساتنې لپاره يې موزیم نشته.
په کونړ کې د انګليسي ژبې د زده کړې ۷ مرکزونه دي، چې یو يې یواځې د نجونو دی، ۸ د کمپیوټر د زده کړې مرکزونه، ۳ د تېکواندو، ۳ د غړوښکلا ورزشي کلبونه دي.
په کونړ کې خلک سندرې خوښوي، خو سندرغاړي ته په کې تر ډېره په ټيټه ګوري، نو له همدې امله په کونړ کې د سندرغاړو هېڅ کومه ډله نشته، چې کله هم کوم ځانګړي څوک د واده لپاره د ټنګ ټکور پروګرام کوي، نو له ننګرهاره يې را غواړي، په کونړ کې یواځې د لوی او کوچني اختر ورځې په ډېرو ساده مراسمو سره لمانځل کیږي.
مشاهیر:
د کونړ ولايت تر اوسه مهم اجتماعي او هر اړخيز عملي او سياسي شخصيتونه په ځان کې روزلي او د علم، هنر او ادب له پلوه يې هېواد ته ډېر کادرونه وړاندې کړي دي، چې يو شمېر يې په دې يادوو، علامه سيد جمال الدين افغان، سید شمس الدین مجروح، سید بهاوالدین مجروح، کشمیر خان، میرزمان خان، پروفیسر رسول امین، وکیل عبدالخالق اخلاص، سلطان محمدخان، ملک محمدزرین، وحیدالله سباوون، شېخ جمیل الرحمن، مولوي نورجلال، سیدمحمود پاچا، مستوره شال، وکیل محمدهاشم، محکم خان، وکیل غلام محمد، جلاله خان، شاه محمود میاخېل، پوهان رازقي نړېوال، ګل نبي ساپی، شمس الهدا شمس، مولوي محمدهاشم منیب، مولوي شهزاده شاهد، حاجي سخي مشواڼی، صالح محمد صالح،  رفیع الله  حیدري،   محمد امین،  ګلهار  جلال، وږمه  ساپۍ،  شجاع الملک  جلاله، محمدروزي،  داود جنبش، وکیل صدیق،  فرید ماموندزی، جنرال سردار باجوړی، عبدالکبیر ستوری، عبدالله غمخور، عبدالرشید جلیلي، صاحب حق، عبدالهادي خلیلزی، میراعظم ګجروال، جانداد، صاحب الرحمن او مفتاح الدین ساپی.
رسنۍ:
په کونړ کې لومړنۍ چاپي جرېده د کونړ په نوم  ده، چې د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال خپرېده. د کونړ دولتي راډیو په  ۱۳۶۲ لمریز کال کې تاسیس شوه او د کونړ تلویزیون په ۱۳۶۴ لمریز کال کې په خپرونو پیل وکړ. د ځلا په نوم لومړنۍ خپلواکه راډیو وه، چې په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې يې په خپرونو پیل وکړ، همدارنګه بدلون او نښتر اېف اېم راډیوګانو په  ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې فعالیت پیل کړ. کونړ مجله چې دولتي خپرونه ده لومړنۍ ګڼه يې په ۱۳۷۸ لمریز کال کې چاپ شوه، ورپسې ستوری، خوځښت، غنچه، سپرغۍ، روزنه، لوپټه، کونړغږ، افاق، غزا، چغان، سیمه، فکري یون او کرکټ مجلې دي، چې دا مهال له کونړه خپرېږي. کونړ، کونړ ځوانان، رغاونه، ځلا، اسعداباد، څار، شېبه، اخلاص، ځوان یون، ولس ارمان، بدلون او یو شمېر نورې جریدې په پرله پسې ډول له چاپه راووتې، چې په دې کې هم ډېرى د لنډمهال لپاره وې او ځینې يې اوس هم چاپیږي. کونړ کې ملي تلويزيون، لمر، طلوع، اريانا او د شمشاد تلويزيونونو خپرونې هم بروډکاسټ کيږي. ازادۍ راډيو، مشال، بي بي سي، ډېوه، ارمان او اراکوزيا راډيوګانې په اېف اېم څپو کې خپرونې کوي او په کونړ کې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې تلویزيوني کیبلي خپرونې هم پیل شوې.
پوهنه:
په کونړ کې دا مهال ۴۷۱ بابه ښوونځي دي، چې ۲۳۹ يې لومړني دي، چې نهه يې د هلکانو، ۴۲ يې د نجونو او ۱۸۸ يې ګډ دي. ۱۰۷ يې منځني ښوونځي دي، چې ۳۲ يې د هلکانو، ۳۱  د نجونو او ۴۴ يې ګډ دي. ۷۸ لیسې دي، چې ۲۳ يې د  نجونو دي او ۱۳ يې ګډې دي، چې په دې ټولو ښوونځیو کې ۱۵۹۷۰۷ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۶۵۷۲۹  يې نجونې دي او ۳۸۲۵ ښوونکي لري، چې ۱۸۰ يې ښځینه دي. اته تخنیکي او مسلکي لیسې لري، چې ۷۸۵ زده کوونکي په کې زده کړې کوي. ۳۳ دیني مدرسې لري، چې ۸۹۸۴  طالب العلمانو ته په کې د ۲۴۰ مدرسینو له خوا زده  کړې ورکول کيږي. د نالوستو لپاره د لیک لوست ۱۴۶۱ کورسونه لري، چې ۳۴۸۰۰ د بېلابیل عمر کسان په کې د لیک لوست زده کړې کوي، چې ۲۰۰۹۵ يې ښځینه دي. درې خصوصي لیسې لري، چې ۴۷۰ زده کوونکي په کې زده کړې کوي، یو عالي دارالمعلمین دى او پنځه حمایوي څانګې لري، چې ټول ۱۰۲۰۹ زده کوونکي لري، چې ۹۵ يې نجونې دي، ۶۵ یې ښوونکي دي. د کونړ پوهنتون، چې د سیدجمال الدین افغان په نامه یادیږي، په ۱۳۸۹ لمریز کال  کې تاسیس شوی ، څلور پوهنځي (شرعیات، کرنه او مالداري، کمپیوټرساینس او  ښوونه روزنه) لري، دا پوهنتون ۱۲۲۵ محصلین لري، چې اووه يې نجونې دي، ۵۸ استادان لري او لومړۍ دوره فارغین يې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې ورکړل، له دې پوهنتون څخه تر اوسه پورې د ماسټرۍ او یا هم د د کتورا لپاره استادان کومو بهرنیو هېوادونو ته نه دي لېږل شوي.
کرنه:
کونړ چې یو غرنی ولایت دی او د کرنې لپاره وړ او مناسبه ځمکې کمې لري او غرونه يې د هېواد په کچه اصلي د نښترو (چهارتراش) بې ساری ځنګلونه لري، پر دې سربېره د ښون (زیتون)، څېړۍ او نور ډول ډول د سون لرګيو ځنګلونه هم لري، د دې تر څنګ د کونړ غرونه په مېوه لرونکو ونو لکه ګورګورې، ټیټاقې، شینۍ، چهارمغز او تورو املوکو هم په قدرتي ډول پوښل شوي، چې د مېوو حاصلات يې په کال کې یو ځل دي. د کونړ په کرنیزو ځمکو کې  جوار، غنم، اوربشې او شولې کرل کیږي، چې د کونړ د خلکو اړتیا نه شي پوره کولای او زیات خلک يې په مالدارۍ او سوداګرۍ بوخت دي.
کانونه:
په کونړ کې پر قدرتي ځنګلونو سربېره کانونه هم شته، چې د پېچ درې په ولسوالیو (ماڼوګي او چپه دره) کې د قیمتي ډبرو  (بیروچ) کانونه ډېر زیات دي، چې هر څوک يې په خپلسر او غیر فني توګه  استخراجوي او بهرنیو هېوادونو ته يې قاچاق کوي، په خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو کې د یو بل ډول قیمتي ډبرو (کرومایټ) کانونه دي، چې په اوسپنه جوړیدو کې ترې کار اخېستل کیږي، چې دا هم په قاچاقي توګه کندل کیږي او کونړ کې د شګوګل او مرمر تیږو کانونه هم شته دي.
لاسي صنایع:
په کونړ کې لاسي توکي ډېر نه جوړیږي، کلونه وړاندې د ډېرو کمو خلکو له خوا د ګډو له وړيو څخه لېمڅي جوړیدل او د اوزو له وزغنو څخه ټغرونه جوړیدل، چې اوس دغه رواج هم له منځه تللی، یواځني لاسی توکي، چې اوس په کونړ کې جوړیږي، هغه د اهنګرانو لاسي توکي لکه چاقو، لور، تبرګی او په دې ډول کې نور.
 
ورزش:
ورزش له ډېر پخوا راهيسې په کونړ کې دود دی، خو نړیوالو او عصري ورزشونو د پخوانیو هغو مخه تر ډېره حده نیولې ده، پخوا په کونړ کې خوسى، تيږه اچول، توپ ډنډه، خرګۍ، ډمې کول، والیبال، فوټبال او لامبو وهل وو، چې اوس هم کلیوالو سیمو کې کیږي، خو په دې وروستیو کې کرکټ ډېر پرمختګ کړی، چې د نورو ورزشونو په پرتله ډېر مینوال لري او حکومت هم ورته ډېره پاملرنه کوي. په کونړ کې  درې د تېکواندو، درې د اندامونو ښکلا او یو د سوکوهنې کلب شته دي.
اړتیاوې:
۱- د کونړ په لوی سیند د سره طاق په سیمه کې د برېښنا بند جوړېدل، چې ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولى شي، د کونړ سیند دواړو غاړو ته د استنادي دېوالونو جوړیدل، په مرکز اسعداباد کې د کرکټ اساسي لوبغالي جوړیدل، د کونړ ناواپاس لار چې له پاکستان سره د قیر سړک په وسیله سره نښلول شوې، ترانزیټ کیدل او د سالارباغ د نجارۍ فابریکې بېرته