کابل (پژواک ٢٠غبرګولى ٩٢) : د کونړ د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي په يوه خوله په دې ولايت کې د برېښنا بندونو جوړولو غوښتنه کوي، چې له يوې خوا به يې د برېښنا ستونزه هواره شي او له بلې خوا به يې کرنيزو ځمکوته اوبه پيدا شي.
د کونړ سيند ترڅنګ په دې ولايت کې ګڼ شمېر نور لوى او واړه سيندونه بهيږي، پرته له دې چې ګټه ترې پورته شي، اوبه يې پاکستان ته ځي او هغوى ترې ګټه پورته کوي.
د کونړ د مرکز اسعداباد اوسېدونکي محمد اسراييل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددوى تر ټولو لومړۍ غوښتنه او اړتيا برېښنا ده.