اسد آباد
د زمري ١٢مه، ١٣٨٨ پژواک خبري اژانس
د ختيځ سرحدي ولايت کونړ اوسېدونکي په ټاکنو کې برخې اخيستلو ته چمتو دي ، دوى ډېرى له راتلونکي ولسمشر څخه د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړول اوپه سيمه کې امنيت غواړي . کونړ چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ٢٦٠ کيلومتر ه ګډه پوله لري ، د ١٤ ولسواليو لرونکى ولايت دى . دغه ولايت په ولايتي شورا کې ٩ څوکۍ لري، چې درې يې د مېرمنو دي ، سږ کال د ولايتي شورا ټاکنو ته ٥٧ تنو ځانونه کانديد کړي ، چې يواځې درې يې مېرمنې دي .