١۵۵- حاجي سخي مشواڼى
د کونړ د خلکو استازى ، رايې : ۶۸۲۷
حاجي سخي مشواڼى د حاجي مير عالم خان زوی ،چې په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د کونړ ولايت د اسمار ولسوالۍ د پالوزي په کلي کې زېږېدلی دی، صالح په ۱۳۵۷ لمريز کال کې د خوشحال خان له لېسې فارغ شوی او په يوه پاکستاني انسټيټيوټ کې يې د دوو کلونو لپاره حقوق لوستي دی. نوموړی په کونړ کې جهادي قوماندان وو او د نهمې فرقې قوماندان هم پاتې شوی دی ،په ۱۳۷۱- ۱۳۷۵ کلونو کې د کونړ د فوايد عامې رييس او په ۱۳۷۵- ۱۳۸۰ کلونو پورې په کونړ ولايت کې د اسمار ولسوال و. په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د ۱۵ مې دورې د مشرانو جرګې غړی و .
داړيکې شمېره : ٠٧٠٦٤١٥٤٣
١۵۶- مولوي شهزاده شاهد
د کونړ د خلکو استازى ، رايې : ۸۳۵۹
مولوي شهزاده شاهد د حيا خان زوی ،چې په ۱۳۴۱ لمريز کال کې د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ د ديوګل درې په کلي کې زېږېدلی دی ، شاهد لومړنۍ زده کړې په پاکستان کې ترسره کړي او خپلې ديني زده کړې يې په ۱۳۶۹ لمريز کال کې د جامعه عربيه حديقه العلوم په مدرسه کې بشپړې کړي، چې د همدې مدرسې استاد پاتې شوی دی، د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالی د اسلامي علومو د مرکز مدير ، د کونړ ولايت د محاکمو رييس ، د کابل ولايت د مرافعې رييس پاتې شوی دی. په بېړنۍ لويه جرګه ،د اساسي قانون لويه جرګه او د سولې په مشورتي جرګې کې يې ګډون کړی ، په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې غړی ، د علماو د سرتاسري شورا او د سولې د عالې شورا غړی دی.
داړيکې شمېره :۰۷۰۰۱۶۶۴۷۲
١۵۷- وږمه ساپۍ
د کونړ د خلکو استازې ، رايې : ۲۵۳۸
وږمه ساپۍ د پيرمحمد خان لور ، چې په ۱۳۴۲ لمريز كال کې د كونړ د څوكۍ ولسوالۍ په مسعودو كلي كې يې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي، وږمې په خپل كلي كې د جمعيت لېسې پنځم ټولګى ولوست، دوه كاله د كابل په درخانۍ لېسه وه ، دوه ټولګي يې د فراه په مېرمن نازو ليسه او دولسم ټولګى يې بيا په ۱۳۵۲ لمريز كال کې د كابل دعايشه دراني ليسې ولوست او فارغه شوه ، په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د کابل د پوليسو له اكاډمۍ څخه فارغه شوې ده. وږمې د نوي انتقالي دورې په راتګ سره نظامي دنده واخيسته، په ۱۳۸۱ كال المان ته د تخصص د زده كړو لپاره واستول شوه، له هغه ځايه چې څنګه راستنه شوه، نو بيا هرات، مزار شريف، باميان او نورو ولايتونو لپاره د خپل مېړه تر څنګه د نظامي مشاورينو په توګه وټاكل شوه. په ۳۸۳ – ۱۳۸۹ کلونو کې په ختيځ زون كې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د دفتر کارکوونکې چې وروسته ددغه کمېسيون د ختيځ زون د ښځو چارو مرستياله وه .
داړيکې شمېره : ٠٧٠٧٩٤٢٨٢٧
١۵۸- الحاج صالح محمد صالح
د کونړ د خلکو استازى ، رايې : ۵۸۵۳
الحاج صالح محمد صالح د ميرزامحمد زوی ، چې په ۱۳۴۶ لمريز کال کې د کونړ ولايت د پيچ درې ولسوالۍ د برکندي په کلي کې زيږېدلی دی ، خپلې لومړنۍ زده کې يې د خپل کلي په ښوونځي کې کړي اومنځنۍ زده کړی يې د پښتونخوا د باجوړ د امام ابوحنيفه نعمان په ښوونځی بشپړې کړې دېې او د ۱۲ ټولګي د فراغت سند يې په ۱۳۸۵ لمريز کال کې له پيښور څخه لاسته راوړی دی . د روسانو خلاف په جهاد کې يې برخه اخيستې او په سوداګرۍ بوخت وو، د درېيو کلونو لپاره د کونړ ولايت د ترانسپورټ مدير پاتې شوی او په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د ۱۵ مې دورې د مشرانو جرګې غړی و .
داړيکې شمېره :۰۷۰۰۶۴۱۲۰۱