١-ملي راډيو تلوېزون:
دا په کونړ کې دولتي راډيو او تلوېزون دی، چې د دولت له لوري تمويلېږي او له ۳۰ زيات کسان په کې په دندو بوخت دي. دغه تلوېزون په ۱۳۶۴ لمريز کال کې پر فعاليت پيل کړی دی.
 
٢-ځلا تلوېزون:
دا په کونړ کې جوړېدونکی تلوېزون دی، چې شکېب سانين يې د جوړولو هوډ کړی و؛ خو لا تر اوسه نه دی فعال شوى.
د اړيکې شمېرې: ۰۷۰۰۶۲۷۸۲۵
برېښناليک: [email protected]
 
٣-بدلون راډيو:
دا په کونړ کې يوه له فعالو راډيوګانو څخه ده، چې په ۲۰۱۰ کال کې د احمدالله ارچيوال له لوري جوړه شوه، چې ١٢ ساعته خپرونې لري او ۱۲ تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۷۰۲۳۸۲۳ ـ ۰۷۹۳۶۶۳۰۹۰
برېښناليک: [email protected]
 
٤-ځلا راډيو:
دا په کونړ کې يوه فعاله راډيو ده، چې په ۲۰۰۷ کال کې د شکېب سانين له لوري يې بنسټ اېښودل شوى، ۱۵ ساعته خپرونې لري او لس تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړيکې شمېرې: ۰۷۰۰۶۲۷۸۲۵
برېښناليک: [email protected]
 
٥-ښکلا راډيو:
  ښکلا راډيو په ۱۳۹۰ کال کې د عبيدالله قانع له لوري په کونړ کې رامنځته شوه.اوه ساعته خپرونې يې درلودې او ۱۵ تنه کارکوونکو په کې کار کاوه؛ خو په ۱۳۹۱ کال کې د مالي ستونزو له امله يې خپرونې بندې شوې.
د اړيکې شمېرې: ۰۷۰۷۰۶۸۳۵۷
برېښناليک: [email protected]
 
٦-ځلا جريده:
دا پنځلس ورځنۍ جريده په ۲۰۰۸ کال کې د شکېب سانين له لوري رامنځته شوه، چې پر کونړ سربېره، لغمان، ننګرهار او نورستان ولايتونو کې هم وېشل کېده. د دوه زره ګڼو په شمېر کې چاپېدله ، اوه تنه کارکوونکو په کې کار کاوه؛ خو اوس مهال د مالي ستونزو له امله درېدلې ده.
د اړيکې شمېرې: ۰۷۰۰۶۲۷۸۲۵
برېښناليک: [email protected]
 
٧-سيمه مجله:
دا په کونړ کې له چاپېدونکو فعالو مجلو څخه ده، چې په ۱۳۸۹ کال کې د سيد عبدالله نظامي له لوري په مهالنۍ ډول چاپېږي. په سيمه مجله کې نهه تنه کار کوي.
د اړيکې شمېرې: ۰۷۰۷۴۰۰۸۳
برېښناليک: [email protected]
 
٨-لوپټه مجله:
دا مجله هم په مهالني ډول په کونړ کې د ښځو لپاره چاپيږي، چې په ۱۳۸۹ کال کې د برېښنا شېرزۍ له لوري تاسيس شوې ده. پنځه تنه په کې په کار بوخت دي او د هېواد په زياتو ولايتونو کې وېشل کېږي، مالي لګښت يې د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي له خوا ورکول کېږي.
د اړيکې شمېرې: ۰۷۰۷۷۶۲۳۵۳
برېښناليک: [email protected]
 
٩-نښتر راډيو:
دا په کونړ کې يوه فعاله راډيو ده، چې په ۱۳۹۱ کال کې د نجيب الله له لوري يې بنسټ اېښودل شوی، ۸ ساعته خپرونې لري او پنځه تنه په کې په کار بوخت دي، خو اوس مهال د يادې راډيو مسووليت سيد اغا ميا خيل ته سپارل شوی دی.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۷۰۲۳۸۲۳
 
١٠-کونړمجله:
دا په کونړ کې له چاپېدونکو فعالو مجلو څخه ده، په ۱۳۷۷ کال کې د اطلاعات او کولتور رياست له لوري رامنځته شوه ، چې اوس هم په هرو  درېيو مياشتو کې يو ځل چاپېږي. مسوول مدير يې جنت ګل فدا دی.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۴۶۰۶۶۸۰
برېښناليک: [email protected]
 
١١-رغاونه جريده:
دا مياشتنۍ جريده د ښاروالۍ رياست له لوري د حميدالله په مسوول مديريت چاپېږي.
 
١٢-کونړ جريده:
دا مياشتنۍ جريده له ۱۳۸۴ کال راهيسې د اطلاعات او کولتور رياست له لوري چاپېږي. مسوول مدير يې ضيا الرحمن سپين غر دی.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۶۷۱۰۶۳
برېښناليک: [email protected]
 
١٣-ستوري مجله:
 دا مجله د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې له خوا په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د لومړي ځل لپاره چاپ شوه. د دې مجلې چې تر ډېره علمي او سياسي مسايل خپروي، مسوول مدير يې عرفان الله کوټوال دی.
 
١٤-ښوونه او روزنه مجله:
دا مجله د کونړ د عالي دارالمعلمين د ادارې له خوا په ۱۳۹۰ لمريز کال کې رامنځته شوه، چې مسوول مدير يې عبيدالله حامد دی او لګښت يې د فضل الله وحيدي پر غاړه دی.
 
دغه راز يو مهال په کونړ کې د ځوانانو او اسعداباد په نومونو جريدې، کونړ کرکټ، غنچه، افاق، سپرغۍ، کونړغږ، خوځښت او بدلون مجلې هم چاپېدې ، چې اوس د مالي ستونزو له امله په ټپه درېدلي دي.