١-رسا ادبي او فرهنګي ټولنه:
په کونړ کې د فرهنګي هڅو پيل د رسا ادبي او فرهنګي ټولنې له خوا د طالبا د واکمنۍ پر مهال وشو. ياده ټولنه په۱۳۸۰ لمريز کال کې د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ډاکټر نظام الدين ماليار په مشرۍ رامنځته شوه، چې ادبي او فرهنګي فعاليتونه کوي.
 
 
٢-د سيد جمال الدين افغان مدني ټولنه:
دا مدني ټولنه د کونړ په بېلا بېلو ولسواليو کې د ځوانانو، فرهنګيانو او د نظر خاوندانو له خوا په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د ځوانانو د همغږۍ لپاره رامنځته شوه، چې مشري يې ډاکټرنظام الدين ماليار کوي.
 
 
٣-د ځوانانو علمي او کولتوري ټولنه:
دا ټولنه په ۱۳۸۲ کال کې د استاد فريدالله حسام له لوري رامنځته شوه، چې موخه يې سالمې روزنې ته د نويو او تنکيو ځوانانو هڅول او د هغوی د علمي کچې لوړول و .
 
 
٤-د لوستو ځوانانو ټولنه:
د لوستو ځوانانو ټولنه په ۱۳۸۲ کال کې د محمدطيب عطا له لوري رامنځته شوه، چې تر ډېره د لوستو ځوانانو د علمي کچې د لوړېدو، د ښوونيزو وړيا کورسونو د جوړولو، له نشه يي توکيو د ځوانانو د ژغورلو او د سپورټي سياليو د جوړولو په برخه کې فعاليتونه کوي. دغه ټولنه له زر تنو ډېر غړي لري.
 
 
٥-ځوان فکري خوځښت ټولنه:
دا په مرورې ولسوالۍ کې د يوشمېر ځوانانو له خوا په ۱۳۹۱ لمريز کال کې جوړه شوې، چې د ځوانانو د پرمختګ، په ولسوالۍ کې د عامه خيريه کارونو کول، پوهنې ته د ځوانانو هڅول او پرمختګ په برخه کې فعاليتونه کوي، چې مشر يې محمد سعيد ماموند دي.
 
 
٦-شپول ادبي بهير:
 دا ادبي بهير د کونړ ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د شاعرانو او ادب مينه والو له لوري په ۱۳۸۳ کال کې رامنځته شو، چې مرسلام مجاور يې مشري په غاړه لري او تل ادبي غونډې او مشاعرې جوړوي.
 
٧-د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنه:
دا ټولنه په خاص کونړ ولسوالۍ کې په ۱۳۸۵ کال کې د مورنۍ ژبې د بډاينې او غني کېدو لپاره جوړه شوې، چې عرفان الله کوټوال يې مشر دی. ياده ټولنه ډېری ادبي او فرهنګي فعاليتونه کوي.
 
٨-اخلاص ادبي او فرهنګي ټولنه:
دا ټولنه د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ادبي فعاليتونو او مشاعرو لپاره جوړه شوې، چې په ۱۳۸۸ کال کې يې د حضرولي تړون له لوري بنسټ کېښودل شو.
 
 
٩-د ځوانانو اصلاحي ټولنه:
دا ټولنه د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ځوانانو له لوري په ۱۳۸۱ کال کې جوړه شوې  ده، چې د ځوانانو د علمي کچې د لوړولو هڅې کوي. اوسمهال يې مشري مولوي فرمان الله کوي.
 
١-ځوان فکري يون ټولنه:
ځوان فکري يون د کونړ با احساسه ځوانانو ټولنه ده، په ۱۳۸۸ کال کې رامنځته شوې، چې د ځوانانو په برخه کې فعاليتونه کوي او مشري يې د محمد سفر ساپي پرغاړه ده.
 
١١-دکونړ ځوانانو منتخب فدراسيون:
دا فدراسيون د کونړيو ځوانانو له لوري په ۱۳۸۸ لمريز کال کې رامنځته شوی، چې د کونړ ټولې ادبي، فرهنګي او مدني ټولنې په کې ګډون لری، چې فعاليتونه يې د ځوانانو د ستونزو په لرې کېدو، د ځوانانو لپاره د کارموندنې او نوور برخو را څرخي . د دې ټولنې مشر عاشق الله چکري دی.
 
 
١٢-د کونړ د ځوانانو ټولنيزه او کولتوري ټولنه:
دا ټولنه په غازي اباد ولسوالۍ کې په ۱۳۸۷ کال کې د حياالدين احساس له لوري رامنځته شوې، چې فعاليتونه يې تر ډېره د ځوانانو د پرمختګ لپاره دي.
 
 
١٣-د ملي ارمانونوفرهنګي ټولنه:
دا ټولنه د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ډاکټر نواز حقيقت سانين له خوا په ۱۳۸۴ لمريز کال کې جوړه شوې، چې د ځوانانو لپاره د ښوونې او روزنې، اقتصادي پياوړتيا، ادبي او کولتوري برخو کې کار کوي.
 
١٤-پيوند ادبي ټولنه:
دا ټولنه د کونړ په شيګل ولسوالۍ په ۱۳۸۴ کال کې رامنځته شوې  ده، چې ادبي فعاليتونه کوي او مشر يې امين الله سايل دی.
 
١٥-اسمار ادبي ټولنه:
په اسمار ولسوالۍ کې فعاله ادبي ټولنه ده ، چې مشري يې اختر محمد مومند کوي او په ۱۳۸۴ کال کې رامنځته شوې ده.
 
١٦-د ځوانانو فرهنګي ټولنه:
دا په وټه پور ولسوالۍ کې د اجمل حسين محبوبزي په مشرۍ جوړه شوې ټولنه ده ، چې تر ډېره د ځوانانو په برخه کې فعاليتونه کوي.
 
١٧-څوکۍ ادبي بهير:
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې فعاله ادبي ټولنه ده، چې وخت ناوخته ادبي غونډې او مشاعرې جوړوي. په ۱۳۸۴ کال کې رامنځته شوې او مشري يې اصف مياخېل کوي.
 
 
١٨-ځوان ادبي بهير:
دا په کونړ کې د ځوانانو ادبي بيهر دی، چې مشري يې عبدالله نظامي کوي او تل يې ادبي غونډې جوړولې.
 
١٩-د سرکاڼو د ځوانانو اصلاحي ټولنه:
ياده ټولنه په سرکاڼو ولسوالۍ کې فعاله ادبي ټولنه ده، چې په ۱۳۸۸ کال کې رامنځته شوې او ادبي فعاليتونه کوي.
 
٢٠-د نورګل ځوانانو اصلاحي ټولنه:
دا اصلاحي ټولنه په ۱۳۸۷ کال کې په نورګل ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې تر ډېره د ځوانانو د اصلاح لپاره کارکوي او مشري يې د خان رحمن پر غاړه ده.