کونړ ولايت د مرکز په ګډون ١٥ اداري واحدونه لري.
۱-اسعد اباد :
اسعداباد د کونړ ولايت مرکز دى،چې ۴۸۰ کيلو متره مربع مساحت لري ،د ۵۲ لويو او وړو کليو لرونکى دى، چې  ۱۳۳۴۴۵ تنه  وګړي پکې ژوند کوي ، اسعداباد په چغسرای سره هم يادېږي، د اسعداباد ښار شمال ته د چغان په نامه يوه تاريخي غونډۍ ده ، چې د چغانيانو واکمني پکې تېره شوې او ډېر تاريخي ارزښت لري، دا ښار له طبعي پلوه ډېر ښکلی دی ،د ښار په منځ کې دپيچ درې سيند تېر شوی . دغه راز په بله څنډه کې يې د کونړ لوی سيند بهيږي .
۲-نرنګ ولسوالي:
دغه ولسوالۍ د اسعداباد سوېل ته د جلال اباد پر لويه لاره پرته ده، ۱۶۴ کيلومتره مربع مساحت او ۶۸ لوی او واړه کلي لري، چې د وروستيو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴۸۷۰۰  وګړي پکې ژوند کوي ، ډيرى  وګړي  يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
۳-څوکۍ ولسوالي:
نوموړې ولسوالۍ داسعداباد سوېل ته د جلال اباد پر لويه لاره پرته ده، ٢٤٩ کيلومتره مربع مساحت او ۱۲۲ لوی او واړه کلي لري ، د وروستيو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۵۴۷۲۵ تنه يې نفوس ښودل شوی، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، غرنۍ سيمې يې ځنګلونه لري.
۴-نورګل ولسوالي:
 دا ولسوالي هم د مرکز اسعداباد سوېل ته د جلال اباد پر لويه لاره پرته ده او د ننګرهار د ښېوې او د دره نور ولسواليو سره ګډه پوله لري، مساحت يې ۳۶۷ کيلومتره مربع دی او ۸۷ لوی او واړه کلي لري ،شاوخوا ۵۳۱۷۰ تنه وګړي پکې ژوند کوي او زيات خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
۵- خاص کونړ ولسوالي :
دغه ولسوالي د اسعداباد سوېل ختيځ لوري ته پرته ده ، ۳۳۷ کيلو متره مربع مساحت  او ۶۶ کلي لري ،نفوس يې شاوخوا ۴۷۸۹۰ تنه اټکل شوى ، د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ او د ډيورنډ کرښې سره سرحدونه لري، خلک يې په کرنه او مالدارۍ کې بوخت دي، د شرق ستر نابغه سيدجمال الدين افغان هم په دې ولسوالۍ کې زېږېدلى و.
۶- سرکاڼو ولسوالي:
دا ولسوالي هم داسعداباد په سوېل ختيځ کې پرته ده ، مساحت يې ۲۹۷ کيلومتره مربع دی ، ۸۳ کلي لري ، ۴۵۹۳۰ تنه نفوس يې اټکل شوى، ، خلک يې  په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د ډيورنډ کرښې اود خاص کونړ او مرورې ولسواليو او مرکز اسعد اباد سره سرحدونه لري.
۷- مرورې ولسوالي:
دغه ولسوالي د اسعداباد ختيځ ته پرته ده، ۱۵۹ کيلومتره مربع مساحت لري او ۴۳ کلي لري ، شاوخوا۲۶۸۵۰ وګړي پکې ژوند کوي ،سرحدي ولسوالي ده دډيورنډ کرښې او د سرکاڼو ولسوالۍ، مرکز اسعد اباد او شيګل ولسوالۍ سره سرحدونه لري.
۸- شيګل ولسوالي:
 دا ولسوالي د مرکز اسعداباد ختيځ ته پرته ده ، ۹۵ لوی او واړه کلي لري، چې نفوس يې شاوخوا۵۷۳۷۰ تنه ښودل شوی،خلک يې په کرنه بوخت دي. پراخه ځنګلونه لري، مشهور جهادي قوماندان کشمير خان د همدې ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
۹-اسمار ولسوالي:
نوموړې ولسوالي هم داسعداباد ختيځ ته پرته ده ، ۹۱۰ کيلومتره مربع مساحت لري او ۴۷ کلي لري،د وروستيو معلوماتو له مخې يې نفوس شاوخوا ۲۹۵۴۵ تنه اټکل شوى، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. دا هم ډيورنډ سره ګډه پوله لري.
د برېښناد سره تاق بند، چې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال يې سروې شوې وه، چې که جوړ شي، شاوخوا ۲۵۰۰ ميګاواټه برېښنا  توليدولى شي، په همدې ولسوالۍ کې دکونړ پر لوی سيند پروت دى.
۱۰- دانګام ولسوالي:
دا ولسوالي هم دمرکز اسعداباد ختيځ ته دډيورنډ کرښې ته څېرمه يوه غرنۍ ولسوالي ده، مساحت يې ۳۳۴  کيلو متره مربع  ده، ۳۶ لوی واړه کلي لري، نفوس ۲۴۶۳۰ تنه اټکل شوى، او خلک يې زيات په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
۱۱-غازي اباد ولسوالي:
دغه ولسوالي داسعد اباد ختيځ  ته  پرته ده ، ۵۵ کلي لري او نفوس شاوخوا ۳۷۲۹۰ تنه ښودل شوی، خلک يې زيات په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې مشواڼي ، ګجر او سالارزي قومونه پکې ژوند کوي، په غرييزو ساحو کې ځنګلونه هم لري.
۱۲-ناړۍ ولسوالي:
دا ولسوالي هم د مرکز اسعد اباد ختيځ  ته پرته ده ، ۳۷۷  کيلومتره مربع مساحت لري ،نفوس شاوخوا ۴۷۷۶۵ تنه ښودل شوی او ۸۱ لوی او واړه کلي لري،خلک يې په کرنه اومالدارۍ بوخت دي،غرونه يې ټول دنښترو په ونو پوښل شوي، د ډيورنډ کرښې له چترال سره،دختيځ نورستان دکامدېش ولسوالۍ اود غازي اباد ولسوالۍ سره سرحدونه لري، ګجر،سالارزي،مشواڼي او کوهستاني قومونه پکې ژوند کوي.
۱۳-وټه پور ولسوالي:
دغه ولسوالي د مرکز اسعداباد شمال ته پرته ده، چې د پېچ درې سيند په دوه برخو ويشلې، ۴۹ لوی او واړه کلي لري، نفوس يې شاوخوا ۲۸۵۹۵ تنه ښودل شوی، د ماڼوګي ولسوالۍ او د نورستان د مرکزي ولسوالۍ وانټ وايګل او مرکز اسعداباد سره سرحدونه لري . د مناګي برېښنا کوټ بند، چې اوس منظور شوى، د پېچ درې پر سيند په همدې ولسوالۍ کې جوړېږي ، چې دوه نيم ميګاواټه برېښنا به توليدوي ، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
۱۴-ماڼوګي ولسوالي:
دا ولسوالي هم د مرکز اسعداباد شمال ته پرته ده، د نفوس او مساحت له پلوه تر ټولو لويه ولسوالي ده، ۵۳۱ کيلومتره مربع مساحت لري، نفوس يې شاوخوا ۷۶۷۸۵  تنه اټکل شوى ، دا هم يوه غرنۍ ولسوالي ده او په غرونو کې يې د قيمتي ډبرو(بيروچ،کونزيټ اوکمرين) کانونه شتون لري، ساپی قوم پکې ژوند کوي او خلک يې دکانونو دکندلو سربيره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
۱۵- چپه دره ولسوالي:
دا لسوالي هم د مرکز اسعداباد شمال ته پرته ده ، چې  ۲۲۹ کيلومتره مربع مساحت لري ،۱۱۰ لوی او واړه کلي لري ،چې د وروستيو معلوماتو له مخې يې نفوس شاوخوا ۴۷۶۰۵ زره  ښودل شوی ، د مرکزي نورستان واما ولسوالۍ  او لغمان  سره سرحدونه لري ، ساپی قوم  پکې ژوند کوي  اود کونړ د قيمتي ډبرو(  بيروچ ، کونزيټ او دکمرينو  ) کانونه په کې دي، د ځايي چارواکو په وينا، په چپه دره ولسوالۍ کې اوس هم د ۱۱۰۰ کانونو کې عملا کار روان دی،چې په غير فني توګه ويستل کېږې او پاکستان ته قاچاق کېږي، ددې ولسوالۍ  زيات خلک  يې  دمعدنونو  په  راويستلو بوخت دي.