د کونړ ولایتي شورا نهه غړي لري چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې درېيو پخوانيو غړو يو ځل بيا وکولى شول دې شورا ته لاره پيدا کړي. د کونړ ولايتي شورا په داخلي ټاکنو کې لاندې کسان د اداري پلاوي د غړو په توګه وټاکل.
رييس: دين محمد پيلوټ ساپى
مرستيال: جمال الدين سيار
منشي: ولايت خان
 
١- عبدالطيف فضلي:
عبدالطیف فضلي دعبدالهادي زوى ، چې په ۱۳۵۹ لمریزکال کې د برنرنګ په سیمه کې زېږېدلى دى. فضلي د کونړ د نرنګ ولسوالۍ  اوسېدونکی دى. نوموړي دپاکستان پیښور کې د جامعه امام بخاري د شرعياتو په رشته کې د ليسانس تر کچې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړي وړاندې له دې چې د کونړ په ولايتي شورا کې د خلکو استازى شي، یو کال د ښونکي په توګه دنده ترسره کړې او له هغه وروسته دافغانستان د خلکو لپاره دخیریه خدماتومرستندویه ټولنې د ريیس په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی په دعوت اسلامي افغانستان ګوند پورې تړاو لري.
د اړیکې شمېره: ۰۷۸۸۲۲۲۲۶۱
٢- ولايت خان:
ولایت خان د فتح خان زوی ، چې په ۱۳۵۲ لمریزکال کې د اسمار ولسوالۍ په پلوڅوناو کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ اوسېدنکی دى. ولایت خان د پاکستان په باجوړکې دامام ابوحنیفه نعمان لېسه کې تر دوولسم ټولګي زده کړې کړې دي. نوموړى وړاندې تر دې چې ولايتي شورا ته بريالى شي، په شخصي سوداګرۍ بوخت او کومه رسمي دنده يې نه لرله. دی د کونړ د ولايتي شورا په داخلي ټاکنو کې د منشي په توګه وټاکل شو. ولایت خان د افغانستان له حزب اسلامي سره تړاو لري.
د اړیکې شمېره :  ۰۷۷۵۸۵۸۲۲۸
٣- ملک شېرزمين:
ملک شیرزمین د میر عالم زوی ، چې په ۱۳۳۹ لمریز کال کې دناړۍ ولسوالۍ دبریکوټ کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دى. شېرزمين د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ له دوولسم ټولګي فارغ دى او په پوځي برخه کې يې دنده ترسره کړې ده. پوځي رتبه يې جګړن ده. شېرزمين وړاندې له دې چې د کونړ د ولايتي شورا غړيتوب ترلاسه کړي، له څلورو کلونو راهيسې د ناړۍ ولسوالۍ د ګمرګ د څانګې د مدیر په توګه دنده تر سره کوله. نوموړی له کوم سیاسي ګوند سره تړاو نه لري.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۰۹۱۹۸۷۰ 
٤- جمال الدين سيار:
جمال الدین سیار د ګل رحیم زوی ، چې په۱۳۵۶ لمريز کال کې زېږېدلى. سيار د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ اوسېدونکی دى. نوموړي د شرعياتو په برخه کې د پاکستان په الجامعت اسلامیه کې د ليسانس تر کچې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، درې کاله د کونړ - جلال اباد د لویې لارې جوړېدو پرمهال د امنیتي چارو مسوول وو. څلور کاله يې د سولې عالي شورا د کونړ د ولایتي دفتر د اړیکو د مسوول په توګه دنده ترسره کړې. نوموړى د ولايتي شورا د غړو ترمنځ په داخلي ټاکنو کې ددې شورا مرستيال وټاکل شو. نوموړی د افغانستان د حزب اسلامي سره تړاو لري.
د اړیکې شمېره : ۰۷۷۷۹۰۱۲۹۵
٥- دين محمد پيلوټ ساپى:
دین محمد پیلوټ ساپی د محمد عمر زوی او د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دى. نوموړى په ۱۳۴۴ هجري لمريز کال کې د څوکۍ ولسوالۍ په کلمانۍ سیمه کې زېږېدلى دى. ساپي په پوځي برخه کې لوړې زده کړې کړې دي او ۱۳۶۳ کال کې د کابل د حربي پوهنتون له هوایي څانګې څخه د پيلوټ په توګه فارغ شوى دى. ساپي په هوايي برخه کې پنځلس کاله دنده ترسره کړې ده او په عسکري رتبه کې جګړن دى. نوموړي وکولى شول د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې ولايتي شورا ته لاره ومومي. ساپى ددې شورا په داخلي ټاکنو کې د رييس په توګه ټاکل شوى دى. نوموړی په کوم سیاسي ګوند پورې تړاو نه لري.
د اړیکې شمېره: ۰۷۷۹۰۹۰۷۹۲
٦- محمد ساپى:
محمد ساپی د مبین زوى ، چې په ۱۳۵۲ لمریزکال کې په ننګلام سيمه کې زېږېدلى دى. ساپى د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی دى. ساپى د کندهار ولایت د احمد شا بابا د عالي لېسې له دوولسم ټولګي فارغ شوى دى. نوموړى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، په سوداګرۍ بوخت و او کومه دنده يې نه درلوده. نوموړى له حزب اسلامي سره تړاو لري.
د اړیکې شمېره: ۰۷۷۲۱۶۱۰۰۲
٧- شاه ولي همت:
شاه ولي همت د سلطان محمد زوی ، چې په ۱۳۵۳ لمریز کال کې زېږېدلى دى. همت د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی دى. نوموړي تر دوولسم ټولګي د پاکستان باجوړ امام ابوحنیفه نعمان لېسه کې زده کړې کړې دي. وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته بريالى شي کومه رسمي دنده يې نه درلوده. نوموړی له حزب اسلامي سره تړاو لري.
د اړیکې شمېره: ۰۷۷۷۷۸۰۱۴۱
٨- روهينه مشواڼۍ:
روهینه مشواڼۍ د حاجي سخي مشواڼي لور ده ، چې په ۱۳۵۷ لمریزکال کې د اسمارولسوالۍ د پلوڅوناو سیمه کې زیږیدلې، مشواڼۍ په ۱۳۸۹ کال کې د بي بي فاطمې له لېسې څخه فارغه شوې او اوسمهال په کابل کې د دنيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي محصله ده. نوموړې وړاندې له دې چې د کونړ په ولايتي شورا کې د خلکو استازى شي، کومه دنده يې نه ترسره کوله. نوموړې په کوم سیاسي ګوند پورې تړاو نه لري.
د اړیکې شمېره: ۰۷۷۲۶۱۰۲۳۰   
٩- مريم ساپۍ:
مریم ساپۍ د مقدس خان لور ده ، چې په ۱۳۸۹کال کې د لچلام سیمه کې زېږېدلې ده. ساپۍ د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکې ده. نوموړې د الايې لېسې له دوولسم ټولګي فارغه ده. وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته کاميابه شي، یوکال يې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې. نوموړې په کوم سیاسي ګوند پورې تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره:٠٧٧٧٧١١١٧٣