Data Gathered Date: 

Monday, July 29, 2013 - 12:15

 اسد آباد
 د زمري ١٢مه، ١٣٨٨ پژواک خبري اژانس
 
د ختيځ سرحدي ولايت کونړ اوسېدونکي په ټاکنو کې برخې اخيستلو ته چمتو دي ، دوى ډېرى له راتلونکي ولسمشر څخه د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړول اوپه سيمه کې امنيت غواړي .  کونړ چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ٢٦٠ کيلومتر ه ګډه پوله لري ، د  ١٤ ولسواليو لرونکى ولايت دى . دغه ولايت په ولايتي شورا کې  ٩ څوکۍ لري، چې درې يې د مېرمنو دي ، سږ کال  د ولايتي شورا ټاکنو ته ٥٧ تنو   ځانونه کانديد کړي ، چې يواځې درې يې مېرمنې دي .
 
دغه راپور په روانه اونۍ کې ددغه ولايت د مرکز او پنځو  ولسواليو  د لسو  اوسېدونکيو  د مرکو په اساس جوړ شوى، چې درې يې ميېرمنې دي .              
 
د لېسې مديره : دولت پوهنې ته هيڅ پاملرنه ، نه کوي
 
د کونړ  د مرکز (  اسعد آباد ) دبي بي فاطمې دلېسې مديره ٥٠ کلنه ګلبرو وايي چې ددې لپاره چې غوره ولسمشر او د ولايتي شورا غړى وټاکي په ټاکنو کې ګډون کوي .
 
دغه مېرمن وايي چې له پنځو کلونو راهيسې يې  په ژوند کې هيڅ تغير نه دى راغلى .
هغه زياتوي : ((  دولت معارف ته  لکه څومره چې په کار ده هيڅ پام نه دى کړى ،دمعلم معاش ډېر کم دى، هيڅوک ورته زړه نه ښه کوي ، چې په يوه ښوونځي کې معلم شي، ځکه چې د ژوند اړتياوې يې په دغه معاش نه پوره کيږي .))
هغه په ټاکنو کې د خلکو په پوره ګډون هم باوري نه ده او وايي چې شايد نيم خلک د ناامنيو له وېرې ګډون ونه شي کړاى.
  
 
 زده کونکې :  واکداران د ځان خدمت کوي
 
 د فاطمې لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې ١٨کلنه فريده وايي چې په ټاکنو کې برخه اخلي او خپله کورنۍ هم دې ته هڅوي .
هغه وايي چې دولت بايد پوهنې ته ځکه پاملرنه وکړي ، چې  ټوله جګړه نالوستو جوړه کړې ده .
  فريده د ټاکنو د ورځې په امنيت باوري نه ده او وايي چې اوس په کورنيو کې دا خبرې خوله په خوله ګرځي ، چې د ټاکنو په ورځ باندې ونه وځي .
هغه ، په خپلو واکمنانو هم باور نه لري او وايي : (( واکداران دافغانستان خدمت نه،بلکى دخپل جېب خدمت کوي،کنه دومره وخت تېرشو او دکونړ په سيند ، دبرېښنا بند نه جوړېږي . ))
 
  يو ځوان : اجل يې  په زور زموږ کلي ته را وستى
 
 دوټه پورولسوالۍ اوسېدونکى ٣٨ کلن جنت ګل فدا که څه هم په ټاکنو کې برخه اخلي ، خو په پايلو يې باوري  نه دى .
د نوموړي په باور ، د هېوادوالو رايې  ځکه اغيزمنې نه دي ، چې  دلته به زورور هېوادونه داسې يو ولسمشر ټاکي، چې د دوى د امر تابع وي .
 د وټه پور ولسوالۍ، چې مرکز ته نږدې پرته ده ، د بهرنيو ځواکونو مرکز په کې دى او هغه هم د کورونو په منځ کې .
فدا وايي چې داسې ورځ به نه وي ، چې په دغه مرکز بريد ونه شي، چې په ټس کې يې ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله   اوړي .
هغه زياته کړه  : (( اجل زموږ کلي ته په زور راغلى دى، موږ له دواړو لوريو وژل کيږو،ټپيان کيږو ، ځورول کيږو اوپه يوه مو هم وس نه بريږي. ))
 
٤٨کلن  اوسېدونکى: ټوله شپه پيره کوو
 
 دنرنګ ولسوالۍ دکوټکي دسيمې اوسېدونکى ٤٨کلن سلطان محمودسالمزى وايي چې په ټاکنو کې به برخه اخلي او د  خپلې خوښې کانديد به ټاکي.هغه وايي چې له ولسمشر څخه به يې غوښتنه دا وي ، چې ټول ولس يو موټى کړي او د کورنيو او بهرنيو دښمنانو د لاسوهنو مخه ونيسي. سالمزى وايي چې که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې دده شخصي ژوند کوم مثبت تغير نه دى کړى ،خو په سيمه کې د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې عملي شوې دي.هغه ترټولو لويه ستونزه نا امني  ګڼي او وايي چې په سيمه کې له دواړو لوريو ( مخالفينو او بهرني ځواکونو ) عوام وژل کېږي. نوموړي زياته کړه : (( خلک په ارامه پخپل کورکې شپه نه شي سباکولى،زه پخپله اوزامن مې ټوله شپه پېره کوو.))
 
٢٥ کلن اوسېدونکى:  که اداري فساد وي ، امنيت نشي راتلاى
                                                                                                                                                                                                                                                                                                     دڅوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکى ٢٥ کلن روح الله وايي  چې په ملک کې اداري فساد دى او دا ځکه چې نظام مصلحتي دى .
نوموړي وايي چې که له ولسمشر سره مخ  شي، نو د مصلحتي نظام د ختمولو غوښتنه به ترې کوي .
 هغه په دې باور دى، چې ترڅو اداري فساد ختم شوى نه وي ، امنيت  به را نشي او دا ځکه چې په اداري فساد کې قانون نه پلي کېږي او دا کار نا امنيو ته لاره هواروي .  روح الله په ټاکنو کې برخه اخلي ، خو په دې شرط  چې امنيت يې خوندي وي ، خو د ټاکنو په پايلو ځکه باوري نه دى چې په وينا يې  په ملک کې په زرګونو بهرني پوځيان مېشت دي او کانديد به د بهرنيانو په خوښه وي نه د ولس .
 
 
د مرکز  اوسېدونکى:  ژوند مو د پخوا په پر تله ډېر  ښه شوى
 
د مرکز او سېدونکى ٢٥کلن حشمت ژمن وايي چې اوس يې په ولايت کې ٢٣٠ساختماني شرکتونه اوله ٢٥ څخه زياتې انجوګانې کارکوي ، چې ده ته هم په کې د کار زمينه برابره شوې ده او ژوند يې ښه شوى دى .
 هغه وايي چې خپله او کورنۍ به يې په ټاکنو کې برخه اخلي، خو په  دې شرط چې امنيت يې  خوندي وي .
ژمن وايي چې له ولسمشر څخه يې غوښتنه داده، چې  اداري فساد ختم ، ملي ځواکونه پياوړي کړي ، ترڅو بهرني سرتېري خپلو ملکونو ته بېرته لاړ شي .
 
کونډه :  په ټاکنو کې بايد ټول ګډون وکړي
 
 دخاص کونړولسوالۍ ٣٥کلنه سپوږمۍ، چې دواده په لومړنيو کلونوکې يې خاوند وفات شوى، يوزوى لري او دا مهال دکونړ په مرکز اسعداباد کې دکليو پراختياپه رياست کې په دنده بوخته ده.
هغه وايي چې خپله په ټاکنو کې برخه اخلي او له نورو يې هم همدا غوښتنه ده او دا ځکه چې که څوک ګډون وکړي او که نه نو ټاکنې کېږي، نو  ښه به دا وي چې ټول ګډون وکړي او يو مناسب شخص وټاکي .
دغه مېرمن وايي چې د خاوند جايداد ورپاتې او هم  خپله کارکوي ، نو ژوند يې ښه شوى دى .
هغه امنيت يوه سراسري ستونزه ګني ، خو د خپلې سيمې ستونزه د نجونو د تعليم په برخه کې ويني .
 د نوموړي په وينا ، دلته کورنۍ چمتو نه دي ، تر څو خپلې ځوانې لورګانې داسې ښوونځيو ته ولېږي ، چې ښوونکي يې نارينه وي .
خو دا زياتوي چې په دې سيمه کې ښځينه ښوونکې نشته او له همدې  امله نجونې په څلورم او يا پنځم ټولګي کې ښوونځي پرېږدي .
  هغه همدارنګه په دولت نيوکه کوي او وايي چې د کونړ په دومره اوبو کې دوى  برېښنا نه لري  او خپل موبايلونه په موټرو کې چارچوي .
 
 يو ځوان : په ټاکنو کې برخه نه اخلم
 
د کونړ د مرکز اوسېدونکى ٢٠ کلن  خالد پشتونيار، چې په دولسم صنف کې زده کړه کوي وايي چې د رايې ورکولو  کارټ يې اخيستې، خو په ټاکنو کې برخه نه اخلي .
هغه زياتوي : (( هره ورځ  مو په سلګونو بې ګناه هيوادوال وژل کيږي، هم ټپي کيږي او هيڅوک يې د تپوس نشته که موږ رايه ورکړو او کنه په موږ يو څوک د بل چا په خوښه راتپل کيږي ، ښه به دا وي ، چې خپله مقدسه رايه چاته ورنکړو . ))
 
 
دغه ځوان وايي چې ژوند يې د پخوا په پرتله ښه شوى دى ، پلار يې دولتي وظيفه لري او مشر ورور يې سوداګر ي کوي .
هغه داهم وايي چې په سيمه کې د کورنيو او بهرنيو ځو اکونو له شتون سره سر ه امنيت نه شته او دوى  هر ه شپه پيره کوي .
 
پشتونيار وايي چې که  چيرته له ولسمشر سره مخ شي، نو  لوموړى پوښتنه به يې تر ې داوي چې ولې په دې هيواد کې دا بې ګناه خلک وژل کيږي ؟
 
 سوداګر : کانديدان  د پرديو په چوپړ کې دي
 
 د مرکز يوتن سوداګر٢٦کلن عبدالله وايي چې په راتلونکيو ټاکنو کې ګډون نه کوي او دا ځکه چې په دې جګړه ځپلې ولس کې يې  له درې در جنو زيات کسان د ولسمشرۍ يوې څوکۍ ته  کانديدان دي .
هغه زياته کړه : ((  موږ يوې مړۍ ډوډۍ پسې حېران يو اوددوى دکمپاين مصرف ديوې اونۍ ميليونونه ډالروته رسيږي داټول دپرديو خلک دي که په دې هېوادکې هرڅوک ولسمشرشي حالات نه شي سمولاى او ولسي خلک به همدغسې وژل کيږي.))
 دغه سوداګر  په دې باور دى چې د امنيتي ستونزو له امله به ډېر کم کسان په ټاکنو کې ونډه واخلي .
هغه د ولسمشرۍ ټاکنې يوه ډرامه بولي ،خو وايي چې د ولايتي شورا په ټاکنو کې برخه اخلي او دا ځکه چې د شورا کانديدان ور ته معلوم دي او ښه کانديد په کې پېژني .
هغه وايي چې له ولسمشر څخه به يې پوښتنه دا وي چې په ميلياردونو ډالر چې افغانستان ته راغلل څه شول ؟
  د نوموړي په وينا، د داوود خان په وخت کې  د کونړ پر سيند داسمار دسره تاق په سيمه کې ديوه بند سروى شوې وه چې تر٢٠٠٠ميګاواټه پورې برېښنا د توليداټکل يې کېده ،خو اوس دوى پردۍ بر ېښنا ته ناست دي . 
هغه زياته کړه : ((  زموږه دغه بې مسلکه چارواکي دتاجکستان دبرېښنامزي راغځوي ، زموږ دکونړدسيند دومره ډېرې اوبه دي، چې زموږ ټولې کرنيزې ځمکې يې يوړې تاوان يې موږ ته رسيږي اوګته يې دبل چاده. ))
هغه و ايي چې د برېښنا وزارت يې سيمې ته  د ١٠٠٠ کيلواته برېښنا جنراتور  ورلېږلى چې په يوه ساعت کې  (٢٢٠) لېټره تېل مصرفوي .
 نوموړي زياته کړه : ((   که موږپه ټاکنوکې ګډون وکړو اويايې ونه کړوپه موږهمدغسې بې مسلکه اوبې سواده خلک وزيران کيږي. ))
 
 دولتي کارکونکى : اساسي قانون  نه پلى کېږي
 
   د چپې درې ولسوالۍ اوسېد ونکى فضل احمدصافى چې ٢٢کاله عمر لري  اوپه ملي راډيوتلويزيون کې خبريال دى ،  وايي چې په ټاکنو کې به ګډون کوي .
هغه وايي چې داسې چاته به رايه ورکوي چې په ټولو يو شان د قانون پلي کونکى وي .
صافي زياتوي :((  لوړپوړي چارواکي قانون يواځې په ولسي خلکوتطبيقوي ،ځکه چې شاخوا اوه کاله تېريږي ،خو ولې قانون لاهم نه دى پلى شوى اوزورواکي لاهماغسې دخپل واک په ګدۍ ناست دي . ))