شجاع الملک جلاله د عبدالمالک زوى په ١٣٣٠ لمريز کال کې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې زېږېدلى دى.
لومړنۍ زده کړې يې پخپلې ولسوالۍ کې کړي او بيا يې تر دوولسم ټولګي پورې د ولايت په مرکز کې زده کړې ترسره کړې دي.
پر هېواد د  وخت د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته نوموړى د مجاهدينو له ليکو سره يو ځاى شو او د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د نجات د ملي جبهې جهادي ګوند غړى شو او بيا يې په کونړ کې د قوماندان په توګه  په جهاد کې  ونډه واخيسته.
د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته د بېړنۍ لويې جرګې غړى و ، د ولسي جرګې  په تېره دوره کې ددغې جرګې غړى شو .
نوموړى د ولسي جرګې اوسنۍ دورې ته  په ټاکنو کې بريالى نه شو او د ولسمشر حامدکرزي د سلاکار په توګه و‌ټاکل شو.
شجاع الملک جلاله  د جلاله فاونډېشن په نامه يوه بنسټ لري ، چې په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي او ډېرى فعاليتونه يې د مرستې په برخه کې دي.
نوموړى د ١٣٩٢ لمريز کال د چنګاښ په ٢٣مه، د کونړ د والي په توګه وټاکل شو.
شجاع الملک په پښتو ، دري او عربي ژبو خبرې کولى شي .