ليکنه : م،ش،محبوب
د هېواد له مرکز سربېره په يو شمېر ولاياتو کې د شهيدانو اونۍ تېره ورځ ښه په درز ونمانځل شوه، کابل ښار خو بيخي خاموشه و، هر پلو په کې تور،سپين او شين بيرغونه پړکيدل، ځاى، ځاى موټريز کاروانونه وو او په ښار کې يې دورې وهلې، په جلال اباد ښار کې هم ياده ورځ ونمانځل شوه، خو د قصر دننه، دا ډېره ښه ده چې په ښار کې يې مشکلات راولاړ نه کړل او د کابل غوندې يو شمير سرتمبه کسانو ښاريان ناارمه نه کړل.