د افغانستان په مرکز کې د هندوکش د غرونو واورې، چې ويلي کېږي؛ نو د کلکو تيږو په توږلو اوبو ته لاره وباسي. د ميلينونو کلونو په اوږدو کې د اوبو مالګې، چې کېلسيم کاربونېټ نومېږي د اوبو چاپېره دېوالونه جوړ کړي . اوس د هغو دېوالونو په منځ کې اوبه په پنځو لويو کاسو کې راټولې دي، چې “بند امير” نومېږي.
د رڼو نيلا اوبو دا پنځه جهيلونه (ډنډونه) د سمندر نه درې زره ميتره لوړ دي او افغانستان ته تلونکی هر بهرنی غواړي چې يو ځل يې وګوري.
د باميانو له ښار څخه ۷۵ کلومتره شمال لوېديځ کې بند امير د يکاولنګ په ولسوالۍ کې د طبیعي ښکلا او جوړښت يوه بې سارې بېلګه ده.
ځايي خلکو دې ډنډونو ته نومونه ورکړي دي او د هر يو سره يوه کيسه هم تړلې ده. د “امير” نوم د اسلام د څلورم خليفه حضرت علي او د ده د مېړانې او سخاوت يوه نښه ده.
د دې ډنډونو اوبه ټول کال يخې وي او ښايي ډېر منرالونه ولري چې يوه چينه د “شفا” نوم لري او خلک يې اوبه د ځينو ناروغيو درمل ګڼي. ورسره يو زيارت هم جوړ دى، چې حضرت علي ته منسوب دى.
د بند امير تر ټولو لوی جهيل بند ذوالفقار نومېږي، چې څلور ميله کې خپور دی او اوبه يې ۲۹۰۰ متره ژورې دي. له دې سره جوخت او لږ ورښکته تر ټولو وړوکى ” بند پنير” چې ۱۵۰ متره اوږد دی، پروت دی. له هغه څخه ښکته “بند هېبت” ۲ ميله اوږد او ۵۰۰ متره پلن موقعیت لري.
له بند هېبت څخه چې کومې اوبه ۳۰ متره ښکته را توېږي، له هغه څخه يو بل جهيل جوړ شوی، چې ” بند قمبر ” نومېږي. پنځم جهيل بيا نور هم ښکته او د داېرې په شکل کې يې نيم کیلومتر ځمکه نيولې ده. دا ” بند غلامان” نومېږي.
د دې جهيلونو په منځ کې لږې اوبه ډنډ شوې دي او په کې ځنګلي پودينه راشنه شوې ده. دا ” بند پودينه” نومېږي او په تېرو شلو کلونو کې دا نوم خلکو ورکړی ؛ خو په اصل کې بند امير هم هغه د پنځو کاسو نوم دی.
له صفیه حلیم ډات کام نه په مننې