د س. سباوون ليکنه
د ټولټاکنو موده مخ په رارسېدو ده، رسمي او نا رسمي مراسم ورځ تر بلې ټاکنیز کمپاین ته پاتې کېږي. انېښنې او تمې یو له بل سره، سر نه خوري او د خلکو او کاندیدانو غوښتنې او پوښتنې هم سره د پرتلنې وړ نه دي.
نا امني ورځ تر بلې په بر او ساره غځېږي، اقتصاد او د کار کمښت خلک وارخطا کړي دي، تولیدات درک نه لري او په اصطلاح ژوند ټول د څو کسانو په باج و خراج کې تلف کېږي.
دا ټولټال د جاري صورتحال یو وړوکی انځور دی، چې ترشا یې د نړۍ او کورني نظام بې تفاوتي او مجبوریتونه د یو بدرنګ عامل په توګه ترسترګو کېږي.