Opinions Contents

د افغانستان د خلکو غږ له خوا
دغه کانديدان به د ۱۳۹۳ د وري په ۱۶ مه د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې برخه واخلي:
-          اشرف غنی احمدزی
-          زلمی رسول
-          داود سلطان زوی
-          ګل آغا شېرزی
-          قطب الدين هلال
-          عبدالله عبدالله
-          عبدالرب رسول سياف
-          هدايت امين ارسلا

 د  دانش کړوخېل ليکنه
د ١٣٩٣کال د وري د ١٦مې نېټې ټولټاکنو د مودې په رانږدې کېدو او په ټاکنېزو منډو ترړو کې د افغانانو ونډې، ورته لېوالتيا او زيرتيا په دغه بهير کې د افغانانو د پراخې ونډې په تړاو هيلې زياتې کړې دي.
دا ونډه ممکن ترپخوا ځکه زياته شي، چې افغانستان له يوه حساس پړاو څخه د تېرېدو په حال کې دى او افغانان هيله لري، چې د هېواد په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره سياسي انتقال په سوله ييزه توګه ترسره شي.
ټاکنو ته لېوالتيا:
د ټاکنېزو سياليو د روان بهير په درشل کې لېدل کېږي ، چې د ٢٠٠٩ کال په پرتله په ټاکنو کې د ګډون لېوالتيا زياته شوې ده.

د پوهنوال محمد اسمعيل يون ليکنه

جلال اباد (پژواک، ٤ورى ٩٣):دمدني ټولنې یو شمېر غړو په ننګرهار کې دیوې غونډې پرمهال د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتې شورا ګانو ټاکنو اړوند بېلابېل نظرونه وړاندې کړل ، دا چې څه باید وشي، تر څو د افغانانو لپاره ټاکنې په بریالۍ توګه تر سره شي. دغه آنځورونه کاسي ګرانټ جونسن اخيستي دي. ځيرک، په جلال اباد کې حقوقي سلاکار د ټاکنو د برياليتوب لپاره اړينه ده، چې د هېواد په ټولو سيمو کې ترسره شي، په ځانګړې توګه په پښتون مېشتو سيمو کې. په دې سيمو کې عامه پوهاوي ته ډېره اړتيا ده. د عامه پوهاوي پروګرام بايد د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ترڅنګ، د هر فرد له خوا ترسره شي.

کابل (پژواک ، ٤ورى ٩٣):دمدني ټولنې یو شمېر غړو په کابل کې دیوې غونډې پرمهال د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو اړوند بېلابېل نظرونه وړاندې کړل ، دا چې څه باید وشي، تر څو د افغانانو لپاره ټاکنې په بریالۍ توګه تر سره شي. ايمل صافى، په کاپيسا کې وزرشي خبريال ددې لپاره ، چې راتلونکې ټاکنې په برياليتوب سره تر سره شي، اړتيا ده چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون لاسليک شي. موږ پر حکومت او ملي شورا ډېر باور ته اړتيا لرو. نوى نسل بايد په راتلونکو ټاکنو کې رايه ورکړي، د ټاکنو د بهير څارنه وکړي او پر ناسمو کړنو نيوکه وکړي.

Pages

Subscribe to Opinions Feed