مخکې له دې ، چې ټاکنې ترسره شي، موږ بايد ډاډمن شو، چې پاکستان او نړيواله ټولنه له موږ سره د سولې په برخه کې همکاري کوي. زه د ولسمشر کرزي تر وينا وړاندې [د نوامبر مياشتې په وروستيو کې د مشورتي لويې جرګې په پاى کې له هغه سره همغږى نه وم، خو اوس له هغه سره موافق يم. زه باور لرم که له امريکا سره امنيتي تړون د ټاکنو تر ترسره کېدو وځنډول شي، نو دا به سبب شي ، چې ټاکنو ته ښه زمينه برابره شي. ښايي له دې امله د رايې ورکولو پر مرکزونو د طالبانو بريدونه کم وي او دا ددې لامل شي، چې ډېر خلک په ټاکنو کې ونډه واخلي او دې بهير ته لا ډېر مشروعيت ورکړي. اوسمهال ټول کارونه د دولت له لاسه وتلي دي