Opinions Contents

کندهارښار (پژواک): د کندهارښار پر دې دېوال هغه کوترې انځور شوي ، چې د سولې راتلو پيغامونه لېږدوي او دغه کښل شوى انځور د ښو ټاکنو او د رايو د مناسب استعمال هغه مثبته پايله څرګندوي، چې خلک يې د يوې تلپاتې سولې په فال نيسي او د ښار اوسېدونکي يې ننداره کوي.

کندهارښار(پژواک): د کندهار ښارپر دېوال دغه کښل شوى انځور، په ټاکنو کې ګډون د سولې راتلو لپاره رښتينې هڅه په ګوته کوي.
 

کندهارښار (پژواک): د کندهارښار پر دې دېوال د رايې هغه صندوق چې ورسره سوله او رڼا راځي انځور شوى، دغه منظره په ټاکنو کې ګډون، د ښې راتلونکې، سولې او پوهې لپاره يواځېنۍ غوره لار را ښيي

 

١- کندهارښار(پژواک): د کندهار ښارپر دېوال دغه کښل شوى انځور، په ټاکنو کې ګډون د سولې راتلو لپاره رښتينې هڅه په ګوته کوي ٢- کندهارښار (پژواک): دغه رنګينه کلمه د کندهار خلکو د خپل ښار پر دېوالونو رسم کړې ده، د يوې رايې ارزښت ښيي، چې که په سمه توګه وکارول شي، ژوند ته نوي رنګونه راوړي ٣- کندهارښار (پژواک): د کندهارښار پر دې دېوال د رايې هغه صندوق چې ورسره سوله او رڼا راځي انځور شوى ، دغه منظره په ټاکنو کې ګډون، د ښې راتلونکې، سولې او پوهې لپاره يواځېنۍ غوره لار را ښيي ٤- کندهارښار (پژواک): د کندهارښار پر دې دېوال هغه کوترې انځور شوي ، چې د سولې راتلو پيغامونه لېږدوي او دغه کښل شوى انځور د ښو ټا

   له ټاکنو دوه يا درې ورځې وړاندې بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون د درغليو د مخنيوي لپاره، د ولسواليو په کچه خپل همغږي کوونکي نورو سيمو ته تبديل کړي.

د مزار شريف اوسېدونکي فاطمه سلطاني په دې عقيده ده چې افغانان د خپل راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري ، هغه وايي چې ۶۰ سلنه د افغانستان د وګړو ښځې جوړي خو هغوی اجازه نه لري چې رايې ورکړې . دغه ډول ستونزی د افغانستان په جنوب کې ډیرې دي. سلطاني وايي، چې د وزګارو کسانو شمېره زياته شوې او ډېرى افغانان په خپل هېواد کې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. دى په دې فکر دى، چې اصل ملاتړ نړيواله ټولنه جوړوي او وايي:(( خو په هغه صورت کې چې موږ د هغوى ملاتړ له لاسه ورکړو، نو نه شو کولى، چې کافي پرمختګ ولرو.))

تر ټولو مهمه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون بې طرفي او روڼوالى دى. د ولايتونو په کچه د درغلۍ ډېرې لارې شتون لري. اوسمهال په ننګرهار کې ټول کانديدان هڅه کوي، چې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر له کارکوونکو سره اړيکې جوړې کړي. د کانديدانو د کمپاين ډېرې پيسې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر غړو ته ورکول کېږي.

Pages

Subscribe to Opinions Feed