د مزار شريف اوسېدونکي فاطمه سلطاني په دې عقيده ده چې افغانان د خپل راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري ، هغه وايي چې ۶۰ سلنه د افغانستان د وګړو ښځې جوړي خو هغوی اجازه نه لري چې رايې ورکړې . دغه ډول ستونزی د افغانستان په جنوب کې ډیرې دي. سلطاني وايي، چې د وزګارو کسانو شمېره زياته شوې او ډېرى افغانان په خپل هېواد کې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. دى په دې فکر دى، چې اصل ملاتړ نړيواله ټولنه جوړوي او وايي:(( خو په هغه صورت کې چې موږ د هغوى ملاتړ له لاسه ورکړو، نو نه شو کولى، چې کافي پرمختګ ولرو.))