تر ټولو مهمه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون بې طرفي او روڼوالى دى. د ولايتونو په کچه د درغلۍ ډېرې لارې شتون لري. اوسمهال په ننګرهار کې ټول کانديدان هڅه کوي، چې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر له کارکوونکو سره اړيکې جوړې کړي. د کانديدانو د کمپاين ډېرې پيسې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر غړو ته ورکول کېږي.