١- کندهارښار(پژواک): د کندهار ښارپر دېوال دغه کښل شوى انځور، په ټاکنو کې ګډون د سولې راتلو لپاره رښتينې هڅه په ګوته کوي ٢- کندهارښار (پژواک): دغه رنګينه کلمه د کندهار خلکو د خپل ښار پر دېوالونو رسم کړې ده، د يوې رايې ارزښت ښيي، چې که په سمه توګه وکارول شي، ژوند ته نوي رنګونه راوړي ٣- کندهارښار (پژواک): د کندهارښار پر دې دېوال د رايې هغه صندوق چې ورسره سوله او رڼا راځي انځور شوى ، دغه منظره په ټاکنو کې ګډون، د ښې راتلونکې، سولې او پوهې لپاره يواځېنۍ غوره لار را ښيي ٤- کندهارښار (پژواک): د کندهارښار پر دې دېوال هغه کوترې انځور شوي ، چې د سولې راتلو پيغامونه لېږدوي او دغه کښل شوى انځور د ښو ټاکنو او د رايو د مناسب استعمال هغه مثبته پايله څرګندوي، چې خلک يې د يوې تلپاتې سولې په فال نيسي او د ښار اوسېدونکي يې ننداره کوي.