د مزار شريف اوسېدونکى ګل اغا وايي، چې په ټاکنو کې ګډون کوي او رايه کاروي. نوموړى د خپلې سيمې له امنيت څخه خوښ نه دى او له دولت څخه هيله کوي، چې امنيت ټينګ کړي، څو دى وکولى شي، چې د خپلې خوښې ولسمشر وټاکي. هغه وايي:(( زموږ وېره له وسله والو ډلو څخه ده، چې هلته مسلط دي او اوس هم دوام لري .)) نوموړى په لرو پرتو سيمو کې د نا امنيو يادونه کوي او د بېلګې په ډول وايي، چې د زاري ولسوالۍ په بايه کلي کې ٥٠٠ کورنۍ ژوند کوي، خو له امنيتي ستونزو سره مخ دي. دى وايي، چې هلته يو ټاکنيز سايډ شته او خلکو يې تر اوسه حتى کارت هم نه دى اخيستى.