له ژمنې سره سم يوځل بيا غواړم ، چې د فساد پر ځاى ( تورخم) وغږيږم او له هغه رازه مو خبر کړم له کومه چې زه خبر يم.
ريښتيا هم له خبريالانو نه د خلکو ډېره تمه کيږي، ځکه خلک فکر کوي چې دوى خبريالان دي نو هر څوک به يې لحاظ کوي، يوه ډېر نږدې دوست مې  ويل چې مريض يم تر تورخمه راسره لاړ شه، تر څو موټر مې تر زنځيره پورې پريږدي او په اسانۍ سره له پولې واوړم، ما هم ورسره ښه وکړه.
دا چې څنګه تر زنځيره ورسيدو پر هغې بحث نه کوم، يوازې همدومره ويل غواړم چې تر زنځيره مو پوره څلور نيم سوه کلدارې په بيلابيلو پاټکونو کې ورکړې، دوست مې راپورې خندل چې پوليسو له خبريال نه هم رشوت واخيست. ملګرى مې له پولې واوښت او زه بيرته راستون شوم، د تورخم بازار لويديځ خواته په وروستۍ برخه کې د يوه مستري په دوکان کې کيناستم، خپل موبايل مې راواخيست غوښتل مې چې د تورخم کميسار ته زنګ ووهم او يوه ګيله ورته وکړم، خو له بده مرغه کميسار نوى راغلى و،شميره يې راسره نه وه، د سرحدي پوليسو يوه بل ستر چارواکي ته مې زنګ وواهه، له ډېر ښه ګرم روغبړ وروسته يې راته وويل چې څنګه دې لار راغلطه کړه، ورته مې وويل چې د کميسار شمېره مې پکار ده.
صېب وويل: څه پرې کوې، يو خو ته تل په لانجو پسې ګرځې.
ومې خندل ورته مې وويل: (؟؟؟) صېب والله دې تورخم کې خو ستاسو ډېر ښه کار روان دى؟
چارواکى صېب: ها ها ها ها ها ولې چا سره خو به دې مرکې نه وي کړې؟
ما ورته وويل چې مرکې مې کړې دي، او ښې ډېرې مې کړي دي البته ستاسې له چارواکو سره مې نه دي کړي.
(؟؟؟) صېب يو څه جدي شو ويل يې چې ته څه د استخباراتو کارمند يې چې هلته ځې پټې مرکې کوې، ژر مې ورغبره کړه چې (؟)صيب زه د يوه رسمي دفتر کارمند يم او ما ته قانون دا حق راکړى چې زه مرکې وکړم.
بيا يې وويل: ته هلته د يو پنځو روپو لپاره ځې چې له کميسار او نورو خلکو نه يې واخلې، ګوره کنه دا ښه کار نه کوې.
پوښتنه مې وکړه: صېبه پېسې دې جيب کې واچوه او ولې ښه کار نه کوم؟
صيب چې لا په دې نه پوهېده چې زما د دفتر رسمي جواز همدا مانا لري چې زه له دولت سره ثبت يم او په دې سيمه کې د يوه خبريال په توګه کار کوم راته يې وويل: ته بايد د اطلاعات اوکلتور وزارت نه مکتوب راوړې بيا مرکې وکړه.
ما ورته وويل چې قدرمن (؟؟؟) صېب ته بايد په دې پوهېږې چې زما حق څه شى دى؟ ستا قانون ماته دا اجازه راکړې چې زه د عوامو خلکو نظرونه راواخلم، تورخم خوستا شخصي ملکيت نه دى چې ته په ما بنديز لګوې، د بنديز وجه همدا ده چې ستا غلا دلته راښکاره کيږي، او پاتې شوه د پېسو خبره زه هم معلوم يم او ته هم معلوم يې، پر ما يوه ګون ثابته کړه هر ډول سزا ته تيار يم،ګنې په تا هره ورځ لکونه افغانۍ رشوت ثابتوم او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې تاسو خواران يې د دې غريبو له لاسونو نه څه په خوارۍ وشکوئ ، نو زه به دومره سخت زړى کيږم چې تاسو نه به رشوت اخلم، افسوس ستا په دې خبرې، دا خبره دې بيرته درسره واخله، ښايي يوبل ښه ځواب يې هم راسره وي خو نه غواړم چې درته يې ووايم.
کله يې چې د ثبوت خبره واورېده نو چارواکي په ټېلېفون کې يوه شنه خندا وکړه او ويې ويل: ليونيه! زه تا پيژنم  او ته څومره زما په زړه کې ځاى لرې، تا ته زه بار،بار وايم چې ته مې په دې همدې خوښ يې چې چا ته سر نه ټيټوې، خوته بيا هم ماپورې نښلې، ماته ستا سپيڅلتيا معلومه ده،همدا شان ځان پاک وساته.
محترم چارواکي مې ښه ډېر صفتونه وکړل، ځانته مې تمه پېدا شوه، چې والله محبوب هم اوس يو څوک دى،ځکه دومره لوى چارواکى يې صفتونه کوي.
(؟؟؟) صېب وويل: زه کميسار ته زنګ وهم ورشه چې ښه چاى او ډوډۍ درباندې وکړي، ګوره هغه ډېر ښه سړى دى، خفه به ترې نه شې.
ما ورته وويل : ستا دې کور ودان وي، زه هلته نه ځم او بله دا چې زه به څومره ښه ښکاره شم چې په رشوت راټولو کړيو پېسو باندې چاى او ډوډۍ وخورم، ايا  دا د دې غريبو وينې او زوې نه دي؟
(؟؟؟) صېب وويل: ته دې د زړه نه پوښتنه وکړه چې زما خبره ځمکې ته غورځولى شې؟
ورته مې بيا هم ډاډ ورکړ چې که څه هم زه د کوم رسمي کار لپاره نه وم تللى، خو هسې مې د کميسار سره يوه ګيله شريکوله، چې عسکرو دې له موږ نه هم پېسې واخيستې، خو اوس بيخي نه ورځم.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو (؟؟؟)ته!
هيله ده چې خواشينى شوى به نه يې، ځکه ما ستا هغه خوږه مرکه چې له ماسره دې په ټېلېفون کړې وه، خلکو ته وړاندې کړه، دا مې په دې موخه نه ده وړاندې کړې چې ګوندې زه تا خلکو ته سپک کړم، بلکې د يوه عبرت په موخه مې د ليک شکل ورکړ او د دغې خوار او ويرژلي ولس مخې ته مې کېښود.
دا سمه ده چې ته به زما ډېر نږدې ملګرى يې، ډېر زيات به راباندې ګران يې، خو ماته له شخصي ګټو څخه ملي ګټې ډېرې مقدمې دي، زه پوهېږم چې ته هم مجبوره يې ځکه بايد فساد وکړې او که چېرې يې ونه کړې نو نه شې کولى چې خپله چوکۍ وساتې ، خو راځه لږ د دې خوار وطن په غم کې هم شه، پريږده نور د دې چوکۍ د ساتلو نه ور تېر شه، راځه داسې کار وکړه چې دا ولس دې ياد کړي، ګوره تاريخ ليکل کيږي.
نور د دې خپلې ګټې نه تېر شه او ملي ګټې لږ په نظر کې ونيسه، راځه نور له دې خپل نفس سره دې جهاد وکړه او يو قوي انقلاب رامنځته کړه او د فساد جرړې ختمې کړه، د ځان اصلاح د جهان اصلاح ده.
نور بيا ...
 
د يو اباد افغانستان په هيله
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې.