د  س. سباوون ليکنه
د ټولټاکنو موده مخ په رارسېدو ده، رسمي او نا رسمي مراسم ورځ تر بلې ټاکنیز کمپاین ته پاتې کېږي. انېښنې او تمې یو له بل سره،  سر نه خوري او د خلکو او کاندیدانو غوښتنې او پوښتنې هم سره د پرتلنې وړ نه دي.
نا امني ورځ تر بلې په بر او ساره غځېږي، اقتصاد او د کار کمښت خلک وارخطا کړي دي، تولیدات درک نه لري او په اصطلاح ژوند ټول د څو کسانو په باج و خراج کې تلف کېږي.
دا ټولټال د جاري صورتحال یو وړوکی انځور دی، چې ترشا یې د نړۍ او کورني نظام بې تفاوتي او مجبوریتونه د یو بدرنګ عامل په توګه ترسترګو کېږي.
اوسمهال چې هېواد ته د راغلیو پوځي لښکرو د وتلو ورځ هم راورسېده او زموږ په نیم ژواندي وجود کې هم هومره متره نه شته چې په نهرو کولمو نور د جنازو بازوګان ونیولای شو. نو ګرانه ده چې د شته ننګونو په اړه بې تفاوتي هم وکړو او د ښې راتلونکې تمه هم وکړو. نو دا د افغانانو حق جوړېږي چې هر ډول وي د خپلې راتلونکې په اړه د هر تصمیم او هر برخلیک نه خبر شي.
د نن او پرون مشاهدات خو دادي چې، د ائتلافونو یو بېساری رش جوړ دی او دربارونه لګېدلي دي، یو تري وځي او بل ورننوځي هر یو په یوې معاملې پسې روان دی معیار نه دی مالوم، خو د ولسمشرۍ  خوبونه پکې ګوري، پداسې حال کې چې له نیمایی زیاتو سیمو کې ټاکنې ممکنې نه دي.
د بهرنیو ځواکونو له وتلو د مخه موږ په افغانستان کې د ایران او امریکا د نا مخامخ جنګ ننداره کوو، په هرات کې د ایران پر کونسلګرۍ تر برید وروسته د امریکا پر کونسلګرۍ د برید مسئله وه، چې په حقیقت کې د ایران او امریکا استخباراتي جګړه ده، خو زموږ ذهنونه یې دومره اشغال او اشتغال کړي، چې  جنت ته پکې یوازې ځانمرګي او څو نور بېچاره ګان روان دي  او ګټه یې ایران او امریکا ته تمایل کوي…! خلک هم د مسایلو عمق او ژورو ته سر نه ورښکاره کوي بس همغه خبره ده چې (څه چې د امام ، هغه زمام) او د خلکو ددغې خاموشۍ څخه په ګټه اخېستنه نن امریکا او دافغانستان ګاونډیان  زموږ بودن  ته شرایط ږدي، کنه نو د وژلو او تړلو بازار پرانېستی دی او په دغه تور داب کې ولسونه هره ورځ د مرګ ومیر پر بستر وېده کېږي، چې دا د رضا او منښتې بدیل دی یا وژل او منل…
د ټاکنو لپاره هومره چې وړ ده ترتیبات نه دي نیول شوي، نه د نوم لیکنې په برخه کې پرمختګ وشو او نه هم لرې سیمو کې دغه بهیر پیل شوی. د جعل او د هوکې امکانات هم نه شي ردېدای او په یو شمېر سیمو کې طالب او په یو شمېر کې ټوپکیان واکمن دي، چې د خلکو ارادې یې په زور او بیه اخېستې دي او دغه دواړه عوامل د ټاکنو رونټیا ته ګواښ دی او پایلې به یې په آلې اسانه د منلو جوګه نه وي.
د همدغو وجوهاتو پر بنسټ  د خلکو له احساساتو څخه د سیاسي جریاناتو په نفع او نقصان کار اخېستل کېږي، چې ښه بېلګه یې څه موده وړاندې په کابل کې د قومونو په نامه د یوې ډلې وړاندیز و، چې ټاکنې دې وځنډېږي او یا هم د  افغانستان د سوله ییز بدلون د ټولنې مشر فاروق اعظم وروستی وړاندیز، چې وایي، د ټاکنو پر ځای دې مؤقته اداره رامنڅ ته شي څو ټاکنو ته حالاتو کې سمسمکی راولي، دا ډله او هاغه قومي ډله دواړه استدلال کوي چې، په اوسنیو شرایطو کې شفاف انتخابات نشي کېدای، ځکه  د هېواد په شمال کې زورور کسان حاکمان دي او په ځینو نورو ولایتونو کې نا امني ده.
نوموړي وویل چې؛ که حکومت یواځې خپل د نفوذ په ساحه کې انتخابات ترسره کوي او نتیجه يي پر ټول هېواد تپي نو دا به د ډيموکراسی پر خلاف او د نه منلو انتخابات به وي.
دغه دواړه وړاندیزونه پر ځای دي، مګر د حل لاره یې نه شو بللای، ځکه چې د ټاکنو ځنډېدا نور کړکېچونه رازېږوي او که د ټاکنو په اړه د شفافیت سوال مطرح کېږي، نو مؤقته اداره خو بیخي نامشروع ده، ځکه چې پرته له ټاکنو رامنځ ته کېږي او بله داچې د ټاکنو په پایله کې درامنځ ته شوې ادارې مسؤلیت او د مهالنۍ هغې مسؤلیت سره توپیر لري.
که یوه ارزونه وکړو، نو د پرمختګ کلمه تر ټولو ډېره وکارېده او عملاً ډېر کم کار تر سره شوی دی په دې کې مهم د امنیتي پلوه رامنځ ته شوي پرمختګونه دي، چې د اردو او پولیسو په برخه کې رامنځ ته شوي دي؛ اما دا پرمختګ هم هومره چې وړ ده، نه دی تر سره شوی او ددې جوګه نه دی چې د نړېوالو له مرستو پرته د ټاکنو د مسئلې نولس،  شل کړای شي.
د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په ازادو ټاکنو رامنځ ته شوی حکومت راغلی، اما بیا هم چون ټاکنو کې د شفافیت کچه سپکه وه او د درغلیو سره سره د ټاکنو پایلې پر خلکو مسلط شوې، نو پایله یې هم د یو فاسد او له فساده ډک حکومت رامنځ ته کېدل و، چې پخپله د یو نا سالم او نا معقول حرکت یوه نامعقوله او نه منونکې پایله یې بللای شو.
اوس نو که ټاکنې کېږي، نو په دې مانا دي چې تېره تجربه تکرارول دي او که ټاکنې نه کېږي، نو بدیل یی څه دی؟ دغه سوال هرچا سره مطرح دی او فکر کېږي چې ټاکنې وروستنی حل دی او که ټاکنې ونه شي نو ښایی کورنۍ جګړې پېل شي او کورا کور ډزو ډوز ونښلې.
په عمومي باور بیا هم حل په ټاکنو کې دی او ټاکنو ته باید شرایط چمتو کړای شي، دغه شرایط په خلکو هم اړه لري او په دولت او سیاسي احزابو هم.
که چېرته خلک د ټاکنو له ارزښته خبر او په کې د تقدیر د بدلولو په نیت برخه واخلي نو ښایي د ژوندانه د ستونزو یوه ستره کتله یې اوبه کړې وي او که خلک پکې برخه اخلي اما د ټاکنو میکانیزم او د هغې د شفافیت بهیر د امنیت له پلوه او یا د سیاسي اړو دوړ له کبله له ګډوډیو سره مخامخ وي، نو بیا به سمه ده چې ټاکنې تر سره او پایله به یی بالاخره ارو مرو ومنل شي، خو همداسې یو شی به مسلط شي لکه دا نن چې یې د سر په سترګو وینو او راباندې مسلط دی، څوک یې فساد بولي او څوک یې بې کفایته خو موږ ته یې د سر په کاسه کې اوبه راکړې.
په عمومي باور د افغانستان د راتلونکو ټاکنو بهیر نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې لپاره یوه مهمه مسئله ده،  که دا بهیر ګډوډ شي ښایي پایلې کړکېچنې شي او په داسې کولو سره به افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جګړو ښکار شي،  چې ښایي ټول اسیایي هېوادونه په یوه نه یوه بڼه په کړکېچ واوړي.
که نړېواله ټولنه او د افغانستان په قضیه کې دخیل او مسؤل لوري په خپلو کې سره یوې هوکړې ته ونه رسېږي او د ټاکنو پر وړاندې پرتې ننګونې په بشپړ بصارت سره ونه څېړي او په چټک حل یې فکر  ونه کړي، نو ښایي هماغه څه رامنځ ته شي چې موږ یې په اړه اندېښنه لرو کوم کې چې  د ټولې نړۍ د لړزولو توان پکې پروت دی، لهذا امریکا او ناټو باید مخکې له دې چې د وتلو لپاره مټې راونغاړي،  باید ددغه راتلونکې بوږنونکي ناورین د مخنیوي لپاره لاس په کار او مخکې له دې چې اوبه تر ورخ تېرې شي باید یو معقول حل او د سولې تضمین رامنځ ته کړي.
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال نظر څرګندوي ، نه د پژواک اژانس ادارې