Opinions Contents

د محمداجمل هوډمن  ليکنه

 
لیکوال : سباون ساحل 
اوس مهال په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د سيمه ييزه دفتر له لوري ولايتي شورا ته د نوماندانو د نوم ليکنې لړۍ ښه په درز کې روانه ده،  خو تر کومه بريده چې موږ ته معلومات دي،  تر دې دمه کابو له اتياو پورته کسانو د ټاکنو د خپلواک کميسيون څخه د نوماندنۍ معلوماتې بستې او فورمې ترلاسه کړي او کابو له لسو  پورته خو  يې لا نومونه هم  ثبت او راجستر کړي او ځانونه يې رسمي نوماندان کړي دي،  دا تير نوماندان خو د ننګرهار ولسونو ته امتحان شوي چا چې څومره کار کړى او که يې نه دى کړى دا هم تر ډير بريده خلکو ته څرګند دى .

 
ليکنه  : امين باوري

 
لیکوال : سباوون ساحل 
د طالبانو د واکمنۍ له رانسکوريدو وروسته په افغانستان کې د جمهوري دولت په رامنځته کيدو سره د ولسمشرۍ ،ولايتي شورا او ولسي جرګې ترڅنګ د ګڼو نور پوستو لپاره د سياليو  د ترسره کيدو بهير رواج وموند، خو دغه بهيرونه په هغه اندازه شفافيت نلري تر کومه چې تمه کيږي.
په هره دوره کې مخکې د ټاکنو له ترسراوي او د ټاکنو د ترسرکيدو پر مهال او وروسته هم بيا تر يوه وخته د دغو سياليو ناندرۍ روانې وي .

 
يو ځل بيا په افغانستان کې د ټولټاکنو په نوم لوبه پيلېږي. تر څو موجوده په تعصب ولاړ، فاسد، ديکتاتوري نظام ته د دموکراسۍ جامې ور واغوندي.
 يو زيات شمېر زورواکان او له لوېديځ څخه راغلي تکنوکراتان مټې رانغاړي چې په ارګ کې د ولسمشرۍ څوکۍ، په وزلوبه کې خپله کړي.
همدارنګه د هېواد په دننه کې هم يو شمېر کسان د واک په څوکۍ د کېناستو خوبونه ويني.
ځينې ډلې ټپلې غواړي د خپل نفوذ او واک څخه په کار اخيستلو سره را روانې ټولټاکنې مهندسي کړي، تر څو پايله يې د دوى په ګټه راووځي.

 
يو ځل بيا په افغانستان کې د ټولټاکنو په نوم لوبه پيلېږي. تر څو موجوده په تعصب ولاړ، فاسد، ديکتاتوري نظام ته د دموکراسۍ جامې ور واغوندي.
 يو زيات شمېر زورواکان او له لوېديځ څخه راغلي تکنوکراتان مټې رانغاړي چې په ارګ کې د ولسمشرۍ څوکۍ، په وزلوبه کې خپله کړي.
همدارنګه د هېواد په دننه کې هم يو شمېر کسان د واک په څوکۍ د کېناستو خوبونه ويني.
ځينې ډلې ټپلې غواړي د خپل نفوذ او واک څخه په کار اخيستلو سره را روانې ټولټاکنې مهندسي کړي، تر څو پايله يې د دوى په ګټه راووځي.

احمدجان تڼي
په دې ورځوکې د پنجاب د استعماري – تروريستي ادارې د لومړي وزير د ملي امنيت سلاکار ښاغلي سرتاج عزيز يوې تلويزيوني شبکې ته ويلي، چې هېواد به يې په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې په دې شرط لاسوهنه ونکړي چې د هندوستان هېواد په دغه هېواد کې د کومې ډلې ملاتړ او ځواک د خلا ډکولو هڅه ونه کړي.
سرتاج عزيز وويل چې د دغه هېواد چارواکو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته وويل چې پاکستان له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې په دې شرط مداخله بس کوي چې هند هم د لوېديځو پوځيانو د خلا د ډکولو هڅه ونه کړي.

د ګلاب ارمان ليکنه
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د دېرش فیصده زیاتیدو معلومات پرون ناوخته له پاکستان سره د افغانستان او امریکا د ګډې غونډې لپاره د بحث مهمه پېشنهادي موضوع وه.
دا معلومات په مرکز بروکسل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش د یوې خبري غونډې پر وخت رسنیو ته ورکړي.
د دغو معلوماتو د شریکولو پر وخت  کوبیش ویلي ، چې د دوه زره دیارلسم میلادي کال په لومړنیو درېیو میاشتو کې څلورسوه او پنځه اویا ملکي افغانان وژل شوي او اته سوه او دوه اویا نور ټپیان شوي دي.

د شاه محمود مياخيل ليکنه

ليکنه : م،ش محبوب
په دې وروستيو کې مو يو شمېر راپورونه واورېدل ، چې نورستان د مرکزي حکومته له ياده وتلى ولايت او مرکزي حکومت ورته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي.
عجيبه ده، هغه متل دى چې : پکه دا دې لا بله سپکه !
ما چې څومره فکر وکړ، ډېره درسته او پر ځاى خبره يې کړې ده، په ريښتيا هم نورستان له مرکزي حکومته بيخي له ياده وتلى، په دغه ولايت کې که هر څه کيږي، کيږي به خو، مګر مرکز يې هېڅ غمه نه خوري.
که سيلاب پرې راځي او کورونه وړي، هم د کابل يې پرې څه؟
او که وسله وال پرې حملې کوي او ولسوالۍ نيسي، د کابل يې پرې څه؟

Pages

Subscribe to Opinions Feed