ليکنه : م،ش محبوب
په دې وروستيو کې مو يو شمېر راپورونه واورېدل ، چې نورستان د مرکزي حکومته له ياده وتلى ولايت او مرکزي حکومت ورته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي.
عجيبه ده، هغه متل دى چې : پکه دا دې لا بله سپکه !
ما چې څومره فکر وکړ، ډېره درسته او پر ځاى خبره يې کړې ده، په ريښتيا هم نورستان له مرکزي حکومته بيخي له ياده وتلى، په دغه ولايت کې که هر څه کيږي، کيږي به خو، مګر مرکز يې هېڅ غمه نه خوري.
که سيلاب پرې راځي او کورونه وړي، هم د کابل يې پرې څه؟
او که وسله وال پرې حملې کوي او ولسوالۍ نيسي، د کابل يې پرې څه؟
نورستان د پلازمېنې کابل شمال ختيځ ته پروت هغه غرنى ولايت دى چې په اوس وخت کې د ناامنيو ځاله بلل کيږي، دغه ولايت له ګاونډي هېواد سره ډېره اوږده شريکه پوله لري، چارواکي  يې تل دا شکايتونه کوي چې بهرني وسله وال را اوړي او په دغه ولايت کې يې امنيتي ستونزې را ولاړې کړي.
زه هم  د نورستان له چارواکو سره هم نظرى يم او غواړم چې څو دليلونه وړاندې کړم او د دغو دليلونو پر بنسټ تاسې ته دا جوتوم ، چې نورستان له مرکزه هېر شوى ولايت دى.
١_ تاسو به پوهېږئ چې له ګاونډي هېواد(اوسني پاکستان) سره د نورستان ولايت يوه اوږده او غرنۍ پوله موجوده ده، له بده مرغه پر دغه پوله هېڅ کومه امنيتي پوسته نشته، والي تميم نورستاني بار،بار ويلي چې هغه ملي اردو او سرحدي ځواکونه چې د نورستان حق دى په کونړ کې پراته دي او پکار ده چې په نورستان کې ځاى پر ځاى شي تر څو دغه ولايت د وسله والو له ګواښه خلاص شي، مګر خبره هېڅ چا نه ده اورېدلې، هغه د چا خبره: ((خير ما او خير شما))...
د دغه ولايت سرحدي پوله بيخي بې سرنوشته پرته ده، که څوک پرې ځي او که څوک پرې راځي نو هېڅ ډول ممانعت نشته.
که چېرې نورستان د مرکزله ياده نه واى وتلى، نو له پاکستان سره پر پوله به يې خپلې پوستې ځاى پر ځاى کړې واى، تر څو د دغه ولايت امنيت خوندي شوى واى، اوس هم د ګاونډي هېواد(اوسني پاکستان) يو شمېر پوځيان له پولې بې غمه را اوړي او دلته خپل فعاليتونه کوي، ايا دا له ياده وتل نه دي؟
٢_ پر امنيتي ستونزو سربيره په دغه ولايت کې د بيارغونې چارې بيخي په ټپه ولاړې دي او يواځې په خوله د بيارغونې کارونه کيږي، په دغه غرني ولايت کې تر اوسه پورې يو لويشت قير شوى سړک نشته، د چپې درې له ولسوالۍ څخه تر مرکز پارون پورې تېره شوې لاره له څو کلونو راپه دېخوا بنده ده، څه فکر کوئ نورستان له مرکزه له ياده نه دى وتلى؟
٣_ لا هم د نورستان ګڼ شمير رياستونه او نورې دولتي ادارې تر اوسه خپلې ودانۍ نه لري، زه يې د بيلګې په ډول د نورستان د زندان يادونه کولى شم، چې اوس هم په نورستان کې زندانيان او د زندان مسوولين د څارويو په غوجل کې ژوند تېروي، زندانيان يې بيړۍ په لاس په غوجل کې ناست دي، ځکه که بېړۍ او هتکړۍ ترې لرې کړي نو له غوجله تښتيدل ډېر اسان کار دى.
٤_ د معاشونو ورکيدا او نورې خبرې خو څه کوې چې تر اوسه پورې يې يو شمير پوليس کارتونه نه لري او کله چې په جګړه کې مرګ ژوبله رامنځته شي نو بيا يې چارواکو ته د پوليسو او وسله والو پيژندل ستونزمن وي، څه موده وړاندې په يوې ولسوالۍ کې چورلکې بمبار کړى و ‎، چې د پوليسو په ګډون عام خلک هم په کې وژل شوي وو، وروسته د څيړنې په وخت عامو وګړو ويل چې وژل شوي کسان پوليس دي مګر له چارواکو سره يې کوم کره ثبوت نه و.
٤_ همدا اوس د نورستان ١٠٠ سيمه ييز پوليس په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې بې سرنوشته ګرځي، روزنه يې تر لاسه ګړې مګر ټولې لارې بندې دي او هېڅ سيمه ييز پوليس نه شي کولى چې د نورستان تر مرکزه ځان ورسوي، له يوې خوا کامديش او برګيمټال د کورنيو او بهرنيو وسله والو له سختو ګواښونو سره مخ دي او له بله پلوه پوليس بې سرنوشته ګرځي، اخر تر څو؟
٥_ يو بل قوي ثبوت يې دا دى چې تېره ورځ د نورستان ولايتي چارواکو په خپله ويلي چې نورستان له مرکزي دولته له ياده وتلى ولايت دى او که چېرې په راتلونکي کې مشکل جوړيږي، نو ذمه وار به يې په خپله مرکزي اداره وي.
مرکزي اداره که په خوله نه وايي چې نورستان يې له ياده ويستلى په زړه کې خو سره موږ ټول ښه پوهيږو ، چې نورستان يې بيخي له ذهنه وتلى، خو که چېرې د کابل حکومت د نورستان پر وړاندې له داشان پڅ دريځ نه کار واخلي، نو لرې نه ده چې دا دروازه به ډېر ژر راماته شي، چې په ماتېدو سره به يې ګڼ شمېر ولايتونه له يوه داسې ناورين سره مخ شي چې بيا به پرې مرکز هم نه پوهيږي.
زه هيله لرم لکه څرنګه چې نورستان يو ستراتيژيک موقعيت لري همدا ډول دې مرکزي حکومت د نورستان د امنيت او بيارغونې په برخه کې محکم او ګړندي ګامونه پورته کړي او د دغه ولس زړونه دې راخپل کړي.
د يوه اباد افغانستان په هيله
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د خپل شخصي نظر څرګندونه کوي ، نه د پژواک ادارې .