د نورستان ولايتي شورا نهه غړي لري، چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې هېڅ يوه پخواني غړي دې شورا ته لاره پيدا نه کړه.
١- خليل الله:
خليل الله غيور د غلام مصطفى زوى دى، چې د نورستان ولايت د برګمټال ولسوالۍ د اټټي کلي اوسېدونکى دى ، چې په ١٣٥٥ لمريز کال کې  همدې کلي کې زېږېدلى. نوموړي تر دوولسم ټولګي زده کړې کړي او وړاندې له دې چې په ١٣٩٣ کال کې ولايتي شورا ته لاره ومومي، په ننګراج کې د بهرنيو ځواکونو د ولايتي بيا رغونې له ډلې (پي ار ټي) سره فرهنګي سلاکار و او له هغه وروسته يې د ښوونکي دنده ترسره کوله. غيور کومه سياسي مخينه نه لري.
٢- عبدالطيف نهضت يار:
عبداللطيف نهضت يار د حاجي امير محمد زوى دى، چې د نورستان ولايت د واما ولسوالۍ د واماو کلي اوسېدونکى دى، چې په ١٣٥٠ لمريز کال  کې يې په خپل پلرني ټاټوبي کې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي. نوموړى د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي فارغ شوى . د جهاد او مقاومت په دوران کې د ختيځ زون د مجاهدينو د سياسي کمېټې مشر او د حاجي عبدالقدير د دفتر رييس و، دى له دغې دندې وروسته د نورستان ولايت د څارنوالۍ رييس او ولايتي شورا ته تر برياليتوب وړاندې د ٧٤٤ لوا د انجينرۍ امر و.
٣- محمد ظاهر نورستانی:
محمد ظاهر د حاجي اکبر خان زوى دى، چې د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ د پپرستان د سيمې اوسېدونکى دى، چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې په همدې سيمه کې زېږېدلى  . نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي او له وکالته وړاندې د خپل ساختماني شرکت د رييس په توګه يې کار کاوه. دى کومه سياسي مخينه نه لري.
٤- سعيدالله پاينده زی کامپروال:
نوموړى د نورستان د والي حافظ عبدالقيوم زوى دى، چې د همدې ولايت د واما ولسوالۍ اوسېدونکى دى، چې په ١٣٦٧ لمريز کال د نورستان په مرکز پارون کې زېږېدلى  . سعيد الله د کابل پولي تخنيک پوهنتون له انجينرۍ فارغ شوى او مخکې له دې چې په ١٣٩٣ کال کې د ولايتي شورا وکيل شي، زده کړې يې کولې. دى په خپله کومه سياسي مخينه نه لري.
٥- مولوی زينت الله وفا:
مولوي زينت الله د سيد رسول زوى او د نورستان ولايت د مرکز پارون اوسېدونکى دى، چې په١٣٤٣ کال  کې په خپل پلرني ټاټوبي کې زېږېدلى  . وفا له دوولسم ټولګي فارغ دى او همداراز يې په بېلابېلو مدرسو کې ديني زده کړې هم کړې دي. دى له وکالته وړاندې د خپل ساختماني شرکت رييس و. نوموړى کومه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٢٩٧٥٠٠٨
٦- الحاج خوشحال اتيکان:
خوشحال اتيکان د نور الله زوى او د نورستان ولايت د وايګل ولسوالۍ اوسېدونکى دى، چې په ١٣٤١ لمريز کال په خپل پلرني ټاټوبي کې زېږېدلى  . زده کړې يې په نظامي برخه کې تر څوارلسمه کړي او له وکالته وړاندې يې دوه ځله د نورستان د ملي امنيت د رييس په توګه دنده ترسره کړې ده.
د اړيکو شمېره: ٠٧٧٧٧١٠١١٤
٧- مولوی عمر فاروق قانوني:
عمرفاروق قانوني د عبدالعزيز زوى ، د نورستان د مرکز پارون د کانتيوا اوسېدونکى دى، چې په ١٣٥١ لمريز کال کې زېږېدلى  . نوموړى د سعودي عربستان له جامع الاسلاميه څخه فارغ شوى او له وکالته وړاندې يې په مرکز کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله. دى د جهاد په دوره کې د جهادي ډلو سره يوځاى و او اوس له کومې سياسي ډلې سره تړاو نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٨٤١١٦١٨
٨- بي بي عطيفه نورستانۍ:
نوموړې د عبدالجبار لور، د نورستان ولايت د برګمټال ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په ١٣٦٤ لمريز کال کې د شرقي نورستان په برګمټال کې زېږېدلې. نوموړې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي او دا مهال په ننګرهار کې د روښان پوهنتون د طب پوهنځي په دويم ټولګي کې زده کړې کوي. عطيفه وړاندې له دې چې په ١٣٩٣ کال کې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي، کومه سياسي مخينه نه درلوده.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٣٣٢٩١١٢
٩- بي بي زينب:
بي بي زينب د عبدالقيوم لور، د نورستان ولايت د وانت وايګل ولسوالۍ د وايګل درې اوسېدونکې ده، چې په ١٣٦٨ لمريز کال د وايګل په درې کې زېږېدلې ده.  نوموړې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي او وړاندې له دې چې د ١٣٩٣ کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې بريالۍ شي، کومه دنده نه درلوده. بي بي زينب کومه سياسي مخينه نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٨٦٠٧٨٢٧