Demands From President

جلال اباد(پژواک٢٦غبرګولى٩٢): د نورستان اوسېدونکي له مرکزي ادارې او نړيوالې ټولنې غواړي ، چې په دغه ولايت کې دې امنيت راولي او ياد ولايت دې له وسله والو  مخالفينو پاک کړي.
دوى په نورستان ولايت کې د بې کارۍ د له منځه وړلو،د بيارغنيزو پروژو د پلي کولو، د سړکونو جوړولو، نجونو او هلکانو ته د لوړو زده کړو د زمينې برابرولو غوښتنه کوي.
د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې ٥% امنيت هم نشته، دى وايي چې مرکزي ادارې تر اوسه پورې دغه ولايت ته هېڅ پاملرنه، نه ده کړې.

 
د نورستان يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په ژوند کې يې هېڅ کوم مثبت بدلون نه دى راغلى، ولايت ته يې پاملرنه ده شوې، خو په دې نيت به رايه ورکړي، چې راتلونکى واکمن يې ستونزو ته پام واړوي .
د ٧ ولسواليو لرونکى دغه سرحدي ولايت د هېواد په ختيځ کې پروت دى، چې له ګاونډي پاکستان سره  هم ګډه پوله لري.
دنورستان ولايتي شورا ٩ څوکۍ لري، چې ٣ يې د مېرمنو دي او په ولسي جرګه کې ٣ څوکۍ لري.
د راتلونکيو ټولټاکنو په اړه، دغه راپور د نورستان د  مرکز او  ٥ ولسواليو د ٨   اوسېدونکيو ( چې ٢ يې مېرمنې دي ) په مرکو، په روانه اونۍ کې چمتو شوى دى .