محمد تميم نورستانى د عبدالکبير نورستاني زوى او د نائب سالار عبدالوکيل خان لمسى دى ، هغه  د نورستان ولايت د مرکز اړونده د کانتيوا اوسېدونکى دى،چې  په ١٣٣٦ لمريز کال کې زيږيدلى دى.
تميم نورستاني لومړنۍ زده کړې پخپل پلرني ټاټوبي کې ترسره کړي او ثانوي زده کړې يې په کابل کې ترسره کړې دي ، لوړې زده کړې يې په امريکا کې د برېښنا په رشته  کې بشپړې کړې دي.
تميم نورستاني په ١٣٥٧ لمريز کال په خپل ولايت کې جهادي قوماندان پاتې شوى او په جهاد کې يې فعاله ونډه اخيستې ده، پخوا د جمعيت اسلامي ګوند غړى پاتې شوى دى.
د ولسمشر کرزي د دولت په لومړيو کلونو کې له امريکا څخه هېواد ته راستون شو او د نورستان د والي په توګه يې دنده پيل کړه، له څه وخت ولايت کولو وروسته له دندې ګوښه شو، او پر ځاى يې بل والي وټاکل شو، وروسته بيا په ١٣٨٩ لمريز کال کې د دويم ځل لپاره د نورستان د والي په توګه وګومارل شو.
تميم نورستانى پر پښتو،دري،اردو،انګليسي،پشه يي او نورستاني ژبو خبرې کولى شي او ګڼو بهرنيو هېوادونو ته يې سفرونه کړي دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٣٢١٧٠٠٧