نورستان دافغانستان له شمال ختيځو ولايتونو څخه دى،دا ډېره تاريخي سيمه ده او په مختلفو دورو کې په بېلابېلو نومونو ياد شوى دى.
د جغرافيايي موقعيت له مخې،نورستان غرنۍ سيمه ده، په پخوانيو زمانو کې دا سيمه د کافرستان ترڅنګ د بلور يا بلورستان په نومونو ياد شوې ده ، بلوريان يواځې د نورستان سيمه نه ، بلکې د کونړ ، چترال او کاپيسا ځينې سيمې هم د بلورستان ولايت پورې اړونده وي.
په ١١٧٤ لمريز کال کې دافغانستان پاچا امير عبدالرحمن خان تر نظامي عملياتو وروسته دغه سيمه ونيوله او دافغانستان برخه يې وګرځوله، په هغه زمانه کې هم دا سيمه د بلورستان او کافرستان په نومونو يادېده، وروسته ددې سيمې ټول خلک مسلمانان شول او اوس دا سيمه دنورستان په نامه يادېږي.
د  نورستان ولايت ډېرې برخې درې، غرونه او غونډۍ دي، داسې پراخه ځمکه پکې نشته، چې ورته ميدان يا دښته وويل شي، ډېرې کمې کرنيزې ځمکې لري. پکې يو شمېرسيندونه هم بهيږي چې د لرګيو پلونه پرې جوړ شوي دي.
ددې ولايت مرکز پارون دى،نورستان ٩٢٦٧  کيلو متره مربع مساحت لري او شاوخوا څلور سوه زره نفوس لري ، خو اوس يې ډېرى اوسېدونکي په ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو کې مېشت شوي دي.
ددې ولايت داوسېدونکواصلي ژبه نورستاني ده، ١٥ سلنه وګړي يې په پشه يي ژبه خبرې کوي او يو سلنه يې پښتانه دي، دغه راز ځينې برخې يې تاجک هم دي. خو اداري ژبه په دې ولايت کې پښتو ده.
د نورستان څلور خواوې:
ددې ولايت شمال ته بدخشان ولايت، ختيځ ته يې د پاکستان د چترال او کشمير سيمې، سوېل ته يې  د کونړ ولايت او لوېديځ ته يې پنجشېر، کاپيسا او د لغمان ولايتونه پراته دي.
د نورستان اقليم:
نورستان نرم موسم لري، هر کال له ٦٠٠ څخه تر ٨٠٠ ملي متره اورښتونه لري، د نورستان شمالي برخې په ژمي کې ډېرې سړې وي او  د تودوخې درجه تر منفي لسو پورې رسيږي.
نورستان، چې يو غرنى ولايت دى، د ژمي پر مهال په کې ډېره زياته واوره وريږي  تر دې پورې چې ټولې لارې يې وتړل شي، په ژمي کې يې هوا ډېره سړه وي، په نورو فصلونو کې يې هوا بيا معتدله وي، خو په اوړي کې يې په ځينو ساحو کې هوا ګرمه وي.
اداري واحدونه:
دغه ولايت د مرکز په ګډون اته اداري واحدونه لري. پارون ددې ولايت مرکز دى،واما، کامدېش، برګمټال، دواب، نوګرام  ، وانټ وايګل او منډول يې ولسوالۍ دي.
پوهنه:
په نورستان ولايت کې تر دې مهاله شاوخوا ٢١١ ښوونځي موجود دي ،چې په کې  دوه لېسې،١١٧ لومړني او ٩٢ منځني ښوونځي دي.
همداراز په دغه ولايت کې ٢٠ ديني مدرسې،دوه د زراعت مسلکي لېسې او درې دارالمعليمنونه هم شته ، په ياد ولايت کې د زده کوونکو شمېر ٧٢٨٤٣ تنو ته رسيږي، چې ٤٤٢٢٠ تنه يې هلکان او ٣٢٦٢٣ يې نجونې دي.
په دغه ولايت کې د ښوونکو شمېر ١٢٧٠تنو ته رسيږي، چې ١٢٠ يې ښځينه او نور يې نارينه دي، په دغو ښوونکو کې ٣٠ نارينه مسلکي ښوونکي او ٤ ښځينه مسلکي ښوونکي موجود دي.
د اسلامي تعليماتو په برخه کې ١٩٠ تنه استادان موجود  دي،  چې ١٢ يې ښځينه او نور يې نارينه دي.
د دغه ولايت شاوخوا ٣٥ ښوونځي تړل شوي ،همداراز په نورستان  کې يواځې ٥٦ ښوونځي تعميرونه لري او پاتې نور يې نه لري.
کرنه:
د نورستان ډېرى برخې په ځنګلونو پوښلې دي، کرنيزې ځمکې پکې کمې دي، په ځنګلونو کې يې د جلغوزو، چهارمغزو، ارچې، نښترو، بلوط، شيشم، ګل بيد، چنار، نيمه چنار او داسې نور شامل دي.  په لوېديځ نورستان ولسوالۍ نورګرام کې د تازه مېوو باغونه هم شته او ددغه ولايت يو شمېر خلک پر مالدارۍ هم بوخت دي.  
صنعت :
ددې ولايت خلک او په ځانګړې توګه ښځې يې په لاسي  صنعت بوختې دي، دوى پشمي او نخي رختونه ګنډي او له هغو څخه بيا سيمه ييزې جامې جوړوي. ددې ترڅنګ د څارويو له څرمنو څخه هم  جامې او نور توکي جوړوي. 
په نورستان کې کانونه ډير دي ، چې په غير فني او غير قانوني توګه ويستل کيږي .
تر اوسه پورې په دغه ولايت کې کومه فابريکه نه تر سترګو کيږي، چارواکي يې وايي ، چې په دغه ولايت کې د فابريکو او صنعت لپاره ډېر ښه چاپيريال موجود دى، خو تر اوسه پورې هېڅ کوم پانګوال په دغه ولايت کې پانګونه، نه ده کړې.
په نورستان کې يواځې پکولونه او چپنې په شخصي ډول جوړيږي، چې په دې ولايت کې ترې ډيره ګټه اخيستل کيږي.
مشاهير:
نائب سالار عبدالوکيل خان، ګل مير خان،فرمون خان،مولوي افضل،دولت انقلابي،عبدالله خان نورستانى،مولوي غلام رباني،عبدالقدير نورستانى،شيخ فضل احمد مسلم،سميع الله،سليمان،مجيد رشيدي، سلطانه نورستانۍ، جنرال قيس او داسې نور ددغه ولايت مشهورې او نوموتې څېرې دي.
کولتور:
د نورستان د اوسېدونکو کولتور، عادات او کړنې د نورو ولايتونو له خلکو څخه جلا دي، ددې ولايت ډېرى خلک مالداري کوي، له لرګيو دوه پوړيزه کورونه يې جوړ کړي دي ، يوه کړکۍ ختيځ او بل لوېديځ لوري ته پرېږدي، پر کټونو ويده کېږي او ډېرى يې د ميز دپاسه ډودۍ خوري ،  د څارويو له څرمنو څخه يې پخوا جامې جوړلولې او اغوستلې ،چې  اوس هم په ځينو سيمو دغه چاره تر سره کوي، نارينه يې پکول په سروي ، په ودونو کې د نجلۍ پلار د هلک له پلار څخه ځينې څاروي د (تويانه) په توګه اخلي.
په نورستان کې د واده په مراسمو کې دوستان د واده کورنۍ ته پسونه،اوزې او نور څاروي په تحفه کې  ور وړي او هلته يې حلالوي، يو پسه يا اوزه ، چې کله دوى حلال کړي ٢٤ تقسيمه کوي يې  او بيا يې  يوه ديګي ته اچوي او پخوي يې.
غوښه يې نيمه پخه وي سمه يې نه نرموي، د هرې برخې  لپاره يو ځانګړى سړى وي او هغه برخه همغه معلوم شخص ته ورکوي.
د کلي د مشرانو او ملا لپاره د غوښې ځانګړې برخه وي ، چې هغوى ته يې ورکوي، په واده کې د نورې  ډوډۍ پر ځاى غوښه ورکوي.
خلک يې د يوه بل کورونو ته په ازادنه ډول تګ راتګ کولى شي، ښځې يې له پرديو خلک ستر  ( پرده) نه کوي.
په دې ولايت کې نور فرهنګي فعاليتونه د نشت برابر دي، يواځې په نور ګرام ولسوالۍ کې يوه راډيو فعاله ده او په مرکز پارون کې دولتي راډيو ده.
په دغه ولايت کې ځانګړې محلي موسقي موجوده ده، چې ځانګړي  مينوال لري،د موسيقۍ الات يې د نورو په پرتله ساده  دي ، دوى د ډول پر ځاى تمبل چې دوى يې ډب بولي استعمالوي، همداراز يو بل کوچنۍ تمبل چې نرى غږ باسي د ډډمکۍ په نوم يادوي، چې د ښاديو په وختونو کې ترې استفاده کوي.
 شپيلۍ هم غږوي او ورسره په خوا کې يو ځانګړى سيتار چې په نورستان کې جوړيږي او دوى يې واج بولي  هم غږوي.
لوبې:
په نورستان کې بېلا بېل ډول ځايي لوبې ترسره کېږي، په دغه ولايت کې د خوسي، توپ ډنډه، واوروکى او داسې نورې محلي لوبې ترسره کيږي.
په دغه ولايت کې چې ډېره مشهوره لوبه ده هغه د ګوتې لوبه ده، چې اکثره نورستانيان يې د ژمي په موسم کې ترسره کوي او د پسرلني او اوړي موسم لوبې يې خوسى،توپ ډنډه، ډز غپى او داسې نورې فزيکي لوبې دي، په دغه ولايت کې د وليبال مينوال او ترسره کوونکي له بلې هرې لوبې ډير دي.
خو په دې وروستيو کې د کرکټ لوبه هم د نورو ولايتونو ترڅنګ په دې ولايت کې يې هم وده کړې او پياوړې ولايتي منتخبه لوبډله لري، چې ډېرى مهال په ولايتي سياليو کې ښه ځليږي، د ولايت په مرکز پارون کې کله ناکله د کرکټ سيالۍ هم تر سره کيږي .