١-الينا راډيو :
الينا راډيو دنورستان له فعالو رسنيو څخه ده ، چې د انټر نيوز موسسې له خوا په ١٣٩٠ لمريز کال جوړ شوې ده. ياده راډيو دسهار له شپږو د غرمې تر ١٠ او بيا د ماسپښين له ٢ د مازيګر تر ٥ خپرونې لري، چې له نورستان سربېره په لغمان ولايت کې هم اورېدل کېږي . ددغې راډيو د امتياز خاوند د نورستان ولايت د مخورو  دفرهنګي شورا رييس منور همدرد  او مسوول مدير يې صاحب داد همدرد دى .
د اړيکو شمېرې : ٠٧۰۸۳۱۱۰۹۵ او ۰۷۰۸۳۷۰۴۲۱
برېښناليک  : [email protected]
 
۲-کله کوش راډيو :
 
کله کوش راډيو هم ددغه ولايت له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ١٣٨٧ لمريز کال کې دمحب الله وکيل زاده له خوا تاسيس شوې او مسوول مدير يې فاروق کيهان دى . دا راډيو دسهار له ٥ د غرمې تر ١٠ ، د ماسپښين له ٢ د مازيګر تر ٥ او هم د ماښام له ٦ د شپې تر ١٢ بجو خپرونې لري.
داړيکو شمېرې : ٠٧۰۰۵۹۴۲۲۵ او ۰۷۰۸۸۵۵۳۴۷