۱۹٢- ډاکټر پروين نورستانۍ:
د نورستان د خلکو استازې- رايې (۳۳۴۹)
ډاکټر پروين نورستانۍ د عبدالقدير لور ، چې په ۱۳۵۴ لمريز کال کې د نورستان ولايت په ويګل ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. خپلې ثانوي زده کړې يې په کابل کې د ابوالقاسم فردوسي لېسه کې په ۱۳۶۹ لمريز کال کې ترسره کړي او په ۱۳۸۹ لمريز کال کې د کابل د طب له پوهنتون څخه فارغه شوې ده. په ۱۳۷۵- ۱۳۸۰ کلونو کې يې د نورستان د وايګل په ښوونځي کې تدريس کړی او په ۱۳۸۱-۱۳۸۷ کلونو کې، په کابل پوهنتون کې د زده کړې ترڅنګ يې د نورستان د ښځو چارو په رياست کې دنده هم درلوده. د کابل طب څخه تر فراغت وروسته يې د نورستان په روغتونونو کې د دوو کلونو لپاره دنده ترسره کړې ده. مورنۍ ژبه يې نورستاني ده په انګليسي ژبه هم پوهيږي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۲۵۸۸۳۴۲
۱۹۳- مولوي احمدالله مجاهد:
د نورستان د خلکو استازى- رايې (۲۲۶۱)
مولوي احمدالله مجاهد د حاجي مياګل زوي، چې په ۱۳۵۰ لمريز کال کې د نورستان ولايت په ويګل ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. ثانوي زده کړې يې په پېښور کې د ابن سينا لېسه کې ترسره کړي او ديني زده کړې يې په ۱۳۷۴ لمريز کال کې د پاکستان د جمعيت اسلاميه په پوهنتون کې بشپړې کړې دي. په ۱۳۷۵- ۱۳۷۷ کلونو کې يې د ابن سينا په ښوونځي کې تدريس کړی او په ۱۳۷۷-۱۳۷۸ کلونو کې د نورستان ولايت د بلجيم د تعليمي مرکز سوپروايزر وو. وروسته يې د سويس د يوې NGO سره تر ۱۳۸۰ لمريز کال پورې دنده تر سره کړه. مجاهد وروسته د يونيسف د نورستان د پوهني مسوول شو او تر ۱۳۸۳ کال پورې يې دغه دنده ترسره کړه. له دې وروسته يې تر ۱۳۸۷ لمريز کال پورې د مديرا او افغان -جرمن موسسو سره کار کړى او د مهر په نوم د يوې ساختماني کمپنۍ مشر دی. مجاهد په نورستاني ، دري ، پښتو ، اردو ، عربي او انګليسي ژبو پوهيږي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۶۴۲۱۰۴