۱- نورستان فرهنګي ادبي ټولنه:
د نورستان فرهنګي ادبي ټولنه، چې د نورستان په مرکز پارون کې فعاليت کوي په ١٣٩٠ لمريز کال کې تاسيس شوه، چې اوس مهال هم فعاله ده. د نوموړې ټولنې مشر منور همدرد دى او سلګونه غړي لري، چې په نورستان کې فرهنګي او نور خيريه چارې سرته رسوي.
اړيکې شمېره: ٠٧٠٨٣١١٠٩٥
۲- سايه عامه ټولنه :
سايه عامه ټولنه ،چې مرکزي دفتر يې په کابل او څانګه يې په نورستان کې موجوده ده، په ١٣٩٠ لمريز کال کې رامنځته شوې ده. د دغې ټولنې مشري  د رحمت الله راشدي پر غاړه ده، مختلف مدني فعاليتونه او کړنې تر سره کوي.
اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٦٧٠١٦٤
۳-  د نورستان ځوانانو ټولنه:
د نورستان ځوانانو ټولنې مشري د غلام علي نورستاني پر غاړه ده، چې د ځوانانو لپاره مختلف فعاليتونه پر مخ بيايي. ياده ټولنه چې دا مهال لسګونه ځوانان يې غړيتوب لري ، په ١٣٩١ لمريز کال کې يې په فعاليت پيل کړى او لا هم دوام لري.
اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٦٦٢٨٦٦