نورستان ، چې دافغانستان شمال ختيځ کې موقعيت لري د مرکز په ګډون اته اداري واحدونه لري. پارون ددې ولايت مرکز دى، واما، کامدېش، برګمټال، دواب، نوګرام ، وانت وايګل او منډول يې ولسوالۍ دي.
۱-پارون :
  پارون د نورستان ولايت مرکز دى، دلته شاوخوا ٣٠ کلي اباد دي، د وروستيو شمېرنو له مخې يې نفوس ٦٧ زره تنه اټکل شوى دى، ددې سيمې خلک د غرونو په ځنګلونو بسنه کوي او لږې کرنې ځمکې هم لري.
۲-برګمټال :
دغه ولسوالۍ د مرکز شمال ختيځ لوري ته لرې پرته ده، د پاکستان له چترال او د بدخشان ولايت له کران او منجان ولسواليو سره ګډه پوله لري ، د وروستيو شمېرنو له مخې يې نفوس ٨٥ زره  تنه اټکل شوى دى.
۳-کامدېش :
 دا ولسوالي د ولايت د مرکز ختيځ لوري ته پرته ده، دپاکستان له چترال او د کونړ ولايت له ناړۍ او غازي اباد ولسواليو سره ګډه پوله لري، د وروستيو شمېرنو له مخې يې نفوس ٨٥ زره تنه اټکل شوى دى.
۴-وانت وايګل :
دغه ولسوالي د مرکز سوېل لوري ته پرته ده، له کونړ ولايت سره ګډه پوه لري، د وروستيو شمېرنو له مخې يې نفوس ٥٥ زره تنه اټکل شوى دى.
۵-واما :
دا ولسوالي هم د ولايت په سوېل کې موقعيت لري، د کونړ له چپې درې ولسوالۍ سره ګډه پوله لري او نفوس يې د وروستيو شمېرنو له مخې، شل زره اټکل شوى دى.
۶-دواب :
دغه ولسوالي د ولايت د مرکز پارون لوېديځ لوري ته پرته ده، د لغمان له دولت شاه ولسوالۍ سره ګډه پوله لري او نفوس يې ٣٥ زره اټکل شوى دى.
۷- نورګرام :
 دا ولسوالي هم د ولايت د مرکز لوېديځ لوري ته پرته ده، د لغمان له الينګار او اليشنګ ولسواليو سره ګډه پوله لري اونفوس يې ٦٠ زره  تنه اټکل شوى دى.
۸-منډول :
 دا ولسوالي هم د ولايت د مرکز لوېديځ لوري ته پرته ده، پنجشېر ولايت او د بدخشان له کران او منجان ولسوالۍ سره ګډه پوه لري، نفوس يې ٩٠ زره  تنه اټکل شوى دى. د يادونې ده، چې ددغه ولايت ټولې ولسوالۍ په پراخو ځنګلونو پوښلې دي.